تاند نیوز ډېسک: د افغانستان بانک رئیس له څلور کلنې دندې اجرا کولو وروسته وروسته په کور کېنول شو.
که څه هم د افغانستان بانک ویاند ایمل عاشور وایي، خلیل صدیق د شخصي ستونزې او ناروغۍ له وجې استعفی کړې ده خو د افغانستان بانک یوه باوري سرچینه د نوم نه ښودلو په شرط تاند ته وایي، له خلیل صدیق څخه د افغانستان بانک او افغاني اسعارو د وروستي وضعیت د نه مدیریت له کبله د استعفا غوښتنه شوې ده.
دغه سرچینه زیاتوي، حکومت له خلیل صدیق څخه په دې ناراضه دی چې نوموړي د افغانستان بانک او افغانیو لپاره د پولي سیاست او پالیسیو په جوړولو او پلي کولو کې پاتې راغلی دی.
سرچینه وایي، خلیل صدیق د روانې میاشتې په ۱۸ مه ارګ ته خپله استعفا وراستولې او سمدستي یې منظوري هم راغلې ده.
دا په داسې حال کې ده چې کله خلیل صدیق پر ۱۳۹۴ کال د افغانستان بانک رئیس شو د یو ډالر بیه ۵۷ افغانۍ وه او اوس چې له دندې ایسته شوی یو ډالر ۸۰ افغانیو ته رسېدلی دی.
له همدې کبله پر خلیل صدیق او اداره یې په وروستیو کې سختې نیوکې وشوې چې نوموړي نه هم د ډالرو قاچاق بند کړای شو نه یې هم د افغانیو د ثبات لپاره لازم پولي سیاست غوره کړ.
د تازه راپورونو له مخې یوازې تېر کال له افغانستانه ایران ته ۱ ملیارد ډالر قاچاق شوي دي.
سرچینې وایي دا تر ډیره هغه ډالر دي چې د افغانستان بانک به د افغانیو د قیمت د ثابت ساتلو په نوم هره اوونۍ څو مشخصو صرافانو ته لیلامول.