ملا عمر په خرقه مبارکه کې

تاند- د افغانستان د ولسمشرۍ او د ملي امنیت شورا سرچینې وايي چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر دوه کاله پخوا مړ شوی دی.

تر دې مخکې پرون د افغانستان د حکومت نورو سرچینې هم تایید کړې وه چې پاکستاني چارواکو خبر ورکړی چې ملا محمد عمر اخوند دوه کاله وړاندې مړ شوی دی.

په وروستیو ورځو کې د طالبانو له تحریکه بېلې شوې ډلې، فدايي محاذ هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي و چې ملا عمر وژل شوی دی او خپله ادعا ثابتولی شي.

خو د طالباتنو ویندوی ذبیح الله مجاهد د فدايي محاذ ادعا رد کړه او هغه یې بې اساسه وبلله.

نن د افغانستان د ولسمشرۍ او د ملي امنیت شورا باوري سرچینو وویل چې پاکستان هم د ملا عمر مړینه تایید کړې ده.

ټاکل شوې ده چې د ولسمشر غني ویاند نن په یوه خبري غونډه کې د خبریالانو پوښتنو ته د ځواب ویلو په مهال د ملا عمر د مړینې او په دې اړه د پاکستان له لوري د افغانستان حکومت ته د معلوماتو پر جزییاتو خبرې وکړي.

په تېرو څه باندې دوو یا درو کلونو کې د ملا عمر ږغ نه دی اورېدل شوی. د تېرو کلونو په شان یې د اختر په مناسبت پیغامونه یوازې په لیکلي ډول وي نه په صوتي بڼه.

په اوسني وخت کې، چې طالبان د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرو ته حاضر شوی دي، د ملا عمر د مړینې د خبر خپرېدا د سولې پیل شوي بهیر ته زیان اړولی شي.

دا احتمال هم شته چې طالبان په څو ډلو ووېشل شي. د طالبانو په منځ کې هر راز وېش د بشپړې سولې مخه نیسي. او دا امکان هم شته چې د دې ډلې ځیني لا سختدریځي عناصر له داعش سره لاسونه یو کړي.

2 thoughts on “د افغانستان او پاکستان حکومتي سرچینو د طالبانو د مشر ملا عمر مړینه تایید کړه”
  1. ملا عمر اخند څو کاله مخکی مړ شوی وو چه د طالبانو لخوا دا خبر ردیدل دا یی د
    ګیم په شکل یو رنګ ساتلی و خو نن چه دا خبره کیږی هغه به یو دلیل دا هم وی چه کچیری مزاکرات دویم پړاو د پاکستان بی مشوری تر سره شی نو د مزاکراتو او د طالبانو تر منځ بی اتفاقی لپاره به یو شه لاره وی
    اوس چه په مزاکراتو په ځای نه سره جوړیږی نو د مخالف لوری د نظر تغیر لپاره یی پاکستان د ملا عمر نه شتون خبره رسوا کړه او نتیجه کی بی زیات شمیر قوماندانان په ګروپونو وویشل شی فقط ستړی مشران به خبرو ته حاضر شی او نور به بیرته د ګاونډی په دستور جنګ ته ادامه ورکړی تر هغوی چه همسايه هیواد بیا کریډیت اخلی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *