تاند- یوې زلزلې، چې شدت یې د ریښتر په حساب ۵ اعشاریه ۹ درجې و، د افغانستان او پاکستان ډېرې برخې ولړزولې.

د راپورونو له مخې د دې زلزلې مرکز د تاجکستان پولې ته نژدې د هندوکش په غرونو کې تر مځکې ۲۳۲ کیلومتره لاندې و.

د زلزلې ټکانونه په پلازمېنه کابل او دغه راز د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد، خیبر پښتونخوا، ګلکت، او پنجاب ایالت کې احساس شول.

دا د تېر میلادي کال له وروستۍ میاشتې (دسمبر) را په دې خوا څلورمه زلزله ده چې په سیمه کې کېږي.

د نننۍ زلزلې د مرګ ژوبلو او تاوانونو په اړه تراوسه پوري کوم راپور نه دی ترلاسه شوی خو په تېرو درو زلزلو کې د سر و ومال ډېر تاوانونه پېښ شوي دي.

تر ټولو سخته زلزله د تېر کال د اکتوبر په میاشت کې وشوه چې شدت یې د ریښتر په حساب ۷ اعشاریه ۸ درجې و او شاوخوا ۳۵۰ تنه پکې مړه او تر ۳۰۰۰ زیات ژوبل شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *