تاند- د افغانستان او هند د کرکټ ټیمونو ترمنځ لومړنۍ تاریخي ټيسټلوبه د هند په بنګلور ښار کې د هندي لوبډلې په بیټنګ پیل شوې ده.
پچه هن وګټله او لومړی یې غوره وبلله چې په خپله بیټنګ وکړي.
ګومان کېږي د میدان پیچ داسې جوړ شوی چې بیټنګ ته ډېر مناسب دی او سپین یا ورو باولران پکې ښه باولینګ نه شي کولی.
د هند ملي لوبډله اوس بټینګ کوي او تر دې مهال یې (۲۱۹) منډې کړي دي. تراوسه د هند ۱ لوبغاړی سوځیدلی دی.
یامین احمدزی وتوانېد چې د هند ایس دهوان وسوځوي. دهوان په ۹۶ توپونو ۱۰۷ منډې وکړای شوې.
دا سیالي له هند سره، چې د ټیستلوبو اتل دی، د افغانستان د کرکټ ټیم لومړنۍ ټیست مسابقه ده.
افغانستان تېر کال د کرکټ نړیوالې شورا بشپړ غړيتوب ترلاسه کړ. اوس افغانستان د نړۍ د نورو کرکټ لوبډلو لکه هند، استراليا، جنوبي افريقا، نیوزیلينډ، انګلستان، پاکستان، بنګله دېش او سریلانکا ترڅنګ ولاړ دی.