تاند- د افغانستان ایکسپریس ورځپاڼې له چلوونکو څخه وروسته له دې پوښتنې – ګروېږنې پیل شوي چې د افغان چارواکو په وینا په یوه خپره کړې مقاله کې یې اسلام ته سپکاوی کړی دی.
د افغانستان د ملي امنیت د ریاست او د اطلاعاتو او کلتور د وزارت له لوري د افغانستان ایکسپریس ورځپاڼې له چلوونکو څخه د افغانستان د ولسمشر او اجرايي رييس په غوښتنه تحقیقات کېږي.
د چهارشنبې په ورځ په کابل کې افغان چارواکو وویل چې تراوسه پوري په دې تړاو څوک نیول شوي نه دي.
خو واشنګټن پوسټ ورځپاڼه د افغانستان ایکسپریس د یوه پخواني کارکوونکي په قول وايي چې د د دې مقالې په ارتباط څو تنه نیول شوي دي.
د ملي امنیت ریاست او د کلتور وزارت ویندویانو واشنګټن پوسټ ته د چهارشنبې په ورځ وویل چې د چا د نیولو په اړه تراوسه پرېکړه نه ده شوې.
افغانستان ایکسپریس، چې په انګلیسي ژبه خپرېږي، د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ګڼه کې د دې مقالې، چې عنوان یې و:«د طالبانو او داعش اسلام»، له خپرولو وروسته معذرت وغوښت.
د افغانستان ایکسپریس ورځپاڼې چلوونکي په یوه لیک کې ولیکل چې دا لیکنه د دوی او د اسلام د مقدس دین نظر نه څرګندوي. دوی د دې تېروتنې په خاطر ژوره بخښنه غواړي او غواړي چې ووايي، دا د دوی د پالیسۍ خلاف ده. «لطفاً تر څو چې مو حقایق نه وي درک کړي زموږ په اړه قضاوت مه کوئ.»
په لیک کې د ورځپاڼې چلوونکي خپل نوم نه و څرګند کړی ځکه چې خپل سر ته د خطر له کبله نه غواړي چې وپېژندل شي.
خو د افغانستان ایکسپریس ورځپاڼې له معذرت غوښتلو سره سره افغان چارواکو چټک او تېز عکس العمل وښود.
د دوشنبې په ورځ د افغانستان د وزیرانو شورا وویل چې دې مقالې د اسلام اصول او ارزښتونه نقض کړي دي.
د وزیرانو شورا د دې مقالې په لیکلو او چاپولو کې د لاس لرونکو پرخلاف د سختو اقداماتو امر وکړ.
ولسمشر اشرف غني احمدزي هم له یو شمېر سني او شیعه عالمانو سره په کتنه کې د دې قضیې د جدي تعقیب غوښتنه وکړه.
ښاغلي غني وویل چې دې مقالې ټولو مسلمانانو ته توهین کړی او امر یې وکړ چې د کلتور وزارت دې دا قضیه په جدي ډول وڅېړي.
د افغانستان د اساسي قانون او دغه راز د مطبوعاتو له قانون سره سم افغانان د بیان ازادي لري خو په دغو قوانینو کې ویل شوي چې د اسلام پرخلاف باید هیڅ راز لیکنه خپره نه شي.
په عام محضر کې با ید اعدام شي
ددې لیکنې لیکوال مالوم دی. وايي چې لمر په دوه ګوتو نه پټیږي. اوس خو د انترنت نړۍ ده. بس Ahmad Javeed Ahwar یا A J Ahwar ولیکئ هر څه به یې درته ښکاره شي.