ليکنه چليدنه د افغانستان د فوټبال لوبډله پایلوبې ته بریالۍ شوه د ماشومانو د حقونو لپاره د کرکټ بورد او یونسف ګډې هڅې
اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد! ډېره ښايسته لوبه او ډېر له وياړه ډک بری! ټولو ته دې مبارک وي، خوشاله او سرلوړي اوسی! په لوبه کې زموږ د هېواد يو پياوړی لوبغاړی ډېر سخت ټپي شو، چې په امبولانس کې له لوبغالي انتقال شو او مخکې له ترانسپورته ورته د زړه مساژ (رې-انيماسيون) هم وشو، خدای دي وکړي، چې له خپلو ټپونو رمټ راوتلی وي، موږ افغانانو ته بايد د لوبې دغه اتل افغان په اړه دقيق معلومات راکړل شي. د دغه لوبې اصيل اتل افغان ګولکيپر ښاغلی منصور فقير يار دی، چې د افغانستان د فوټبال ور يې تر پايه پورې داسې وساتلو، چې لوبه يې د بري تر پولې ورسوله! په لوبه کې ځينې له احساساتو ډکې پېښې هم وې، چې افغاني کرکتر پکې راڅرګندېدلو، نو زموږ درنو فوټباليستانو ته يو دوستانه وړانديز کوم، چې د لوبې بری مو مبارک شه، په راتلونکي کې د ټيم رواني حالت او د ګډې لوبې کرکتر ته پام وکړی او له احساساتو کار مه اخلی، ځکه سليمان (ع) وايي: چې لوړ همت او لوی غيرت د خپلو احساساتو کنټرولول دي او په صداقت او زيار برياليتوب ته رسېدل دي! د ځينو احساساتي خلکو چېغې اورېدل کېږي، چې يو څوک د تکبير ناره هم پورته کوي، خو بايد په ياد ولري، چې فوټبال عبادت نه دی، مګر يوه د خوښي ښايسته انساني لوبه ده، نو په لوبه کې د تکبير ناره له نورو سره ديني مقابلې ته نغوته کوي، چې کېدلی شي په يوه بوديستي، عيسوي، هندي او يآ یهودي ټولنه کې بل تعبير يا تفسير ترې واخيستل شي، نو د دعوت لپاره د خپل دين ارزښتونه په خپلو انساني کړوړو نورو ته وروښيی، ځکه په چيغو، نارو او په بې مورده حالت کې د تکبير ناره سم تعبير او تفسير نه شي درلودلی! معه سلاموکم الاهلول سپورت ملا ميوند آخوند ځواب
زماله نظره هم خوښي وشۍ مګر تکبر پکښي ونشي ولاړ دي سي خیرات دي وکي چي ټول افغانستان دغمو نه خلاص شي او دسبحان وتعالی شکر دي ادا کړي چي دافغانستان نوم نن هر ځای اخستل کیږي ځواب
اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
ډېره ښايسته لوبه او ډېر له وياړه ډک بری! ټولو ته دې مبارک وي، خوشاله او سرلوړي اوسی!
په لوبه کې زموږ د هېواد يو پياوړی لوبغاړی ډېر سخت ټپي شو، چې په امبولانس کې له لوبغالي انتقال شو او مخکې له ترانسپورته ورته د زړه مساژ (رې-انيماسيون) هم وشو، خدای دي وکړي، چې له خپلو ټپونو رمټ راوتلی وي، موږ افغانانو ته بايد د لوبې دغه اتل افغان په اړه دقيق معلومات راکړل شي.
د دغه لوبې اصيل اتل افغان ګولکيپر ښاغلی منصور فقير يار دی، چې د افغانستان د فوټبال ور يې تر پايه پورې داسې وساتلو، چې لوبه يې د بري تر پولې ورسوله! په لوبه کې ځينې له احساساتو ډکې پېښې هم وې، چې افغاني کرکتر پکې راڅرګندېدلو، نو زموږ درنو فوټباليستانو ته يو دوستانه وړانديز کوم، چې د لوبې بری مو مبارک شه، په راتلونکي کې د ټيم رواني حالت او د ګډې لوبې کرکتر ته پام وکړی او له احساساتو کار مه اخلی، ځکه سليمان (ع) وايي: چې لوړ همت او لوی غيرت د خپلو احساساتو کنټرولول دي او په صداقت او زيار برياليتوب ته رسېدل دي! د ځينو احساساتي خلکو چېغې اورېدل کېږي، چې يو څوک د تکبير ناره هم پورته کوي، خو بايد په ياد ولري، چې فوټبال عبادت نه دی، مګر يوه د خوښي ښايسته انساني لوبه ده، نو په لوبه کې د تکبير ناره له نورو سره ديني مقابلې ته نغوته کوي، چې کېدلی شي په يوه بوديستي، عيسوي، هندي او يآ یهودي ټولنه کې بل تعبير يا تفسير ترې واخيستل شي، نو د دعوت لپاره د خپل دين ارزښتونه په خپلو انساني کړوړو نورو ته وروښيی، ځکه په چيغو، نارو او په بې مورده حالت کې د تکبير ناره سم تعبير او تفسير نه شي درلودلی!
معه سلاموکم الاهلول سپورت
ملا ميوند آخوند
زماله نظره هم خوښي وشۍ مګر تکبر پکښي ونشي ولاړ دي سي خیرات دي وکي چي ټول افغانستان دغمو نه خلاص شي او دسبحان وتعالی شکر دي ادا کړي چي دافغانستان نوم نن هر ځای اخستل کیږي