تاند- د افغانستان لوی درستیز سترجنرال شېرمحمد کریمي او په افغانستان کې د ناټو او امریکايي پوځیانو عمومي قومندان جنرال جان کیمبل نن په راولپنډۍ کې د پاکستان له لوی درستیز راحیل شریف سره د تروریزم پر ضد په جګړه کې پر همکارۍ خبرې وکړې.
د ناټو ځواکونو له یوې خبرپاڼې سره سم د نن /سې شنبې/ ورځې په خبرو کې درو خواوو د پولې په دواړو خواوو کې پر پوځي همکاریو هم سلا مشوره وکړه.
د افغانستان لوی درستیز او ناټو عمومي قومندان وروسته له دې پاکستان ته ځي چې د پېښور د پوځي ښوونځي په حملې پسې د پاکستان د پوځ لوی درستیز او د استخباراتو رييس کابل ته لاړل او له افغان چارواکو او د ناټو له قومندان سره یې د تروریستي ضد هلوځلو د تېزولو په باب خبرې وکړې.
پاکستان په ظاهره داسي ښودلې چې نور د افغان طالبانو له ملاتړه لاس اخلي خو شرط دا دی چې د پاکستاني طالبانو په ځپلو کې افغانستان او ناټو ورسره مرسته وکړي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو د دفتر له یوې خبرپاڼې سره سم د افغانستان لوی درستیز او د ناټو عمومي قومندان د پاکستان د پوځ لوی درستیز ته د پېښور په پوځي ښوونځي کې د مرګ ژوبلو په خاطر غمرازي وویله.
له بلې خوا د پاکستان د پوځ ویندوی بریدجنرال عاصم بجوا وویل چې درو خواوو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پر ګډو عملیاتو او د استخباراتي معلوماتو د شریکولو پر میکانیزم خبرې وکړې.