د مې ۱۸مه د موزیمونو له نړیوالې ورځې سره برابره ده. دغه ورځ له ۳۷ کلونو راهیسې، هر کال نږدې په ټوله نړۍ کې لمانځل کیږي، خلک موزيمونو ته ځي او د هغه په ارزښت ځان خبروي.
له دې ورځې کېدای شي يو هدف دا وي، چې خلک له تېرو تاريخونو خبر شي او دغه څه ته ارزښت ورکول، ګويا چې تاريخ ته ارزښت ورکول او هغه ته په درنه سترګه کتل دي.
انسانانو په نړۍ کې له خپل پيدايښت سره سم د ژوند د دوام لپاره د خوراک، څښاک، پوښاک، استوګنځي او نور اړتيا وړ څيزونو په تر لاسه کولو کې اقدام کړی او لومړني ابزار، وسايل او لوازم يې جوړ کړي او خوندي کړي دي.
افغانستان چې د انسان د لاس ۵۰ زره کلنې نښې نښانې پکې دي، تر اوسه يې ډيری برخې لا نا سپړلي پاتي دي، خو هغه څه يې چې را سپړل شوي او په پخوا وختونو کې خوندي شوي، هغه يې د بېلابېلو واکمنيو پرمهال چور شوي او يا هم مات شوي او ويجاړ شوي دي.
د افغانستان ملي موزيم يو له هغو موزيمونو دی، چې تر ګردو د بډايه موزيم په نظر ورته کتل کېدل او د نړۍ د موزيمونو په نوملړ کې يې ځای لرلو.
د افغانستان ملي موزيم په ١٢٩٧ کال د باغ بالا په ودانۍ کې د عجايب خانې په نامه جوړ شو، چې لومړى ځينې زاړه حربي وسايل، د جهاد بيرغونه، لاسي کارونه، د قران کريم او تفسير خطي نسخي او نادرکتابونه په کې راغونډ شوي وو، خو شپږ کاله وروسته دا آثار له باغ بالا نه د ارګ د باغچې کوټۍ ته ولېږدول شول، نور آثار يې ورسره يو ځاى کړل.
١٣٠٧ کال په کورني اړو دوړ کې د موزيم يو شمېر مجسمې د حبيب الله کلکاني په امر ماتې، يو شمېر آثار يې چور او يوه برخه يې پاتې شول.
د هېواد تر ژغورنه وروسته په موزيم کې پاتې آثار په دارالامان کې په يوه ودانۍ کې تنظيم شول او له دې سره موزيم په ښه ډول ترتيب شو؛ آثار يې په تاريخي دورو ووېشل شول او د سکو، مجسمو، ډبرليکونو او نورو هغو لپاره بېلا بېلې خونې وټاکل شوې او د کابل موزيم نوم پرې کېښودل شول.
په ١٣٣٦ کال کې موزيم له يونسکو سره تړون وکړ او کابل موزيم د نړيوالو نورمونو په رڼا کې له سره تنظيم شو او هم د موزيم ګڼ آثار په نړيواله توګه ثبت شول. په ١٣٥٣ کال کې موزيم نور هم انکشاف وکړ او ځانګړې پاملرنه ورته وشوه. د موزيم تر جوړېدو وروسته د هېواد په بېلا بېلو برخو کې تاريخي کيندنې وشوې او د هېواد له بېلا بېلو برخو نه تاريخي آثار کابل موزيم ته ور وړل شول او هم په ځينو ولايتونو کې منقول او غير منقول موزيمونه جوړ شول. د دغو موزيمونو په ډله کې په غزني کې يو منقول او بل د سردار غونډۍ غير منقول موزيم، دکندهار موزيم، د هرات موزيم، د ميمنې موزيم، دبلخ موزيم، د باميان غير منقول موزيم، د ننګرهار د هډې غير منقول موزيم او ځينې نور واړه هغه رامنځته شول.
د کابل د ملي موزيم زيانونه هغه وخت پيل شول، کله چې روسانو حفيظ الله امين ته وويل، چې موزيم له دارالامان نه ارګ ته ولېږدوي او دوی غوښتل دى له ارګ نه دارالامان ته وليږي، چې په دې وخت کې د موزيم ډير نفيس او قيمتي آثار په ډېر بېړني ډول بي ځايه شول، چې په دې ترڅ کې يو شمېر نفيس آثار مات شول او يو شمېر قيمتي آثار غلا شول.
په ١٣٥٧ لمرېز کال د افغانستان ملې موزيم د طلا تپی د اثارو په ګډون يوازې د نندارې لپاره په خپلو ويترېنونو کې تر سل زره زيات اثاردرلودل، په داسی حال کې چې په لسګونو زره نور ارزښتمن اثار يې په خپلو اړوندو زېرمه ځايونو کې ساتلې وه. د جګړو په کلونو کې دافغانستان ملې موزيم په سلو کې ٧٥ ارزښتمن اثار چې د وړاندې کالونو په ترڅ کې راټول او تر ﻻسه شوي وو، چور تالا او له منځه يوړل شول.
د طالبانو د واکمنۍ پر مهال هم منقولو او غيرمنقولو موزيمونو زيانونه وليدل، داسې زیانونه چې نه جبرانېدونکي دي.
د هر واکمن د واکمنۍ پر مهال دغه ارزښتمن اثار په بې رحمۍ سره تر تورو بازارونو پورې ورسول شول او هر واکمن په لرغونو اثارو زړه ونه سوځاوه.
په تورو بازارونو کې د مافيا له لوري پلورل شوي اثار اوس د نړۍ په نامتو موزيمونو کې نندارې ته اېښودل کېږي او د نړۍ د وياړ او د هغوی د لاسته راوړنو نښې نښانې بلل کيږي.
تر ډېرو ناخوالو وروسته په دې وروستيو کې ملي موزيم ته پاملرنه شوې او دغه پاملرنه کېدای شي، د ياد موزيم د رييس عمراخان مسعودي له لوري شوې وي.
دی هغه کس دی، چې د جګړو په کلونو کې يې تر خپلې وسې د موزيم له اثارو ساتنه کړې ده.
دې موزيم ته تر اوسه پخوانی برم نه دی راګرځېدلی، خو تر يوې کچې پکې کار شوی، د پخوانۍ ودانۍ ترڅنګ ورته نوې او د موزيم په اوسنيو معيارونو برابره ودانۍ جوړه شوې ده.
په تېرو کلونو کې يې په بهر کې زيات اثار په ځانګړې توګه د طلاتپې هغه په نړيوالو نندارتونونو کې اېښودل شوي، چې ميليونونه ډالر يې د نندارې له لارې د افغانستان خزانې ته عوايد راغلي دي.
ددې ترڅنګ اوس مهال په افغانستان کې د موزيم مينوال پيدا شوي، د پوهنتونونو د محصلينو ترڅنګ ورته د د ښوونځيو زده کوونکي او يوشمېر کورنۍ ورځي، ننداره يې کوي او معلومات ترې راټولوي، خو له ټولو سره سره، دغه موزيم ته بهرنيان هم ورمات دي، چې د نور څه ترڅنګ يې اوس اوس د دولت خزانې ته يوه اندازه عايد له دې درکه ورځي.
په دې برخه کې له يونسکو بايد غوښتنه وشي، چې له افغانستان وتلي لرغوني اثار بېرته ورته را وګرځوياو په کور د ننه له هغو افراو غ��ښتنه پکار ده، چې تر لاسه کړي افغاني لرغوني اثار موزيم ته ستانه کړي.
له افغان حکومت غوښتنه داده، چې له هېواده په پټه قاچاق کېدونکي لرغونو اثارو د مخنيوي لپاره خپل ټول توان په کار واچوي او هغه ډول يې مخه ونيسي، لکه څومره چې ورته اړتيا ده.
له دې خاورې نه د هر لرغوني اثر ايستل د تاريخ د يوې پاڼې پرې کولو او سوځولو مانا ورکوي، خو حکومت، په ځانګړې توګه د اطلاعت او فرهنګ وزارت او امنيتي ارګانونه بايد په دې برخه کې ريښتيني او کوټلي ګامونه اوچت کړي.