تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن /دوشنبه/ د پاکستان صدراعظم محمد نوازشریف ته ټېلفون وکړ او په سیمه کې یې د ترهګرۍ پر ضد د روانو عملیاتو په باب خبرې وکړې.

د پاکستان دي نیوز ورځپاڼې د راپور له مخې سرچینو وویل، دواړو مشرانو د افغانستان او پاکستان پر اړیکو او د دواړو خواوو د دلچسپۍ پر نورو مسایلو هم خبرې وکړې.

د شنبې په ورځ د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له طالبانو سره د سولې د خبرو په برخه کې د پاکستان د همکارۍ ستاینه وکړه. ویې ویل:«افغانستان د سولې لپاره د پاکستان له لوري د لارې د اوارولو وروستۍ هڅې د قدر وړ بولي. موږ د پاکستان د وروستي دریځ هرکلی کوو چې د افغانستان دښمن یې خپل دښمن اعلان کړ.»

په همدې حال کې د افغانستان ولسمشر له طالبانو سره له سولې سره د بېلابېلو خواوو د ملاتړ د خپلولو د هڅو په لړ کې پرون له پخواني جهادي مشرانو عبدالرب رسول سیاف، محمد اسماعیل خان او د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلمیار سره وکتل.

ولسمشر دوی ته وویل چې د بل هر وخت په پرتله اوس په هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره لازم فرصتونه رامنځته شوي دي چې د افغانستان ملت باید له دغو فرصتونوڅخه په استفادې سره په هېواد کې د تل پاتې او ډاډمنې سولې د ټینګښت لپاره چې د دوی همیشنۍ هیله ده، ټینګ او ګټور ګامونه پورته کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *