نجيب الله آزاد

نن سبا په رسنيو او د بعضو په کور ناستو سياسيونو توده موضوع د افغانستان او پاکستان ګډ عمليات دي.

لومړی دا چې دا ګډ نه بلکې هماهنګ عمليات دي او دوهم دا چې دا يوازې نظامي نه بلکې استخباراتي عمليات هم دي.

د روان کال د مارچ د مياشتې د لندن په درې اړخيزه غونډه (افغانستان، انګلستان او پاکستان) کې افغان دولت همدغه غوښتنه وکړه چې پاکستان دې حاضر شي ترڅو د يوه دريم هېواد (دريمګړي) تر نظارت او تصديق لاندې د ترهګرو په وړاندې مبارزه وکړي خو پاکستان دا شرط و نه مانه، اما جمهوررئیس محمد اشرف غني او د امنيت د شورا ستر سلاکار محمد حنیف اتمر پر يادې موضوع جدي کار وکړ، د دې لپاره یې ځانګړې ستراتيژي جوړه کړه او د قدرتمندو هېوادونو لکه متحده ايالات، چین او د ناټو ائيتلافي هېوادونوسره یې شريکه کړه، دوی یې قانع کړل چې پاکستان باید د دريم هېواد تر نظارت او تصديق لاندې د ترهګرو په وړاندې جدي اقدامات وکړي.

همدا لامل شو چې په لومړي ځل د متحده ايالاتونو په کانګرس، سنا او په اروپايي پارلمان کې غږونه پورته شول چې پاکستان د ترهګرو ملاتړی او تمويل کوونکی هېواد دی او نړيوال باید یاد هېواد اړ باسي ترڅو نه يوازې د ترهګرو له هر ډول ملاتړ څخه لاس واخلي بلکې د هغوی په وړاندې جدي مبارزه وکړي.

افغان دولت وړاندې تر دې چې دوه اړخيز، درې اړخيز او څلور اړخيز تعهدات ولري په وار وار یې د پاکستان ملکي او نظامي حکومتونو ته د ترهګرو د پټنځایونو، د دوی روزنیز مرکزونو او د تمویل د منابعو په اړه ۸۶ کره معلومات او شواهد سپارلي خو پاکستان نه يوازې په دې هکله بې غوري ښودلې بلکې دا معلومات او شواهد یې بې بنسټه بللي او رد کړي یې دي. د ۲۰۱۶ کال د اګست په میاشت کې د افغانستان پر امريکایي پوهنتون، د روان کال د مارچ په مياشت کې د کندهار د ولايت پر مېلمستون او تېره مياشت د ایزيدیار د زوی د جنازې پر مراسمو د بريد د پلان کوونکو دقيق ادرس چې د چمن سيمه وه افغان دولت د پاکستان پوځي او ملکي حکومتونو ته وسپارل خو پاکستان د تل په څېر دا اسناد بې بنسټه وبلل.

بالاخره د شانګهای د ناستې په څنډه کې پاکستان ظاهراً حاضر شو چې د متحده ايالاتونو او چين تر نظارت او تصديق لاندې د ترهګرو په وړاندې نه يوازې هماهنګ نظامي بلکې استخباراتي عمليات به هم کوي. او هغه طالبان چې غواړي د افغان دولت سره سوله وکړي نه يوازې دا چې د تېر په څېر به هغوی ترور او بنديانېږي نه بلکې د افغان دولت سره به د دوی په سوله کولو کې مثبت او د پام وړ رول لوبوي. د يادو تعهداتو د عملي کولو لپاره لومړی د چين د بهرنيو چارو وزير کابل ته او بيا اسلام اباد ته سفر وکړ او تر هغه وروسته د متحده ايالاتونو سناتورانو لومړی اسلام اباد او بیا کابل ته سفرونه وکړل او دا يې په ډاګه کړه چې که چېرې پاکستان دا ځلې له خپلو تعهداتو څخه سرغړونه وکړي نو د پاکستان په وړاندې به دوی خپل دریځ تغیر کړي او ښایي پاکستان به سختو ورځو سره مخ شي.

اوس اصلي خبره دا ده چې دا څه ډول هماهنګ عملیات دي؟

لومړی خو دا تبليغ چې دا ګډ عمليات چې ګواکې افغان او پاکستاني ځواکونه به يې په ګډه د ډيورنډ کرښې دواړو خواوو ته ترسره کوي غلط دی. دا ګډ نه بلکې هماهنګ عمليات دي چې د معلوماتو او اسنادو په اساس به افغان وسلوال ځواکونه په خپله خاوره او پاکستاني ځواکونه تر خپل کنټرول لاندې سيمو کې د ترهګرو په وړاندې تر سره کوي.

دوهم دا چې دا عمليات يوازې پوځي او يا هم د ډيورنډ تر کرښې محدود نه دي بلکې ډېری برخه یې استخباراتي عمليات دي چې د پاکستان او پښتونخوا په لويو ښارونو لکه کراچي، لاهور، اټک، اکوړه، نوښار، پېښور، سوات، کوهاټ، کوټه، چمن، ميران شا او واڼه کې به ترسره کېږي.

د نظامي عملياتو له مخې به پاکستان مکلف وي چې د طالبانو، داعشیانو او نورو ترهګرو چې د ډيورنډ کرښې له ها خوا افغانستان ته راځي د اکمالاتو لارې قطع کړي او د دوی پټنځایونه، ځالګۍ او دوی له منځه يوسي. او هغه طالبان، داعشيان او نور ترهګر چې د افغان ځواکونو د عملياتو له کبله د ډيورنډ ها غاړې ته تښتي پاکستان دوی ته د پناه ورکولو پر ځای باید دوی له منځه یوسي.

د استخباراتي عملياتو له مخې به پاکستان مکلف وي چې د پاکستان او پښتونخوا په لويو ښارونو کې د طالبانو، داعشيانو او نورو ترهګرو پر پټنځایونو او هغه مدرسو چې د دوی په روزنيز مرکزونو بدلې شوي عمليات وکړي او نه يوازې دا پټنځايونه او روزنيز مرکزونو له منځه یوسي بلکې د طالبانو مشران او عملياتي قومندانان به نيسي او افغان دولت ته به یې تسليموي.

پاکستان به دا ټول عمليات دوی، متحده ايالاتونو او چين ته د افغان دولت لخوا د ورسپارل شوي معلوماتو او اسنادو پر بنسټ کوي. او هغه ادعاوې چې پاکستان په تېر کې درلوې لاکن هيڅکله يې اسناد نه دي ښکاره کړي چې ګواکې بعض هغه ترهګر لکه ملا فضل الله (د پاکستان د طالبانو تحريک) او جماعت الحرار چې د پاکستان په وړاندې جنګېږي او په کونړ او د ننګرهار په بعضو ولسواليو کې پټ دي په اړه به کره اسناد او معلومات وړاندې کوي او افغان دولت به د متحده ايالاتونو او چين تر نظارت او تصديق لاندې د دغو ترهګرو په وړاندې عمليات ترسره کوي.

اوس هغه منتقدين چې د افغان دولت د دغې ستراتيژۍ او پالیسۍ چې پاکستان مو دې ته مجبور کړی چې د ترهګرو په وړاندې په مبارزه کې زموږ سره ودرېږي مخالفت کوي نو دوی په ډاګه د ترهګرو او پاکستان ملاتړ کوي او دوی باید دا خبره توضېح کړي. افغان دولت د ترهګرو په وړاندې په مبارزه کې، اصلاحات، تجارتي، اقتصادي، ترانزيتي او بهرني سياست کې هره دوهمه ورځ تاريخي لاسته راوړنې لري خو بعض ځان غوښتونکي بېځایه چغې وهي او هڅه کوي ترڅو د اولس اذهان خراب کړي نو باید اوس د پاکستان په وړاندې د افغان دولت د ستراتيژۍ د مخالفت او د ترهګرو د ملاتړ په هکله خپل دريځ توضيح کړي.

د سوکاله او پرمختللي افغانستان په هيله

2 thoughts on “د افغانستان او پاکستان ګډ عمليات/ نجيب الله آزاد”
  1. خیاط ماما! چی سل رنګه پرتوګ هم ورته وګنډی خلک عقل لری ستا پشان پردی پالی د غرب کتجاړه خواره د پردیو د ګټو لپاره د خپل دین هیواد ننګ ناموس سره
    خیانت کونکی اوس ښه په رسمیت پیژنی

  2. “اوس هغه منتقدين چې د افغان دولت د دغې ستراتيژۍ او پالیسۍ چې پاکستان مو دې ته مجبور کړی چې د ترهګرو په وړاندې په مبارزه کې زموږ سره ودرېږي مخالفت کوي نو دوی په ډاګه د ترهګرو او پاکستان ملاتړ کوي او دوی باید دا خبره توضېح کړي.”

    Mr. Najib Azad made a clear point that the Afghan-Pak agreement is not a joint operation but instead a time coordinated operation to be militarily executed mostly on both side of Durand Line. The flaw with such approach is that in order to root out a very bad three, you are cutting a few branches on the edges of Durand Line while the bad tree roots are still feed nourishment somewhere else in Pakistan. As a result mostly Pashtuns neighborhoods will be fractured or be killed on both side of the Line while the bulk of Pakistan strategic asset of fundamentalists will be untouched as usual.

    The easy solution is to dry up the fund and dismantle training centers which are all well known to all parties, but that will not happen because politics of interest are not a fair game to be played that way.

    What are the new thinking here after 16 years, other than a good PR for both side?

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *