تاند- د افغانستان او پاکستان مشرانو کابل ته د شاهد خاقان عباسي د پروني سفر په لړ کې پر اوو کلیدي مسلو موافقه کړې ده.

دا اووه نکتې د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان- پاکستان د عمل پلان (APAPPS) برخه دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وویل، دا موافقه پرون /جمعه/ په کابل کې د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني او د پاکستان د صدراعظم خاقان عباسي ترمنځ په کتنه کې وشوه.

د بهرنیو چارو وزارت په وینا د افغانستان او پاکستان مشرانو د افغانانو په مشرۍ د سولې د بهیر ملاتړ اعلان کړی او ژمنه یې کړې چې د هغو کړیو او سختدریځو پر ضد به اقدام کوي چې د دواړو هیوادونو امنیت ته ګواښ پېښوي.

دوی همداراز موافقه کړې چې هیڅ هیواد، شبکې، ډلې یا فرد ته به اجازه نه ورکوي چې د دوو هیوادونو خاورې د ورانکارو فعالیتونو لپاره وکاروي او د دې چارې د څارنې، همږغۍ او د موافقې د عملي کولو لپاره به یو میکانیزم جوړوي.

د افغانستان او پاکستان مشرانو همداراز موافقه کړې چې د یو بل هوايي او مځکنۍ بشپړتیا ته به درناوی کوي، او د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان – پاکستان د عمل پلان (APAPPS) پر اساس د دوه اړخیزې همکارۍ د میکانیزم له لارې به د ستونزو او اختلافاتو په حل کولو د یو بل خلاف تور لګول بس کوي.

افغانستان او پاکستان همداراز موافقه کړې چې د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان – پاکستان د عمل پلان له تطبیق سره د مرستې لپاره به یوه کاري ډله جوړه کړي.

پاکستان په وروستیو میاشتو کې د امریکا تر مالي او سیاسي فشار لاندې دی او داسې ښکاري چې دا موافقې یې هم د دې فشار د کمېدو په هدف کړي وي.

څرګنده نه ده چې دا موافقې څومره عملي دي او ایا پاکستان به اجازه ورکړي چې افغان لوری په کوټه او نورو ښارونو کې هغه ځایونه وویني چې طالب مشران پکې اوسي یا طالبان پکې په وسلو او پیسو سمبالېږي، انتحاریان روزل کېږي او افغانستان ته رالېږل کېږي.

4 thoughts on “د افغانستان او پاکستان مشرانو پر ۷ کلیدي ټکو موافقه کړې”
  1. پر پاکستان نباید اعتماد وشی. د پاکستان حکومت د هیځ اختیار خاوند ندی، ټول صلاحیت د پاکستان له فوج سره دی او فوج به هیڅله خپله استراتیژی ته تغیر ورنکړی. افغان حکومت اوس باید د پښتنو غورزنګ سره هر اړخیزه مرسته وکړی څو سسب شی چه پاکستان خپلو اصلی سرحدونو ته په شاشی او په سیمه کی یو لوی افغانستان منځ ته راشی دا به یوازنی لار د حل وی

  2. پنجابیانو سره باید په احتیاط اړیکې ټینګې شي. هغوي هيڅکله هم خپل نړیوال او دوه اړخیز وجایب او مکلفیتونه ندي اجرا کړي.
    د دواړو هېوادونو ترمنځ د 1961 کال ترانزیت مواقفتنامه ، د هغې ضمایم او تعدیلات هېڅکله هم عملي نه شول . دوی هروخت زمونږ پر سوداګرو او دولت لارې بندې کړې ، محصول یې زیات او زمونږ لوری یې تاواني کړ.
    د1985 زېږدیز کال د ژنیو موافقتنامه چې د هغه په اساس شورویان زمونږ له هېواده ووتل ، پخوانی شوروي اتحاد او د امریکا متحده ایالات د دې موافقتنامې تضمینوونکي ول ، هم د پنجابیانو له خوا رعایت نه شو.
    له 2001 کال راپدې خوا ټولې دوه اړخيزې موافقتنامې د پنجابیانو له خوا نقض شوې.
    د دري ژبې د هغه مشهور متل په اساس چې « آزموده را آزمودن خطاست » ، له پنجابیانو سره په هر ډول نړیوالو اړیکو کې باید له ډېر احتیاط نه کار واخیستل شي.

  3. فکر نکوم چی پاکستان غوندی ملک دی افغانستان په سوکالی او صلح کښی ولیدلی شی. دوی اوس طالبان روس ته ورلاس کړی دی او هغوی یی د هره نظره تمولیلوی او دوی څان د امریکا له فشاره څان وباسیږ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *