تاند- په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر عمرزاخېلوال وايي چې د بریتانیا حکومت د افغانستان او پاکستان چارواکي د دوو هیوادونو ترمنځ د روان کړکېچ او دوه اړخیزو اړیکو په اړه د خبرو لپاره د لوړې کچې یوې غونډې ته بللي دي.
ډاکتر زاخېلوال وايي دا غونډه به سبا /چهارشنبه/ په لندن کې وشي.
زاخېلوال په خپله فېسبوکپانه کې د دې خبر د اعلانولو ترڅنګ لیکلي چې د بریتانیا د ملي امنیت د سلاکار سر مارک لېل ګرانټ په بلنه په دې غونډه کې به د پاکستان د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز او د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر ګډون وکړي.
زاخېلوال ویلي چې غونډه به د تروریزم پر ضد په مبارزه کې د افغانستان او پاکستان د ریښتینې همکارۍ او د پاکستان له لوري د تورخم او سپین بولدک د لارو د بندېدو پر موضوعاتو هم تمرکز وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارووزارت د بریتانیا له لوري د درو هیوادونو د جګپوړو چارواکو د غونډې خبر نه تایید او نه هم رد کړ.
خو د پاکستان ډیلي ټایمز ورځپاڼې لیکلي چې سرتاج عزیز نن /سې شنبه/ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امنیت، تروریزم ضد مبارزې، د پولې مدیریت، سوداګرۍ، ترانزیت او خپل هیواد ته د افغان مهاجرو د خپلې خوښې ستنېدا پر اړتیا تاکید وکړ.
سرتاج عزیز دا خبرې د افغانستان د رسنیو له یوه پلاوي سره په کتنه کې وکړې.
په انګلستان به دآفغانستان او فکي خبري دآفغانستان په نفع نه وي.
هغه لار چه دچل او ول لاره وه فکي عملي نه کړه او هم ئې ونه سوائ کولائ اوس به ئې دفکي پر ځائ دده پلار انګلس کار پر کوي تر څوانګلس وکولائ سي موفقانه ډول څه چه پاکستان غوښتل پلار ئې لاره ورته همواره کړي.فکي=انګريز
دوئ دلته په انګلستان کي دآلله پاک څخه دومره نه بيريږي لکه دخپل پلار انګريز څخه.