تاند- د افغانستان او پاکستان د کرکټ د الف ټیمونو ترمنځ د دوو هیوادونو د مشرانو په وړاندې د کرکټ ۱۵ اوریزه مسابقه روانه ده.
پچه افغان ټیم وګټله او غوره یې وګڼله چې بیټنګ په خپله پیل کړي.
تر دې دمه د افغانستان د ټیم ۳ لوبغاړي سوځېدلي خو (58) منډې یې جوړې کړي دي.
په دې مسابقه کې، چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني او ورسره ملګری پلاوی او دغه راز د پاکستان صدراعظم نوازشریف او نور پاکستاني چارواکي یې ننداره کوي، محمد شهزاد په ۱۵ توپونو ۱۷، نجیب تره کي په ۱۳ توپونو ۱۸ او حشمت الله شهیدي په ۶ توپونو ۱۱ منډې وکړې. د دوی له سوځېدو وروسته اوس محمد نبي او نجیب الله ځدراڼ لوبه یا بیټنګ کوي.
د لوبې نتیجه به همدلته وړاندې شي.