تاند- د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، چې هند ته په رسمي سفر تللی، نن /جمعه/ د دغه هیواد د ملي امنیت له سلاکار اجیت دوفل سره د افغانستان په سوله او پخلاینه کې د هند د رول په اړه خبرې وکړې.
محب په نوي ډیلي کې د افغانستان په بیارغونه او پرمختیايي چارو کې د هند رول په داسې حال کې وستایه چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ له افغانستان سره د هند په مرستو ملنډې ووهلې.
د هند د بهرنیو چارو وزارت نن وویل، محب د افغانستان د امنیتي وضعیت او دغه راز د پخلاینې د پروسې په اړه خپل هندي ساری ته معلومات ورکړل.
د هندي رسنیو د راپور له مخې، محب د افغانستان د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو د تیاریو په باب هم د هند د ملي امنیت له سلاکار سره خبرې وکړې.
ښاغلی محب د پنجشنبې په ورځ هند ته د درې ورځیني سفر لپاره ورسېد.
ده د افغانستان له بیارغونې او انکشاف سره د هند مرستې وستایلې او د هند له لوري یې د افغان کدرونو روزل له افغانستان سره د هند لویه مرسته وبلله.
د هند د ملي امنیت سلاکار ژمنه وکړه چې هیواد به یې د افغانستان له حکومت او ملت سره په سوله، امنیت او سوکالې کې ملاتړ ته دوام ورکړي.
سره له دې چې د سولې په وروستیو هلوځلو کې پاکستان زیات دخیل دی خو د هند د ملي امنیت سلاکار وویل چې نوی ډیلی د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د هغو ټولو هڅو ملاتړ کوي چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت وي.
ده وویل چې د افغانستان ټول متحدان باید د افغانانو او افغانستان لومړیتوبونه او هیلې په پام کې ونیسي.
ښاغلي دوفل افغانستان ته د سفر لپاره د خپل افغان ساري بلنه ومنله.
india help with afghanistan what exactly afghans need it.
afghans not necessary to mother bumb& nuclear bumbs.
doctor mirakee resarch show afghans have in urine nuclear elements signs.
hamid karzai knows about it,
thank you