تاند- د افغانستان د والیبال ملي لوبډله به نن /جمعه/ په کتمندو کې د کوربه هیواد نیپال د والیبال له ټیم سره مخامخ شي.

دا مسابقه به د جنوبي اسیا د والیبال د اتلولیو لومړنۍ مسابقه وي چې په نیپال کې ترسره کېږي.

په دوهمه سیالي کې به سریلانکا او مالدیپ سره مخامخ شي.

د دغو سیالیو اتل ټیم ته به دوه لکه، دوهم ته یو لک او درېم ته پنځوس زره نیپالي روپۍ جایزه ورکړای شي.

ځواب دلته پرېږدئ