له هغه وروسته چې د ملي یووالي حکومت په کار پیل کړی، د ملي یووالي حکومت د رهبرانو په ځانګړې توګه د افغان ولسمشر له لورې له پاکستان سره اړیکې ښې شوې او هڅه روانه ده چې، پاکستان به طالبان محار کړي او د سولي میز ته به یې کښېنوي. پاکستان تر هغه وروسته چې د طالبانو د رژیم یو پیاوړی ملاتړی و، پر افغانستان د امریکا او ملګرو تر برید وروسته یې په افغانستان کې خپلو ستراتيژیکو موخو د تر لاسه کولو لپاره له طالبانو د نیابتیانو کار اخیستی او لا هم دا چاره په مخ بیایي. ځیني افغان دولتي چارواکي، د ملي شورا غړي او څېړونکي په دې اند دي چې په افغانستان کې د داعش ډله هم د طالبانو د سولي وروسته د یوې بدیلي ډلې په توګه د پاکستان د څارګرو له لورې د بیرغ په توپیر سره محیا او سپورټېږي.
د پخواني افغان ولسمشر کرزي پر ټولو ډيپلوماتیکو هڅو او فشارونو سربیره بیا هم پاکستان د هغه د واک د دورې په اوږدو کې لږ تر لږه د سولي د خبرو په برخه کې هیڅ ډول مرسته نه ده کړې او په بدل کې یې کرزي ورسره خورا تنده غوسه پاللې او لا هم نه پرېږدي چې له پاکستان سره اړیکې ښې شي، ځکه هغه تاکید کوي چې له پاکستان سره یې د مزاکراتو په برخه کې هڅو هیڅ پایله نه ده لرلې، بې له دې چې پاکستان د خپلو ګټو لپاره کار کوي، افغانستان کې یې د افغان دولت پر ضد د جګړې نیابتي سنګر تود ساتلی او اوس هم د سولي د خبرو پر سر د پردې تر شا نور اهداف پلي کوي.
د پاکستان د دوه مخي سیاست او په افغانستان کې د جګړې له بیا پیلېدا څخه پاکستاني پیاوړي ژورنالیست احمد رشید او د ( The Wrong Enemy ) کتاب لیکوالې کیرلوټه ګال لیکنې کولې او لویدیځ ته به یې د پاکستان د دوه مخي سیاست او په افغانستان کې د جګړې د یوه نوي ور او لوبې د تندېدا خبر ورکاوه. جالبه خو دا ده چې، احمد رشید د امریکا پياوړې ډيپلومات جیمز ډابنز ته په ۲۰۰۱ز کال کې مخامخ د مشرف د دوه مخي پالیسۍ او پاکستان قبایلي سیمو ته د القاعدې د ورتلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.
افغان ولسمشر اشرف غني پاکستان ته پر دوستانه سفر سربیره د ملي اردو پنځه سرتیرې پاکستان ته د روزلو لپاره استولي، که څه هم ځیني کسانو د افغان ولسمشر له دې کار سره مخالفت څرګند کړ، له میاشتو تیرېدو وروسته، کله چې د افغان ملي امنیت ادارې او د پاکستان د ای ایس ای ترمنځ پټ تفاهم لیک لاسلیکېدو خبره رسنیو ته ووتله، پر پخواني افغان ولسمشر کرزي سربیره ډيرو افغانانو له دې تفاهم لیک سره مخالفت وښود.
له تيرې څه باندې یوې لسیزې ویل کېږي چې پاکستان او هند په افغانستان کې خپله نیابتي جګړه توده ساتلې او له دې لارې غواړي افغانستان کې خپلو موخو ته ورسي او یا لږ تر لږه په خپلو کې د دښمنۍ سیالۍ پر افغان ځمکه مخ ته یوسې. هند او پاکستان دواړه دا خبره نه مني، که څه هم د پاکستان په اړه خو ډير کره شواهد شته او هر کله د افغانستان د ملي امینت ادارې ورته په ګوته کړي هم دي.
د کرزي په حکومت کې د افغانستان او هند اړیکې خورا ښې وې، هند له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۱۴ز کال پورې له افغانستان سره ۲ بیلیونه ډالر مرسته کړې، د ملي شورا پر نوې ودانۍ هم هند کار روان کړی. پر رسنیو دا ویل کېږي چې هند په افغانستان کې نیابتې جګړه روانه ساتلې، خو تر دې دمه د هند د نیابتې جګړې په اړه کوم کره شواهد د کومي افغان ادارې او یا کوم نړیوال بنسټ له لورې نه دي وړاندي شوي، خو د پاکستان په اړه په وار وار داسي شواهد وړاندي شوي چې ګڼي په افغانستان کې د ټولې جګړې جرړې د ډيورنډ کرښې ها خوا دي. که د پاکستان د مرستو خبره کېږي، نو ځیني څېړني یې د ملنډو په څېر یادوې چې ګڼي پاکستان له افغانستان سره ۳۵ امبولانسونه مرسته کړې. په دې وروستیو کې پر افغان پارلمان باندي برید هم د افغانستان د ملي امنیت ادارې د پاکستان پر څارګرو اړولی چې ګڼي د حقاني شبکې پر مټ یې ترسره کړی. په وینا یې چې، د ملي شورا د ودانۍ په دروازه کې چې کوم موټر چاودنه وکړه هغه هم په پېښور کې چمتو شوی و. پاکستان د پخوا په څير په برید کې لاس لرل ردوي او ځان د افغانانو خواخوږي بولي. دلته ده چې افغانستان د دوست او دښمن توپیر نه شي کولای، او یا خو یې په خپل بهرني سیاست کې د اړیکو د انډول اصل مات کړی.
څنګه چې پاکستان په کندهار او جلال اباد کې د هند پر کونسلګریو اندېښمن و، اوس هند د افغانستان او پاکستان د اړیکو پر ښه کېدا ویره لري، او فکر کوي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ دوستي به هند منزوي کړي او لاس به یې په افغانستان کې له ګټو وخیژي. که څه هم پر ټویټر باندي د هندي مشرانو په ځانګړې توګه د لومړي وزیر ناریندرا مودي نیکي څرګندوني د افغانستان په اړه ښکاري، خو بیا هم هند کې مېشت افغانان دې وروستیو کې له هندي حکومته سر ټکوي.
په پاکستان کې پر افغانستان د سره پوځ د یرغل له وخته تر اوسه افغان مهاجرین په یوه ډول نه بل ډول زورول کېږي، په دې وروستیو کې هند کې میشت زده کړیالان او نور افغانانان د هند له حکومته سره ټکوي چې ګڼي د هند د حکومت د عامو افغانانو پر وړاندي له پخوا رویه تنده شوې او له هغوی سره سم چلن نه کوي. دا ځکه چې د افغان حکومت اړیکې له هند سره سړې شوې او له پاکستان سره خورا ښې شوي. په ډهلي کې یو افغان زده کړیالانو چې هر کله به یې د هند ستاینه کوله او هغه یې د افغانستان یو ښه دوست یاداوه، او هره ورځ پر فیسبوک ترې سر ټکوي: “هند زموږ دوست هیواد دی او نور ملکونه په دوستۍ کې هدف لري، مګر داسي نه ده، افغانستان په نړۍ کې هیڅ دوست نه لري، هر هیواد چې مرسته کوي، غرض لري. هندی حکومت اوس افغان ډير زوروي، نو څنګه موږ ورته تلپاتی دوست ویلی شو.”
که هند او پاکستان په خپلو کې دښمني ولرې، دې کې د افغانستان هیڅ کار نشته، او نه هم باید افغان حکومت چا ته اجازه ورکړي چې د افغانستان خاوره د کوم چا پر ضد وکاروي. د بهرني سیاست په برخه کې باید موږ انډول وساتو، نه داسي اوسو چې د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په څير هند ته ور ډير شو، او نه هم داسي لکه اوسنی ولسمشر محمد اشرف غني و پاکستان ته ور ډېر شو، موږ هله بریالي یو چې، په ملي کچه یو بریالی حکومت ولرو او په بهرني سیاست کې د انډول ساتنې پر اصل ولاړ اوسو.
د افغانستان، پاکستان او هند د دولتونو ترمنځ شخړې روړانې دي، او لا به جریان پیدا کوي، دا د سیمي لویه لانجه ده چې، د سیالۍ ډګر یې افغانستان ګرځېدلی، نه پکې خپله د سیمې هیوادونه د اصلاحاتو او سولي لپاره جدي اقدام کوي، او نه هم د امریکا په مشرۍ سمیه کې نړیوال ځواکونه د سیمې د ثبات لپاره پخه اراده لري. په تیرو څه باندي دیارلس کلونو کې هند په افغانستان کې د عامو خلکو زړونه او دماغونه ګټلي، که هند کې له میشتو افغانانو سره بد چلن کوي، نو لیرې نه ده چې، تیره څه باندي یوه لیسزه کې ګټلي زړونه او دماغونه به وبایلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *