شکین ولسوالي

تاند- پاکستان وايي، د لومړي ځل لپاره د دغه هیواد پوځ او د افغانستان ملي اردو د هاټ لاین یا ځانګړې ټېلفوني کرښې له لارې له یو بل سره خبرې وکړې.

د پاکستان پوځ نن /سې شنبه/ وویل، دا پر ډیورند کرښه د دواړو هیوادونو د پوځونو ترمنځ د سږ کال په لومړیو کې له ترینګلتیا وروسته لومړی ځل دی چې خبرې کېږي.

د پاکستان د جنوبي قول اردو قوماندان برید جنرال امیر رضا او د افغانستان د ملي اردو د ۲۰۵ قول اردو قوماندان برید جنرال داوود شاه وفادار د ډیورند کرښې په اوږدو کې د موجودو مسلو په اړه خبرې وکړې او پر خپلو خبرو یې رضایت څرګند کړ.

د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دواړو جنرالانو وپتېیله چې په راتلونکي کې بیا هم دا ډول خبرې وکړي.

په وروستیو کې پاکستان هم تورونه لګوي چې د دغه هیواد وسله وال مخالفان د افغانستان له خاورې وراوړي او له حملو وروسته تښتي.

افغانستان له تېرو ۱۵ کلونو راهیسي پاکستان د افغان طالبانو په ملاتړ تورنوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *