بامیان

تاند، چهار شنبه، د عقرب ۲۲مه: د افغانستان، بامیان او د ایټالیا د متیرای ښار له دې وروسته سره خور و ورور ښارونه شول.

د بامیانو والي ظاهر ظهېر تاند ته د وټس اپ په یو پیغام کې وویل، نن د متیرای ښار په ښاروالۍ کې د بامیانو د ښاروال او د متیرای د ښاروال له لوري په دې اړه یو سند هم لاسلیک شول چې له مخې به یې د ایټالیا د متیرای ښار او بامیانو تر منځ د خورولۍ او ورورولۍ اړیکه پالل کېږي.

نوموړی وايي، په دې مراسمو کې ورسره د متیرای والي هم ګډون کړی و چې له مخې به یې ایټالیا راتلونکي کال کې د فرهنګي راکړې ورکړې تر څنګ د بامیانو د تاریخي ابداتو، اثارو او ضحاک څلویښت برجه کلا د رغولو په برخه کې هم مرسته کوي.

د دې تړون له مخې به ایټالیا د افغان ځوانانو لپاره د زده کړو تر څنګ د کار زمینه هم برابروي او په بامیان پوهنتون کې به د لرغونپوهنې پوهنځی هم پرانیزي.

ښاغلی ظهیر وايي، ایټالیا په بامیانو کې د پراختیايي پروژو مهم ملاتړی هېواد دی چې تر دې دمه یې د بامیانو د حلقوي سړک او غلغله پارک په جوړولو کې پراخه مرسته ورسره کړې ده.

د یادونې ده چې متیرای هم د ایټالیا یو لرغونی ښار دی چې په ۲۰۱۹ کال کې د اروپايي ټولنې نوې فرهنګي پلازمینه وټاکل شوه او دا ښار له بامیان سره ډېر شباهتونه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *