د اچی د افغانستان بانک، د افغانستان مرکزی بانک دی او د مهمو وظایفو څخه یی د افغانی ثبات او د بانکی سکتور څارنه ده او همداسی د ملک په مالی برخه کی مهم رول لوبوی، خو دا چی متاسفانه دی مهم مرکزی بانک ته اول یو داسی کس را معرفی شوی چه هغه باندی شخصا ډیری خبری نه کوو چه څومره لیاقت،تحصیل، تجربه،پوهه او عمر لری او همدارنګه دپاکی قیصی خو یی ټولی دنیا ته څرګندی دی؟ راځو دبانک په یوڅو آمرینو خبری کوو چه مطلقه دغلا ترڅنګه د متعصبینو ډله ده، او د افغانستان بانک یی ورځ په ورځ خرابیدو اړخ ته روان کړیدی، او دبانک رئیس دشوری دوکیلانو په نوم او استیضاح څخه دخلاصون په نوم تهدیدوی او خپل ناروا کارونه پری سرته رسوی چه دلته یو څو بیلګی وړاندی کوو او قضاوت تاسی ته پریږدو:
دبانک دتشکیل اود مقرری حکمونه درئیس څخه په پغمان کی په میلو کی اخلی اوبیا یی په بانک کی تطبیقوی،دبانک ټول مامورین ددی شاهد دی. کله داسی هم راځی چی پغمان کی حکم ورکړی وی خو بیا ترینه بیرته د افغانستان بانک کی وګرځی او بل حکم ورکړی ان داسی هم پیښ شوی چه یو موضوع کی د دریو څخه زیات نقیض حکمونه ورکړی
ددی ډلګی فعاله غړی وحید الله عارفی چه ددی په حکم معاون دمشاوریت حقوقی وه اما دانجنیری څخه فارغ دی،نو پدی نه پوهیږو چه دحقوقو او انجنیری رابطه څه ده او همدارنګه وروسته معاش پنځوس زره افغانیو څخه دوه نیم لکه افغانیو ته ورسوه او وروسته آمر عمومی دمالی استخباراتو مقرر کړه. بل غړی یی علوی دی چه پخوا د رئیس مشاور و او اوس د سیاست پولی عمومی آمر دی.ددی دتحصیلاتو مرجع ایران دی او دسفارت سره نږدی اړیکی لری، او بل مصطفی مسعودی چه مخکی دمالی استخباراتو امر، دولسم صنف فارغ او دجمهور رئیس په حکم لری شو چه بیا دجاسوسانو په سفارش په پنځه زره ډالر معاش مقرر شو. راځو دغلا اصلی مهره، چاچه په لکونه ډالر په مختلفو نمونو دبانک څخه وښکلی چه تفصیل یی بیا وروسته وړاندی کوو. ډلګی خو یی خورا غټه او مخ په چټکیدو ده ځکه چه د نوموړی او دهغی د فعالو غړو د افغانستان بانک کارونو ته دومره توجه نده لکه څومره یی چه د خپلی ډلی پراخیدو او د پښتنو ځپلو ته ده په هیره دی نه وی چه بانک ۲۳ آمریتونه لری چه اوولس یی دیو قوم دی او همدارنګه ددی آمریتو معاونین هم دیو قوم څخه دی، بانک کی دملی ترکیب په نوم څوک کوم څیز نه پیژنی.. دا و د بانک دملی ترکیب په اړه مجمل معلومات د ډلګی په بارکی په راتلونکو لیکنو که به په هر آمریت او هغی کی چه څه ظلمونه روان دی او څومره مختلفی هواګانی پکښی چلیږی په هغی بحث کوو تر څو پوری د افغانستان مظلوم ملت د افغانستان بانک پر حقایقو باندی خبر کړو، او په عین حال کی د افغانستان اسلامی جمهوریت رئیس حامد کرزی او د هغه د لومړی او دوهم مرستیال څخه د ا غوښتنه کوو چه د افغانستان مظلوم ملت په حال باندی ورحمیږی او د افغانستان مرکزی بانک ته د مرکزی بانک په حیث وګوری او هر وخت یی لټنه او پوښتنه وکړی تر څو مالی سکتور په درسته معنی په خپو ودریږی او همدارنګه ددواړو شوراګانو څخه په جدی توګه غوښتنه کوو چه تاسو او خدای جل جلاله چه دلاوری صاحب ته تاسی په کوم اساس رایه ورکړی ده او ایا د هغه کارونه ارزیابی کوی او که نه؟ د ا د افغانستان بانک دی او که د شمالیانو یو ټولنه ده…. نور بحث په راتلونکو لیکنو کی.