ګرانه بابا جانه ! پس له ډیره اوږده انتطاره ستاسو راتګ راته له اختره کم نه دی ،ځکه زه چې هر سهار دفتر ته ځم   له په فسادګرو غلو سره مخامخیږم چاره نلرم خو بیا هم ستړي مشي ورسره کوم .افغانستان بانک د ټولوهيوادوالو بانک دی ،زیرمه يې د ټول هيواد زیرمه ده نه د يو څو غلو او فسادګرو چې په ډيره بې رحمه توګه خپلو کې سره ویشي ،د افغانستان د اساسي قانون پر اساس د افغانستان بانک په خپلو معاملاتو کې خپلواک دی خو دا په دې مانا نه دی چې څوک يې مشر شو د هغه بانک دی .

بابا ! ته په خپله مسلکي شخص يې ،تاته معلومه ده چې مرکزي بانک د هيواد په اقتصاد کې څومره رول لري . زه نه غواړم چې د مرکزي بانک د ارزښت په اړه تاته تشریح درکړم ځکه ته پوهيږي يوازې د هغه فساد په اړه چې په دې بانک شتون لري معلومات درکو�� او هغه خلکو چې دا بانک چور کړو نومونه او دندې درته وښایم . ته پوهيږی چې که د يو هيواد مرکزي بانک سم وي نو ټول مالي سیستم يې سم وي او که خدای مکړه لکه زموږ غوندې وي نو هر لحاظه د هيواد له اقتصادي ناروین سره مخامخيږي زما له تا څخه همدا يوه هیله ده چې دفساد په وړاندې مقابله له همدې ځایه پيل کړه اسناد له لیکنې سره مل دي که نورو اسنادو ته اړتیا بیا یې هم زه درکوم ځکه د زه د بانک د هر مامور په اړه سند او پوهه لرم .

دلته د پيسو د چور لپاره ډیرې ښې لارې جوړې شوي دي   دامتیاز په نامه ،د تخصص په نامه زه حیران دې ته یم چې یو شخص له دولسم ټولګي فارغ دی هغه په څه کې تخصص لري چې پينځو زرو افغانیو څخه را نیولې تر هغې پورته د تخصص په نامه معاش اخلي . ځکه د افغانستان د پوهنې سیستم خو ټولو ته معلوم دی بیا که وګورو اکثره د څانګو مشران دولسم پاسان دي د هغوی لاس لاندکسان ټول مسلکي او یا حداقل ليسانسه دي .

يو شخص چې له دولمسه فارغ وي هغه څنګه کولی شي د ټولو بانکونو د نظارت دنده تر سره کړي .

د لومړي مرستیال اسناد تر اوسه ارزيابي نه دي دا څنګه امکان لري ؟

چا په کې خپل د اسنادو ځایونه خالي پريښي .

په بانک يوه مقرره ده چې دولس پاس ته دوه زره پينځه سوه افغانۍ تحصیلي معاش ورکوي ،لیسانسه ته پينځه زره افغانۍ ، ماسټر ته اوه زره پينځه سوه افغانۍ تاسو وګوری چې د ډیرو امرینو تحصیلي امتیاز د لومړي مرستیال په شمول د دولس پاس یانې  دوه زره پينځه سوه افغانۍ دی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *