تاند- د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پوځي او امنیتي همکاریو د زیاتېدو د خبرونو په منځ کې د پاکستان یو بل جګپوړی پوځي چارواکی نن کابل ته راغی.
د پاکستان د پوځ عمومي قومندان برید جنرال نصیر خان جنجوعه نن په کابل کې د افغانستان د ملي اردو له چارواکو سره ولیدل.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر وویل د افغانستان او پاکستان د پوځونو قومندانانو د دوو هیوادونو د امنیتي وضعیت په اړه خبرې وکړې.
د پاکستان پوځ همداراز ویلي چې دواړو قومندانانو په پولو کې د امنیتي وضعیت د ښه کولو پر وړاندیز شویو سپارښتنو هم د نظرتبادله وکړه.
تر دې مخکې د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ په پېښور کې د پاکستان د پوځ د قول اردو قومندان برید جنرال هدایت الرحمن کابل ته راغی او له افغان امنیتي چارواکو سره یې ولیدل.
افغانستان ته د پاکستان د پوځي او استخباراتي چارواکو سفرونه د دسمبر په شپاړسمه نېټه د پېښور د پوځي ښوونځي له حملې وروسته زیات شوي دي. له هغې نېټې را په دې خوا د پاکستان د پوځ لوی درستیز راحیل شریف او د استخباراتو رييس څو ځلي افغانستان ته راغلي او پر امنیتي مسایلو یې له افغان چارواکو سره خبرې کړي دي.