تاند- د افغانستان ولسمشر اشرف غني د پاکستان له صدراعظم نوازشریف سره وکتل.

شریف له افغان ولسمشر سره له کتلو وروسته وویل چې پاکستان او افغانستان هوډ کړی چې د بېخ بنا د ښه کولو ترڅنګ د پانګونې او سوداګرۍ په زیاتولو په خپل منځ کې اقتصادي همکاري او مشارکت پراخ کړي.

پاکستاني چارواکي وايي چې د غني او شریف ترمنځ د نن ورځې په خبروکې پراخ مسایل مطرح شول.

غني پرون د پاکستان له ولسمشر ممنون حسین او یو شمېر نورو پاکستاني چارواکو سره کتلي ول.

دواړو خواوو په پولو کې د ګډو عمکلیاتو او د امنیتي ځواکونو د روزنې په باب هم خبرې وکړې.

دا د ولسمشر په توګه له غوره کېدو وروسته پاکستان ته د ولسمشر غني لومړنی سفر دی.

د پاکستان صدراعظم نواز شريف په اسلام اباد کې له افغان ولسمشر سره تر کتنې وروسته يو ګډې خبري غونډې ته د وينا پر مهال وویل، پاکستان به د افغانستان د سولې له پروسې سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي او په خبره يې، چې يو موټى او باثباته افغانستان تر هر چا زيات د پاکستان په ګټه دى.

ولسمشر غني هم خبري غونډې ته په وينا کې وويل چې د دواړو هېوادونو امنيت سره تړلى دى.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *