لوی افغانستان اونیزه له څو میاشتو راهیسې فعلیت کوي چې د ښه ډیزاین د ښه کیفیت او د ښو مطالبو په خپرولو یې په کم وخت کې د ډېرو خلکو په زړونوکې ځای موندلی دی، لوی افغانستان اونیزې په دې وروستیو کې د افغانستان بانک په اړه یو څو مقالې خپرې کړې چې اوس اوس خبریږو د افغانستان بانک د لومړي مرستیال یاور ورته ګواښونه کړي چې ولې یې د افغانستان بانک په اړه داسې لیکنې خپرې کړي دي دا دوه ورځې چې مې ولیدل له پوښتنو ورسته مې د لوی افغانستان ټول کلیکسون له سترګو تیر کړ او دافغانستان بانک په اړه مې ټول مطالب ولوستل خدای شته چې هیڅ داسې څه مې تر سترګو نه وشل چې موږ دې د لوی افغانستان اونیزې چلونکي ورباندې ګرم کړو هره لیکنه یې مستنده لیکنه وه شواهد او حوالې ورسره خپرې شوې وې یوه لیکنه (تعصب دې ورک شي) د افغانستان بانک چاپي خپرونه نقد کړې ده چې لیونی یې هم ولولي نو افرین به و رباندې وایی، رښتیا هم دافغانستان بانک چاپي خپرونه (بانک) بیخې له پښتو تشه ده په ۱۴ مقالوکې یې ۳ یا۴ لیکنې پښتو او داسې نه ده چې په یوه ګڼه کې بلکې ټولې یې داسې دي، نو دا خو د رسنیو حق دی او دا خو د دې مبارزینو حق دی چې په اړه یې خپل غږ پورته کړي. نورې لیکنې چې د افغانستان بانک په اړه وې هغه هم مستندې وي له ځينو سره اسناد خپاره شوي و او ځينې یې د افغانستان بانک په ډيټافیس باندې حواله ورکړې وه او لیکنې د لیکوالو دي او لوی افغانستان په خپل مخ باندې لیکلي دي چې لوی افغانستان اونیزه یوازې د سرلیکنې ننګه کوي نورې لیکنې په لیکوالو پورې اړه لري. دا خو دخپلواکو رسنیو حق دی همدې ته خپلواکه ناپیلې رسنۍ وايي چې د هیچا خیال ونه ساتي هرڅه ته پرحقیقت باندې برتري ورکړي هغه څه خپاره کړي چې حقیقت وي که چېرته حقیقت ویل ګناه وي نو بیا سمه ده دا ګناه د لوی افغانستان اونیزې کړې ده که نه وي نو بیا ګواښ څه معنا؟ زه د یوه لیکوال په توګه د افغانستان بانک ټوپکماروته وایم، اوس هغه وخت نه دی چې تاسې دې له یو چاسره د ټوپک د شپېلۍ په ژبه له چاسره خبرې وکړئ نن ورځ خبره د منطق ده موږ د لوی افغانستان د اونیزې له چلونکو څخه په نره ملاتړ کو او دا هم خان افضل ته په ښکاره وایو چې وروره له تانه مو داتمه نه وه، چې دې دخپل یاور جاوید په خوله دلوی افغانستان اونیزې د امتیاز څښتن حیران وګواښې ځکه چې ته حیران ښه پيژنې چې هغه څوک دی او څه کوي زه ځکه ستا ننګه نه کوم زه ځکه د حیران ترشا ودریږم چې ته خپل جیب او خپل خپلوانو ته کار کوې او د خپلو چوکۍ د ساتنې لپاره هرډول موضر احتیاط کوې خو حیران چې له کومې ورځې نه پیژنم خپل ولس او ګران هېواد ته مبارزه کوي دلته چې هرډول لاریونونه شوي غونډې کیږي کله هم چې څه خبره شوې حیران یې په لومړۍ لیکه کې ولاړ دی خو تا خدای بښلي دومره هم نه دي کړي چې حیرن غوندې ځوانانو تا شاباس ووایې او ملاتړیې وکړې ته یې لاګواښې، حیران بې څوکه نه دی موږ غوندې ځوانان یې ترشا ولاړ دی زه حیران صاحب ته وایم چې خپلې مبارزې ته دوام ورکړه موږ او موږ غوندې نور ځوانان درسره دي انشاءالله موږ به درنه خپل سرونه نظرانه کو، هیڅوک نشي کولی لوی افغانستان اونیزې چلوونکو ته ګواښ وکړي لوی افغانستان اونیزه یوازې دحیران نه بلکې د ټولو افغانانو اونیزه ده موږ یې ترشا ولاړ یو او موږ به خپل ځواب هغه لته وښایو چې د ګران حیران یوه ويښته ته هم زیان ورسیږي حیران نه میې هیله دا ده چې خپله موضوع لوی څارنوالۍ سره او همدارنګه ټولو امنیتي ارګانونوسره شریکه کړي او په پای کې بیا هم ورته وایم چې ډاډه اوسه جهاد مو ادامه وکړۍ موږ درسره یو او همدارنګ له ټولو ځوانانو مې هیله ده چې د لوی افغانستان د اونیزې ننګه وکړي او ترڅنګ یې ودریږي. رقیبان به اور لوړوني د تنور کړم.

One thought on “د افغانستان بانک ټوپکماران/ ضیاء الحق ارین”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *