د افغانستان او اماراتو د کرکټ ټیمونو د یو ورځنیۍ مسابقې شېبه په شېبه حال

افغانستان اماراتو ته ۲۸۹ منډې هدف وټاکه

تاند- د افغانستان او متحده عربي اماراتو د ۴ یو ورځینیو مسابقو لومړۍ په دوبۍ کې پیل شوې ده. پچه افغانستان وګټله او پرېکړه یې وکړه چې په خپله بیټنګ وکړي.

دا شېبه عثمان غني او نوروز منګل په میدان کې دي. دواړو په ۸ اورونو کې ۲۲ منډې کړي دي.

عثمان غني په ۳۳ توپونو ۹ او نوروزمنګل په ۲۹ توپونو۱۴ منډې کړي دي. لسم اور روان دی د ټولو منډو شمېر ۲۷ دی.

نوروز منګل تراوسه په ۳۹ توپونو ۲۱ منډې کړي او افسر ځاځي په ۱۳ توپونو ۵ منډې کړي دي. د افغانستان د منډو شمېر اوس ۴۰ دی.

د افغانستان د منډو شمېر اوس ۴۷ دی، یو لوبغاړی یې سوځېدلی او ۱۶ اور روان دی.

افسر ځاځي تراوسه په ۲۵ توپونو ۱۱ او نوروزمنګل په ۵۱ توپونو۲۷ منډې کړي. د افغانستان د ټولو منډو شمېر اوس ۵۳ دی، ۱۸ اور روان دی.

د افغانستان د کرکټ ټیم تراوسه پوري په ۳۷ اورونو کې د ۳ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۱۴۵ منډې کړي دي.

نوروز منګل په ۷۰ توپونو د ۵۲ منډو له کولو وروسته وسوځېد او په ځای یې محمد نبي راووت، محمد نبي په ۳۰ توپونو تراوسه پوري ۲۸ منډې کړي دي.

افغانستان په ۴۴ اورونو کې ۱۸۵ منډې جوړې کړي. ۴ لوبغاړي یې سوځېدلي دي.

افسر ځاځي په ۱۰۹ توپونو ۶۰ منډې وکړې. تر ده مخکې عثمان غني، نوروز منګل سوځېدلي ول.

محمد نبي په ۳۰ توپونو ۲۸ منډې وکړې او وسوځېد.

اماراتو ته ۵۶ منډې په ۱۵ توپونو پکار دي

اماراتو ښه لوبه وکړه، بری یې حتمي ښکاري

امارات په ۱۲ توپونو یوازې ۴ منډو ته اړتیا لري.

امارات په ۱۰ توپونو یوازې ۳ منډو ته اړتیا لري.

امارات ۱۰ توپونه لري خو دوه منډې یې بري ته رسوي

۹ توپونه لري او یوازې یوه منډه ورته پکار ده

اماراتو افغانستان ته په ۵ ویکټونو او ۸ توپونو ماتې ورکړه

اوس ګلبدین نایب او اصغر ستانکزی بیټنګ کوي. د افغانستان د منډو شمېر ۱۸۸ دی. ۵ اورونه او ۶ ویکټونه لري.

ګلبدین نایب په ۵ توپونو ۸ جوړې کړي.

ګلبدین نایب وسوځېد.

ګلبدین نایب په ۵ توپونو ۸ جوړې کړي.

ګلبدین نایب وسوځېد.

۴۵ اور روان دی، د افغانستان ۵ لوبغاړي سوځېدلي او ۲۰۰ منډې یې کړي دي.

اصغر ستانکزی ښه لوبه کوي. ده تراوسه په ۲۸ توپونو ۳۴ منډې کړي دي.

سمیع الله شینواري په ۶ توپونو ۹ منډې وکړې. اوس د افغانستان د منډو شمېر ۲۰۹ دی.

د افغانستان د منډو شمېر ۲۱۱ دي.

په دې لوبه کې افغان لوبغاړو ۱۱ څلوریزې او ۵ شپږیزې وهلي دي.

د افغانستان د منډو شمېر ۲۰ دي.

په دې لوبه کې افغان لوبغاړو ۱۱ څلوریزې او ۵ شپږیزې وهلي دي.

سمیع الله شینواري تراوسه په ۱۰ توپونو ۱۹ منډې کړي او اصغر ستانکزي په ۲۹ توپونو ۳۵، د ټولو منډو شمېر ۲۲۶ دی.

سمیع الله شینواري شپږیزه ووهله. تر ده مخکې اصغر ستانکزي تراوسه ۳ شپږیزې وهلي دي.

افغانستان ۱۰ توپونه او ۵ ویکټونه یا لوبغاړي لري. د منډو شمېر یې ۲۳۱ ته ورسېد.

اصغر ستانکزي څلورمه شپږیزه ووهله.

د افغانستان د منډو شمېر ۲۳۲ ته ورسېد. ۹ توپونه لا پاتې دي.

اصغر ستانکزي په ۳۲ توپونو ۴۶ منډې وکړې او سمیع شینواري په ۱۳ ۲۰ منډې کړي دي. د افغانستان د منډو شمېر اوس ۲۳۴ دی.

اصغر ستانکزی وسوځېد.

اصغر ستانکزي ډېره ښه لوبه وکړه. ده ۴۶ منډې جوړې کړې. د اصغر پر ځای میرویس اشرف میدان ته راووت. میرویس په یوه توپ ۲ جوړې کړې.

میرویس اشرف ۹ منډې کړي. ۳ توپونه پاتې دي. د افغانستان د منډو شمېر ۲۴۴ دی، ۶ لوبغاړي یې سوځېدلي.

سمیع الله شینواري په ۱۶ توپونو۲۴ منډې وکړې. او میرویس اشرف په ۴ توپونو ۱۰ جوړې کړې.

افغان لوبغاړو په ۵۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۲۴۸ منډې جوړې کړې.

افغانستان اماراتو ته ۲۴۹ منډې هدف وټاکه.

متحده عربي امارات بیټنګ کوي:

 

متحده عربي اماراتو په درېم اور کې ۲۶ منډې کړي. هیڅ لوبغاړی یې لا نه دی سوځېدلی.

اماراتو تېزه لوبه پیل کړه. اوس یې د منډو اوسط ۶ اعشاریه ۵۰ دی حال دا چې په هر اور کې ۴ اعشاریه ۸۴ ته اړتیا لري.

اماراتو ۲۸ منډې کړي. دولت ځدراڼ او شاهپورځدراڼ بالینګ کوي.

اماراتو ۳۲ منډې کړي. پنځم اور روان دی. دولت ځدراڼ او شاهپورځدراڼ بالینګ کوي.

متحده عربي اماراتو تراوسه په ۹ اورونو کې ۴۷ منډې کړي. د منډو اوسط یې په هر اور کې ۵ اعشاریه ۶۶ دی- هیڅ لوبغاړی یې نه دی سوځېدلی.

د اماراتو د منډو شمېر ۵۱ دی

محمد نبي او دولت ځدراڼ بالینګ کوي.

د اماراتو لپاره امجد علي ښه لوبه کوي. ده تراوسه په ۳۶ توپونو ۳۹ منډې کړي.

دولت ځدراڼ په ۵ اورونو کې ۲۹ او شاهپور ځدراڼ په ۲ اورونو کې ۱۳ منډې وکړي دي.

متحده عربي اماراتو په لسو اورونو کې ۵۸ منډې کړي. هیڅ لوبغاړی یې نه دی سوځېدلی.

میرویس اشرف او محمد نبي بالینګ کوي.

د اماراتو د منډو شمېر ۶۱ ته ورسېد. ۱۱ اور روان دی. لس لوبغاړي لري.

امجد علي د اماراتو لپاره تراوسه په ۴۱ توپونو ۴۶ منډې کړي. ده ۸ څلوریزې وهلي دي.

د اماراتو د منډو شمېر ۶۷ دی. د یوولسم اور وروستی توپ پاتې دی.

د اماراتو منډې اوس ۷۱ شوې. دوولسم اور پیل شو.

محمد نبي په ۳ اورونو کې ۱۳ او میرویس اشرف په ۲ اورونو کې ۵ منډې ورکړي دي. نایب په ۱ اور کې ۱۰ منډې ورکړي دي.

د اماراتو منډې ۷۲ دي. ۱۳ اور روان دی.

میرویس اشرف د اماراتو د منډو اوسط یا رنز رېټ ټیټ کړ. اوس د اماراتو د منډو اوسط ۵ اعشاریه ۳۴ دی خو بیا هم د دوی تر اړتیا زیات دی.

څوارلسم اور پیل شو، اماراتو ۷۴ منډې کړي.

اماراتي لوبغاړي کلک شوي. په ۱۵ اور کې یې ۸۵ منډې کړي.

میرویس اشرف تراوسه ښه بالینګ کړی. په ۳ اورونو کې یې ۷ منډې ورکړي.

اماراتي لوبغاړو په ۱۷ اور کې یې ۸۹ منډې کړي.

اماراتي لوبغاړو په ۱۸ اور کې یې ۹۲ منډې کړي.

اماراتي لوبغاړو په ۱۹ اور کې یې ۹۷ منډې کړي.

اماراتي لوبغاړو په ۱۹ اور کې یې ۱۰۱ منډې کړي.

اماراتي لوبغاړو په ۲۰ اور کې یې ۱۰۷ منډې کړي.

متحده عربي اماراتو په ۲۱ اورونو کې ۱۱۳ منډې کړي. د منډو اوسط یې په هر اور کې ۵ اعشاریه ۱۳ دی.

امجد علي د اماراتو لپاره په ۷۶ توپونو ۷۳ منډې کړي. له ده سره ملګري اندري بیرینګر په ۵۷ توپونو ۴۴ منډې کړي دي.

امجد علي د میرویس اشرف په توپ وسوځېده. ده ۶۷ منډې وکړې.

متحده عربي اماراتو په ۲۴ اورونو کې ۱۱۹ منډې کړي. صرف یو لوبغاړی یې سوځېدلی دی. د منډو اوسط یې ۴ اعشاریه ۹۲ دی خو ۵ اعشاریه ۳ ته اړتیا لري.

متحده عربي اماراتو په ۲۵۴ اورونو کې ۱۲۳ منډې کړي. صرف یو لوبغاړی یې سوځېدلی دی. د منډو اوسط یې ۴ اعشاریه ۸۲ دی خو ۵ اعشاریه ۱۴ ته اړتیا لري.

د اماراتو ۴ لوبغاړي سوځېدلي ۱۹۷ منډې یې جوړي دي خو ۴۹ توپونه لري.
د اماراتو د منډو شمېر ۲۰۱ ته رسېدلی.
امارات په ۴۷ توپونو ۴۸ منډو ته اړتیا لري. ۶ لوبغاړي هم لري.
اماراتي لوبغاړي میرویس اشرف، محمد نبياو کلبدین نایب سوځولي دي.
اوس اماراتو ۲۰۶ منډې کړي د ۲۴۹ هدف لپاره ۴۴ منډو ته اړتیا لري
اماراتي لوبغاړي یوه – یوه منډه کوي ځکه چې د توپونو او اړتیا وړ منډو توپیر یې نشته.
امارات بري ته لا نژدې شو د منډو شمېر یې ۲۲۱ دی
اماراتي لوبغاړي په ۳۶ توپونو ۲۸ منډو ته اړتیا لري. دې ته په پام چې زیات لوبغاړي یې شته، د دې هدف پوره کول ګرانه نه ښکاري.

د اماراتو د منډو شمېر ۲۲۳ دی، په ۳۲ توپونو ۲۶ منډو ته اړتیا لري. ۴ لوبغاړي یې سوځېدلي دي.

د اماراتو د منډو شمېر ۲۳۱ دی، په ۲۹ توپونو ۱۸ منډو ته اړتیا لري. ۴ لوبغاړي یې سوځېدلي دي.

د اماراتو لپاره خرم خان په ۶۸ توپونو ۵۲ منډې کړي او لا هم نه دی سوځېدلی. تر ده مخکې امجد علي په ۷۹ توپونو ۶۷ منډې کړې وې.

د اماراتو پنځم لوبغاړی د محمد نبي له لوري وسوځول شو.

د اماراتو د منډو شمېر ۲۳۲ دی، په ۲۷ توپونو ۱۷ منډو ته اړتیا لري. ۵ لوبغاړي یې سوځېدلي دي.

د اماراتو د منډو شمېر ۲۳۷ دی، په ۲۲ توپونو ۱۲ منډو ته اړتیا لري. ۵ لوبغاړي یې سوځېدلي دي.

امارات په ۲۰ توپونو یوازې ۸ منډو ته اړتیا لري.

د اماراتو د منډو شمېر ۲۴۲ ته ورسېد

په ۱۹ توپونو یوازې ۷ منډو ته اړتیا لري

اماراتو ته ۶ منډې په ۱۷ توپونو پکار دي

اماراتو ته ۵۶ منډې په ۱۵ توپونو پکار دي

اماراتو ښه لوبه وکړه، بری یې حتمي ښکاري

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *