تاند- د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالي کې د افغان او پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ تېره شپه نښته وشوه چې په ترڅ کې یې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

پاکستاني رسنۍ ادعا کوي چې د افغانستان له لوري د پاکستان پر خاوره په ویشتل شویو هاوان مرمیو ۶ پاکستاني پوځیان ژوبل شوي دي خو د افغانستا پژواک خبري اژانس وايي چې تېره شپه د افغان او پاکستاني پوځیانو ترمنځ پر یو بل په ډزو کې د افغان سرحدي ځواکونو یو قومندان او ۸ پاکستاني عسکر وژل شوي دي.

پژواک د پېښې ځای د پکتیکا ولایت انګور اډه ښودلې ده.

دې اژانس ته یوه قومي مشر جمعه خان وویل، نښته وروسته له دې پیل شوه چې پاکستاني پوځیانو هڅه وکړه چې د افغانستان په خاوره کې پوسته جوړه کړي.

په تېرو کلونو کې هم پاکستاني پوځیانو په ځلونو د افغانستان په خاوره کې د پوستو د جوړولو هڅې کړي چې د افغان سرحدي ځواکونو له عکس العمل سره مخامخ شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی صدیق صدیقي د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته تایید کړه، ویې ویل چې دا پېښه د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې وشوه.

وژل شوي افغان سرحدي قومندان نجیب الله نومېږي.

په افغانستان کې د اشرف غني په مشرۍ د نوي حکومت له جوړېدو راوروسته د دوو هیوادونو د سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته نه وه شوې. پاکستان د نوي افغان حکومت له جوړېدو وروسته د افغانستان پر کونړ ولایت د توغندو ویشتل هم درولي دي.

له بلې خوا د پکتیکا ولایتي چارواکي وايي چې افغان امنیتي ځواکونو په ګومل ولسوالي کې ۱۴ وسله وال طالبان وژلي دي.

د پکتیکا ولایت د مطبوعاتي خبرپاڼې له مخې، دا عملیات د ملي امنیت ریاست د خاصو ځواکونو له لوري د ګومل ولسوالۍ په کچکول او خړ کلیو کې وشول.

مخکینی خبر

پاکستان وايي، د افغان ځواکونو په مرمیو۶ پاکستاني پوځیان ژوبل شول

One thought on “د افغانستان او پاکستان د سرحدي ځواکونو په نښته کې یو افغان قومندان ووژل شو”
  1. موږدهریرغلګر په مقابل کی دریدلی یو او خپل وطن مو ساتلی,او اوس چه داتور سپی پیداشوی , زه و تور سپیانو ته دا وایم چه ناحقه خپل ………….. مه څری هغه ځای به مو څری شی هیڅ شی به هم لاس ته درنشی. دنامشروع ځامنو خپل دال خوری او ګوزونه اچوی , بس همدغه خپل دپلار او نیکه لاره مخته بوځی فقط او فقط دال نخود او پاکستانی ګوزونه…..اوبله داچی فضلالرحمن ملا ډیزل ته وایم چه ظالمه یو څودانی هیرا منډوانی جوړ کړه چه زموږد مهاجرو ساعت پکښی تیروی. په ډیر درنښت ملا فضلو ډیزل ته!!!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *