فوټبال

تاند- د جنوبي اسیا د فوټبال تر شپاړس کلنو کشرو ټیمونو په سیالیو کې هند سبا په نیمه پایلوبه (سیمي فاینل) کې له افغانستان سره مخامخ کېږي.

هندي لوبډله سریلانکا او بنګله دېش ته له ماتې ورکولو وروسته نیمه پایلوبې ته وتلی خو د افغانستان د شپاړس کلنو لوبډلې، چې نیمه پایلوبې ته وتلې، یوه لوبه ګټلې او دوې مساوي کړي دي.

د هند د لوبډلې کوچ یا روزونکي ګوتم ګوش وویل، سره له دې چې د دوی ټیم دوې پر له پسې لوبې ګټلي او افغانستان دوې مساوي کړي او یوه ګټلې خو فکر کوي چې افغانستان ډېر غښتلی ټیم دی.

«افغانان ډېر پیاوړي او کلک دي. دوی په دودیزه شیوه څلور پر څلور لوبه کوي.»

دا مسابقې په نیپال کې کېږي. د هند او افغانستان د لوبډلو ترمنځ نیمه پایلوبه به د پالزمېنې کتمندو په پوځي لوبغالي کې وشي.

One thought on “د افغانستان او هند د ۱۶ کلونو د فوټبال ټیمونه نیمه پایلوبې ته وتلي”
  1. ماشا الله خدای پاک دي وکړي چی دافغانستان لوبډله یی ګټي زه امید لرم چی دافغنستان لوپدله به یی ګټي که دخدي ضا ووه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *