د افغانستان برښنا شرکت

تاند- د افغانستان برښنا شرکت وايي چې په هرات کې یې د موبایل په وسیله د میترونو د لوستلو کار بشپړ کړی او ژر به یې په پلازمېنه کې هم عملي کړي.

د افغانستان برښنا شرکت نن /یکشنبه/ اعلان وکړ چې د موبایل ټېلفون په وسیله د (Spot Metering) په نوم د میتر لوستلو پروګرام یې د هرات برښنا په حوزه کې، چې د هرات ښار پنځلسګونې ښاري ناحیې او ولسوالۍ پکې شاملې دي او نژدې دوه نیم لکه مشترکین لري، تطبیق کړی دی.

د افغانستان برښنا شرکت وايي چې د سپاټ میترینګ یا د موبایل په وسیله د میترلوستلو پروګرام به ژر په پلازمېنه کابل کې هم تطبیق کړي.

دا شرکت وايي چې د موبلایل په وسیله د میتر لوستلو د سیستم تطبیق د شفافیت په راوستلو کې زیاته مرسته کوي او ورسره په یو وخت پر کاغذ د بیلونو د لېږلو اضافي لګښت کموي.

د افغانستان برښنا شرکت همداراز وايي چې دا الیکترونیکي سیستم په بیل کې د ناسمو ارقامو د لیکل کېدو او د وخت د ضایع کېدو مخنیوی کوي.

2 thoughts on “د افغانستان برښنا شرکت په پلازمېنه کې د موبایل په وسیله د میتر لوستلو سیستم پیلوي”
  1. د بریشنا بیل په عوض (د بریشنا لگشتلیک)او د اوبو بیل په عوض (د اوبو لگشتلیک ) او د گاز بیل په عوض ( د گاز لگشت لیک )وکاروول شی نو د خپلی ژبی لپاره به ستاسو د رسنیو لخوا یو ستر خیزمت وی. لکه د کرکیت بورد واله چی : لوبدله ،لوبغالی،لوب ساری،لوبدلمسر او نور رواج کرل اوس یی هر پشتون په لوبو کی کاروی.مننه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *