تاند- د افغانستان بانک چارواکي وايي، په بازار کې د افغانیو د تبادلې د اوسني سیستم لپاره یو متبادل پروګرام پیلوي.

د دوی په وینا اوس هر کال ۵ ملیارده افغانۍ د دې لپاره سوځوی چې تر اندازې زیاتې زړې شوي وي او نور ورڅخه کار نه شي اخیستل کېدای.

د افغانستان بانک غواړي چې د افغانیو د ژر زړېدو د مخنیوي لپاره د انترنیت له لارې د پیسو د انتقال پروګرام دود کړي.

د افغانستان بانک ویندوی ایمل عاشور وايي، هڅې روانې دي چې د پیسو د تبادلې او راکړې ورکړې اوسنی سیستم

د انترنیت له لارې په الیکترونیکي تبادلې واړوي.

د افغانستان بانک له اټکل سره سم له ۲۰۰۵ څخه تراوسه پوري ۴۰ ملیارده افغانۍ سوځول شوي دي چې دا په خپله د افغانستان لپاره یو لوی اضافي مصرف دی.

سره له دې چې په لوېدیځو هیوادونو کې پیسې د افغانستان په شان ژر نه زړېږي ځکه چې پیسې خلک د پیسو پاک ساتلو ته خاص پام کوي، خو بیا هم اکثرو لوېدیځو او نورو پرمختللیو هیوادونو د پیسو د زړېدو د اضافي مصرف د کمولو لپاره یې له یوې خوا کریدت او سیفینګ کارتونه عام کړي او له بلې خوا د سویډن په شان یو شمېر هیوادونه حتي غواړي چې دا ډول کارتونه د چاپ شویو بانک نوټونو ځای ناستي کړي.

کاناډا بیا له داسي موادو بانک نوټونه جوړ کړي چې نه په اسانه څیري کېږي او نه ګونځي کېږي. د خیرینېدو په صورت کې پاکېږي هم.

One thought on “د افغانستان بانک د کال ۵ ملیارده زړې افغانۍ سوځوي”
  1. دزړو او یا څیری شویو بانکنوټونو سوځول کومه نوی خبره نده. دا کار کیدی شی دغلطی استفادی زمینه برابره کړی. اوله بله پلوه اقتصادی زیان هم دی، دولت او په تیره افغانستان بانک ته پکار ده چی د دی کار تر څنګ نور تدابیر هم ونیسی چی یو دهغوڅحه اعلان وکړی چی څیری شویواو پر هغه نوټونوچی لیکل او یا هم رسم پری کاږل شوی وی د چلند وړ نه دی نو بیا یی نتیجه وګوری. موږ په حپله ګټه ډیر ښه پوهیږو خو متاسفانه ملی احساس مو ډیر ضعیفه دی. زه په هران کښی یم دلته داسی نوټونه چلیږی چی صرف د رنګه دپیژندلو وړ دی او له امکانه لیری نه ده هغه نوټونه چی د سوځیدو په موخه له بانکه ایستل شوی شاید سیلی [باد] دلته راوړی وی!!! .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *