د افغانستان برښنا شرکت

تاند- په ننګرهار ولایت کې د افغانستان د برښنا شرکت ۱۳ کارکوونکي له ۸ ورځې برمته توب وروسته وژغورل شول.

وسله والو طالبانو په ننګرهار کې ۸ ورځې وړاندې د برښنا شرکت ۱۳ تنه عادي کارکوونکي تښتولي ول.

د ننګرهار د والي ویندوی عطاالله خوږیاڼي نن /یکشنبه/ وویل، د برښنا شرکت دا ۱۳ کارکوونکي د قومي مشرانو او د سیمې د اوسېدونکو په هڅو او منځګړتوب خوشي او له خپلو کورنیو سره یوځای شول.

وسله والو طالبانو تر دې پخوا هم په ځلونو د برښنا شرکت کارکوونکي تښتولي، د برښنا ستنې یې نړولي او د ښارونو او کلیو ترمنځ یې برښنا پرچاو کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *