تاند- د افغانستان بانک په هیواد کې «د افغانستان اسلامي بانک» په نوم یوه بانک ته د فعالیت جواز ورکړ.

د دغه نوي بانک چارواکو رویټرز خبري اژانس ته وویل چې د افغانستان بانک، وروسته له دې د فعالیت جواز ورکړ چې دوی خپل بیلانس شیتونه او نور شرایط پوره کړل.

په اسلامي بانکولۍ (بانکدارۍ) کې ګټه او تاوان شریک دی او اوس هم د افغانستان اکثره بانکونه د خپلو مشتریانو د غوښتنې په صورت کې د ګټې او تاوان د شراکت معامله کوي خو دا به لومړنی بانک وي چې سود به نه ورکوي.

په نورو اسلامي هیوادونو کې هم دواړه سیستمونه شته او کسان د بانک سود غیراسلامي نه ګڼي ځکه چې د دوی په باور بانک د مجبوریت له مخې چا ته سود نه ورکوي. د دوی په باور د بانک له لوري چا ته د سود تر ورکولو مهمه دا ده چې بانک د خلکو په پیسو څه ډول کاروبار کوي.

خو ټول له دې نظر سره موافق نه دي.

د افغانستان اسلامي بانک وايي چې په دې بانک کې د خلکو په ساتل کېدونکو پیسو به هغه کاروبار نه کوي چې د اسلام د اصولو خلاف وي.

دې بانک تراوسه پورې د باختر بانک په نوم فعالیت کاوه او د تېر کال تر دسمبر پورې یې ۱۸۷ ملیون ډالره پانګه او ۵۹ څانګې لرلې.

د دې بانک چارواکي هیله لري چې په راتلونکو دوو کلونو کې به خپل عاید دوه برابرو ته زیات کړای شي.

د افغانستان د اسلامي بانک د مسوولانو له اټکل سره سم په سلو کې یوازې ۵ اعشاریه ۷ افغانان له بانکي خدماتو استفاده کوي.

د افغانستان بانک په ۲۰۱۵ م کال په هیواد کې د اسلامي بانکولۍ اصول وضع کړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *