۲۲/ثور/۱۳۹۸
د افغانستان او پاکستان لپاره د آلمان ځانګړي استازي ښاغلي مارکس پوتزیل او ورسره پلاوي د چهار شنبې په ورځ د حزب اسلامي له مشر محترم حکمتیار سره وکتل.
په دې کتنه کې چې په افغانستان کې د آلمان سفیر ښاغلي کریستوف پلیکیس هم حضور درلود، د افغانستان د سولې پروسې او په دغه برخه کې د راتلونکو اقداماتو په باب مفصله او هر اړخیزې خبرې وشوې.
ښاغلي حکمتیار وويل: دا څلور لسيزي كېږي چي افغانان د تحميلي جنگ په اور كي سوزي. دا جگړه هغه مهال پاى ته رسېدى شي چي كورني او بهرني عوامل ئې پاى ته ورسېږي، افغانان پرېښودي شي چي خپل برخليك په خپله او د بهرنيو له هر راز مداخلې او وساطت پرته وټاكي .
په دې وروستیو کي جرمني د سولې پروسې د تقويه کولو هڅه پېل کړي دي او غواړي چي د افغانستان د مطرحو سیاسي ګوندونو له مشرانو او اغېزمنو سیاسي شخصیتونو سره په دې اړه سلا مشورې وکړي.
د حزب اسلامي افغانستان د فرهنګي چارو رياست