تاند- د پاکستان د ملي امنیت سلاکار وايي چې اسلام اباد او کابل موافقه کړې چې په خپل منځ کې دوه اړخیزه سوداګري راکړه ورکړه تر ۲۰۱۷ م کال پوري ۵ ملیارد ډالرو ته زیاته کړي.
له اسلام اباد څخه د ګلف نیوز ورځپاڼې د راپور له مخې سرتاج عزیز دا خبره د دوشنبې په ورځ د پاکستان ملي جرګې ته د افغانستان له نوي مشرتابه سره د پاکستان د اړیکو د ښه والي په اړه د توضیحاتو د ورکولو په ترڅ وکړه.
سرتاج عزیز، چې د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړیکو سلاکار هم دی، د خپل هیواد د ملي جرګې د سوال او ځواب غونډې ته وویل، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د خپلې بهرنۍ پالیسۍ د تمرکز په پنځو سیمو کې پاکستان ته لومړی ځای ورکړی دی.
ده همداراز وویل چې د افغانستان حکومت د پاکستان په خاوره کې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې هڅې ته مثبت ځواب ویلی دی.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، چې په تېرو ۱۰ میاشتو کې یې ډېرې هڅې کړي چې پاکستان د افغانستان په چارو کې له لاسوهنې راوګرځوي او په افغانستان کې یې د طالبانو په نوم له نیابتي جګړې د سوداګرۍ پراختیا او د دوه اړخیزو ګټو پر اساس اړیکو ته وهڅوي، د دوشنبې په ورځ د لومړي ځل لپاره د پاکستان په وړاندې توند دریځ څرګند کړ.
ښايي سرتاج عزیز به د خپل هیواد پارلمان ته له افغانستان سره د اړیکو د تودېدو په باب خبرې کولې، ولسمشر غني په یوه خبري غونډه کې وویل چې نور له پاکستانه نه غواړي چې طالبان خبرو ته راولي، په خپله خاوره کې دې د هغوی پناهځایونه او د تمویل او تجهیز مرکزونه بند کړي.
ښاغلي غني وویل چې د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ یې د پاکستان صدراعظم نوازشریف ته په ټېلفون کې وویل«د پاکستان صدراعظم ته مې په ټېلفون کې وویل چې پ افغانستان کې تروریزم ته په هغه سترګه وګوري چې په پاکستان کې ورته ګوري. ما د پاکستان له حکومته وغوښتل چې که د شاه شهید ډله ییزه وژنه په اسلام اباد کې شوې وای اومسوولان (عاملان او طراحان) یې په افغانستان کې وای، زموږ په لویو ښارونو کې یې دفترونه او د روزنې کمپوږنه لرلی، تاسو به څه کړي و؟»
د تېر کال د دسمبر په شپاړسمه په پېښور کې د پاکستان پر پوځي ښوونځي له تروریستي حملې وروسته د پاکستان لوی درستیز او د استخباراتو ريیس پر له پسې کابل ته سفرونه وکړل، او له افغانستان څخه یې وغوښتل چې د پاکستاني طالبانو مشر ونیسي او وروسپاري.
ځینو پاکستاني چارواکو پټکه وکړه چې په یو اړخیز ډول به افغانستان ته ځواکونه ولېږي او په دغه هیواد کې د مېشتو طالبانو پرضد به عملیات وکړي.
دافغانستان او پاکستان راکړه ورکړه باید صفر شی تر څو اکستان صلحی ته حاضر شی!!
له پاکستاني تولیداتو څخه د بایکاټ په برخه کې د افغان مدني ځوانانو د حرکت په مقابل کې دا خبر ډېر سخت ګوزار دی. تاند چې تل ملي پالیسي چلوي بایده نه وو چې په داسې تاوده حالت کې یې دغه ډول خبر خپور کړی وای ځکه چې د مدني حرکتونو احساسات یې ټپه کړل.
Salaam;
Mong bayed d Gandhi aw Sarhadi gandhi la larocharo kaar wakhlu.