د افغانستان او قزاقستان جمهوریت تر منځ د اقتصادي او سوداګرۍ ګډ بین الحکومتي کمېسیون لسمه ناسته د وږې میاشتې په ۵ مه نېټه د افغانستان مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار په ګډون د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معین ښاغلي ډاکټر نجیب الله وردک او د قزاقستان هیواد د پوهنې او علومو وزارت معین ښاغلي تالګات یشینکلوف په ګډه مشرۍ، کابل سرینا هوټل کې جوړه شوه.

په دې ګډ بین الحکومتي کمېسیون کې چې د افغانستان لپاره د قزاقستان سفیر ښاغلي عالم خان یسینګلدیف، د اړوندو ادارو معینانو و د بېلابیلو ادارو یو شمېر رئیسانو ګډون کړې وو، د مالیې وزارت سرپرست ښاغلي ډاکټر محمد همایون قیومي، د یاد کمېسیون په پرانېسته وینا کې افغانستان ته له قزاقستان څخه راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل:” د دواړو هیوادونو تر منځ د بین الحکومتي کمېسیون جوړیدل د اړیکو د لا پیاوړتیا ښودنه کوي. د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پیاوړتیا د افغانستان حکومت له لومړیتوبونو څخه دي او زموږ لپاره ګډ بین الحکومتي کمېسیون د دواړو هیوادونو تر منځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د زیاتوالي اصلي چوکاټ ده، چې کولی شي په دې برخه کې کلیدي رول ولوبوي.”

د قزاقستان جمهوریت د پوهنې او علومو وزارت معین ښاغلي تالګات یشینکلوف، د افغانستان لخوا د ښه کوربتوب څخه د مننې تر څنګ وویل: “د قزاقستان جمهوریت د خپلو ژمنو پلي کیدو ته ژمن دی او د عملي کولو لپاره یې د افغانستان له حکومت سره په ګډه کار کوي.” نوموړي د افغانستان له حکومت څخه وغوښتل چې د خپلو لومړیتوب لرونکو پراختیایې پروژو لیست دوی ته وسپاري تر څو په دې برخه کې ګډه پانګه ونه وشي. همدا شان نوموړي د خپلو خبرو په دوام کې د افغانستان – قزاقستان بین الحکومتي کمېسیون یې د دواړو هیوادونو تر منځ د دوه اړخیزو همکاریو لپاره اغیزمن او مناسب چوکاټ یاد کړ.

په دې ناسته کې، تخنیکي کمېټو د افغانستان – قزاقستان تر منځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د لا پیاوړتیا او پراختیا، اقتصادي ودې، ترانزیت او سېمه ایزه نښلونه، د کانونو په برخه کې د قزاقستان هیواد په پانګونې، د حکومت په حکومت میکانیزم له لارې د قزاقستان د نفتي موادو او اوبلنو ګازو په پیر، ګمرکي همکاریو، د دواړو هیوادونو تر منځ د صادراتو او وارداتو په زیاتوالي، د پوهنې، لوړو زده کړو او کرنې په برخو کې د قزاقستان هیواد په همکاریو او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو هر اړخیز بحثونه وکړل.

په پای کې ، د افغانستان او قزاقستان د اقتصادي او سوداګرۍ ګډ بین الحکومتي کمېسیون د لسمې ناستې پروتوکول په ۱۱ برخو او ۳۴ مادو کې د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معین ښاغلي نجیب الله وردک او د قزاقستان جمهوریت د پوهنې او علومو وزارت معین ښاغلي تالګات یشینکلوف له لوري د سوداګرۍ او صنعت، ترانزیت او ترانسپورټ، کرنې، نفتي موادو، کانونو او پطرولیم، لوړو زده کړو، بانکي او کلتوري چارو په برخو کې لاسلیک شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *