د هندي لوبغاړي له سوځولو وروسته
د هندي لوبغاړي له سوځولو وروسته
حمید حسن د بالینګ په حال کې
حمید حسن د بالینګ په حال کې
هندي لوبغاړی روهیت شیما چې نن یې خپل ټیم ته زیاتې منډې وکړې
هندي لوبغاړی روهیت شیما چې نن یې خپل ټیم ته ۱۵۰ منډې وکړې
شاهپور ځدراڼ د بالینګ کولو په حال کې
شاهپور ځدراڼ د بالینګ کولو په حال کې

1

عثمان غني چې په ۷۲ توپونو ۴۴ منډې جوړې کړې.
عثمان غني چې په ۷۲ توپونو ۴۴ منډې جوړې کړې.

هند پچه وګټله او په پنځوس اورونو کې یې د ۵ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۳۶۴ منډې وکړې. افغان لوبغاړي دا شېبه بیټنګ کوي. د دوو لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې یې تر دې دمه په ۲۵ اور کې ۱۱۳ منډې کړي دي.

افغانستان  ۱۵ اورونه لري. باید ۲۱۲ منډې وکړي. ۳ لوبغاړي یې سوځېدلي. اصغر ستانکزی تازه وسوځېد. د افغانستان د منډو شمېر اوس ۱۵۳ دی. نجیب الله د اصغر ستانکزي پر ځای راووت.

نجیب الله ځدراڼ په لومړي توپ ۴ جوړې کړې. خو ژر وسوځېد.

د افغانستان ۴ لویغاړي سوځېدلي – په هر اور کې ۱۳ منډو ته اړتیا لري خو اوس یې په هر اور کې ۴ نیمې دي.

د نجیب ځدراڼ پر ځای سمیع الله شینواری راووت. نوروز منګل وسوځېد. ده ۶۰ منډې جوړې کړې. اوس د افغانستان د منډو شمېر ۱۶۰ دی. منګله ښه لوبه وکړه. ده په ۸۴ توپونو ۶۰ منډې جوړې کړې.

کیپتان محمد نبي راووت. محمد نبي یوازې یوه منډه وکړای شوه. د ده له سوځېدو وروسته افسر ځاځی میدان ته راووت.

د افغانستان د منډو شمېر ۱۶۹ دی. ۶ لوبغاړي یې سوځېدلي او ۱۱ اورونه پاتې دي او ۱۹۶ منډو ته اړتیا لري. یعني په هر اور کې ۱۸ منډې.

د افغان لوبغاړو لوبه:

1د افغانستان د منډو شمېراوس ۱۷۰ دی. افسر ځاځي په ۷ توپونو ۷ منډې کړي.

د افغانستان د منډو شمېر ۱۸۲ ته ورسېد. افسر ځاځي په ۱۰ توپونو۹ او سمیع الله شینواري په ۲۰ توپونو ۱۱ منډې کړي دي.

میرویس اشرف یوازې ۲ منډې وکړای شوې. او وسوځېد.

د افغانستان د منډو شمېر ۲۰۶ دی. ۸ لوبغاړي سوځېدلي دي. افسر ځاځی او نصیر جمال بیټنګ کوي.

افسر ځاځي په ۲۹ توپونو ۲۲ منډې کړي.

د افغانستان د منډو شمېر ۲۱۰ دی، ۶ توپونه پاتې دي. او ۲ ویکټونه لري.

افغانستان ټولټال ۲۱۱ منډې وکړې. هند په ۱۵۳ منډو وګټله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *