تاند- د افغانستان او پاکستان د فوټبال د ملي تیمونو ترمنځ مسابقه به د افغانستان لوبډلې د روزونکي یا کوچ له ټپي کېدو سره سره په ټاکلي وخت وشي.
د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې پر روزونکی یوسف کارګر په وروستیو ورځو کې د نامعلومو کسانو له لوري برید وشو چې په نتیجه کې یې ښاغلی کارګر سخت ټپي شو.
یوسف کارګر د درملنې لپاره هند ته لېږل شوی دی.
ټاکل شوې ده چې د افغانستان او پاکستان د فوتبال لوبډلې د فبرورۍ په شپږمه په اسلام اباد کې مخامخ شي.
د تېر کال په اګست کې د افغانستاان او پاکستان د فوټبال لوبډلې په کابل کې مخامخ شوې وې چې ۳ پر صفر افغانستان وګتله.