پوهندوی آصف بهاند
ویل کېږي چې د افغانستان په ځینو سیمو کې د بهرنیانو او طالبانو تعلیمي نصاب تدریسېږي، زه دا د افغانستان د نوي نسل د روزلو په برخه یوه لویه او اساسي ستونزه گڼم. ما پخوا هم د معارف د تعلیمي نصاب او اړوندو ستونزو باندې خپل نظریات د مقالو په لیکلو او خپرولو سره څرګند کړي وو، خو هغو ته نه یوازې پاملرنه و نه شوه، بلکې په لوستلو باندې یې هم ښايي چا خپل وخت نه وي ضایع کړی.
یو وطن، څو تعلیمي نصابونه، چپرې دولتي، چېرې پاکستاني، چېرې امریکايي، چېرې طالبي او چېرې…
خوار زدکوني بد اقتصادي حالت او په یو وخت کې څو ډوله د ښوونځي یونیفورم، پاک ذهنه شاگردان او څو ډوله درسي کتابونه، جلا فکرونه او…
وا وا وطن، نوی نسل به ډېر ښه وروزل شي.
زما د یادو مقالو له ډلې نه په یوې مقالې کې چې سرلیک مې ورته «نوی تعلیمي نصاب، نوې ستونزې او د چارواکو دریځ» ټاکلی و، د تعلیمي نصاب او ورسره اړوندو ستونزو په هکله داسې راغلي دي:
«… د ۱۳۹۶ ام کال په حمل کې مې په کابل کې یو فرهنگي دوست هیله را نه وکړه چې د معارف وزارت یو لوړ پوړی چارواکی غواړي درسره وگوري، هغه د ډیرو کاري مصروفیتونو په وجه نه شي کولای چې بل چیرې دې وگوري، هیله داسې ده چې ته به، معارف وزارت ته، د ده د کار دفتر ته ورځې. ما ومنله او د چارواکي له لوري په ټاکلي وخت ورغلم. سکرتر یې پرته له دې چې پاس وگوري، راته وویل:
ــ څه غواړې؟
ــ ښاغلي راغوښتی یم،
ــ هغه وخت نه لري،
ــ زه ده خپله په همدغو بجو او ساعت راغوښتی یم او…
ــ هغه په مجلس کې ناست دی،
ــ ته کینه، انتظار وباسه!
زه هم څو شیبې کیناستم، خو ښاغلی رامالوم نه شو، له ځان سره مې وویل چې سړی به مصروف وي، وعده به یې هیره وي، ځه په خپل کار پسې دې. له وزارت نه په وتو وم چې په دهلیز کې په مخه راغی. بیرته یې دفتر ته بوتلم او په ډیر حق په جانبه لهجه یې راته کړل چې مصرف وم.
دې ښاغلي ته زما د زدکړو او کاري تجربې کچه مالومه وه او زما د لیکنو په باب یې هم پوره مالومات درلود. ورسره کیناستم، راته وې ویل:
«موږ غواړو درسي نصاب ته نوې کتنه وکړو، ته له موږ سره مرسته وکړه او…»
ما هم د زړه له کومې او په مینې سره د مرستې وعده ورسره وکړه او ورته و مې ویل:
ــ کله، چیرې او څنگه مرسته؟
ــ ده قلم، کاغذ را واخیستل، زما ایمیل او تیلیفون یې یادداشت کړل او وې ویل چې بیا غږ درباندې کوم. دا دی یو کال نه لږ ډیر وخت اوښتی، خو ښاغلي تر اوسه غږ نه دی کړی.
زما له نظره تر څو چې د یوې ټولنې نوی نسل، په نوې او عصري بڼه ونه روزل شي، د هغې ټولنې او هغو خلکو ژوند به همداسې وي لکه زموږ د ټولنې او خلکو روان ژوند. نوره مو خوښه! ښايي زه به تیروتی یم.»
سره له دې چې اکثریت هېوادوال هیله لري او ځینې مدني او خیریه ټولنې عملاً دې ته کار کوي چې په ټول هېواد کې تعلیم عام کړي او په هر ښار او لا هر کلي کې ښونځی جوړ کړی چې یوه ډېره عملاً فعاله مدني ټولنه د قلملار ټولنه ده. د دې ټولنې فعالین ښار په ښار او کلي په کلي گرځي، څو تړلي ښونځي پرانیزي او د کتابتونونو په پرانستلو سره د سواد او پوهې کچه عامه کړي. دغه یې د ۲۰۱۹ کال د سپتمبر د اومې نېټې یو پوست دی چې په ښکاره یې لیکلي دي چې ښوونځي ته تګ د ډېرو ستونزو د حل ډېره ښه او وړیا نسخه ده:
«له جګړي د خلاصون لاره،
د سولي او پرمختګ لاره،
له نړۍ سره د سيالۍ لاره،
د يو ودان افغانستان لاره،
نن يي وخت دی، په خپل کور کلي او سيمه کي کمپاين وکړئ چي يو ماشوم هم له زده کړو پاتې نسي.
دا د هر فرد مسوليت دی.»
خو که یې د افغانستان دوښمنان او زموږ خپل ټوپکیان ارامه پریږدي.
د افغانستان په ښونځیو او تعلیمي نصاب کې اوس نویو ستونزو سر راجگ کړی دی: اول ښوونځی نه وي، چې د ښوونځی او ښونکي په نامه څه پیدا شي او کار پیل کړي، بیا د جنسي تېري او بیلابیلو زورونو ستونزې رامنځته کېږي، وروسته له دې د جنت او حورو شوقیان ښونځیو، زدکونکو او ښونکو ته بمونه او ماینونه ږدي، اوس لا د څو تعلیمي نصابونو او یونیفورمونو مالګه و مرچ هم ورباندې ودوړول شول. د بهرنیانو تعلیمي نصابونه که زموږ پر ښونځیو تطبیق شول، بیا د خپل کلتور، خپلې ژبې، خپل تاریخ، خپلو ملي ویاړونو او… تمه به له نوي نسل څخه، نه کوئ. مثلاً که زدکوني د پاکستانی تعلیمي نصاب له مخې وروزل شول، د هغه زدکونکي نه ته د زمري د اته ویشتمې او شاه امان الله د یادونو او نومونو تمه مه کوه، ځکه هغه به بیا د قاید اعظم؟ او چوده اگست؟ داستان درته بیانوي. دغسې نور مثالونه.
نو دغسې ده چې موږ افغانان د خپلې ناپوهۍ له مخې ځانونو ته ستونزې جوړوو او خپل نوی نسل هم د هغو ستونزو په جال بندوو.
کله چې د امریکا جمهور ریٔس دونالد ترومپ د خپلو سیاسي تېروتنو په لړ کې طالبانو ته د مخامخ خبرو زمینه برابره کړه، د طالبانو د پوښتنو او غوښتنو گراف ډېر لوړ لاړ او د خبرو، سیاست او ټوپک کارولو په ډګر کې زمریان ورنه جوړ شول، نو هماغه و چې د افغانستان هره سیمه به یې چې لاندې کړه، نو خپل قوانین به یې په کې جاري کړل چې له هغې ډلې نه یو هم په ښوونځیو کې د تعلیمي نصاب او یونیفورم موضوع ده.
د افغانستان دولت کور دننه او تر کور د باندې دومره ستونزې لري چې دې موضوعاتو ته یې پام هم نه وراوړي. بهرنۍ خیریه مؤسسې د خپلو سروې گانو په پایله کې ښيي چې «لوی شمېر افغان ښوونځیو کې د طالبانو نصاب تدریسېږي»؛ د افغانستان د ښونې او روزنې وزارت د دې پر ځای چې د دې ستونزو مخه ونیسي، کرار پټه خوله ناست دی. تاند ویبياڼې د ۲۰۱۹ کال د سپتمبر پر شپږمې نېټې یو رپوټ خپور کړ چې په دې اړوند داسې په کې راغلي دي:
«تاند، جمعه، د سنبلې ۱۵مه: د افغانستان لپاره د سویډن کمېټه وايي، لا هم د دغه هېواد لوی شمېر ښوونځیو کې د طالبانو نصاب تدریسېږي.
سویډن کمېټه وايي، طالبانو ترې څو ځله غوښتي دي چې د دوی تر ولکې لاندې سیمو کې دې ښوونځیو ته د نصاب جوړولو کې ورسره مرسته وکړي.
افغانستان لپاره د سویډن کمېټې مشر اندریس وايي، د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې چې دوی هم ځینې فعالیتونه کوي، ورته معلومه شوې چې ښوونځیو کې د طالبانو په خوښه نصاب تدریسېږي.
ښاغلي انډرس زیاته کړې چې دوی ته هم په لرې پرتو سیمو کې د طالبانو له لوري تر ټولو لویه ستونزه د امنیت ده ځکه ښکیل لوري د جګړې قوانین نه مراعاتوي.
سویډن کمېټه له ۴۰ کالو راهیسې په افغانستان کې بشري او ښوونې برخه کې مرستې کوي، خو په دې وروستیو کې یې د څو کارمندانو د وژل کېدو له کبله په افغانستان کې خپل فعالیتونه تر نامعلومې مودې وځنډول.»
د تعلیمي نصاب د بدلون تر څنگه جنگي ډلې د نویو سیمو له نیولو وروسته د زدکونکو یونیفورم هم بدلوي. نو هغه کورنۍ او ماشومان چې د خېټې د مړولو او تن پټولو توان نه لري، څنگه کولای شي چې د دولتي قوانینو له مخې یو ډول یونیفورم برابر کړي او د طالب په فرمایش بل ډول یونیفورم. ښه مثال یې د طالبانو له خوا د غزني ولایت د ځینو سیمو لاندې کول او د یونیفورم د بدلولو امر. بیا یې هم په تاند کې لولو:«
د غزني د ۲ ولسوالیو ښوونځیو ته د طالبانو یونیفورم
غزني کې ولایتي شورا او خلک وايي، د نوي ښوونیز کال پیلېدو سره وسلوالو طالبانو د دې ولایت دوو ولسوالیو کې زدکوونکو او ښوونکو ته د یونیفورم په ګډون محتلف اصول وړاندې کړي دي.
د ولایتي شورا غړی حسن رضا یوسفی وايي: طالبان تر خپلې ادارې او ولکې لاندې سیمو په تیره بیا خواجه عمري او جغتو ولسوالیو کې خپل تعلیمي نصاب پلی کول غواړي:
زدکوونکي به سپین کالي اغونځې او سپینه خولۍ به په سروي. زدکوونکې به هم په افغاني لباس کې له حجاب سره ښوونځیو ته حاضریږي. له تنګو او د لنډو کالیو له اغوستلوبه ډډه کوي او ښوونکې به په ښوونځیو ځانونه نه سینګاروی.
د نوموړي په خبره، طالبانو له ښوونځیو غوښتې چې نجونې باید سپینې جورابي په پښو نه کړي:
په حجاب کې به وي. تور کالي به اغونځي. بله خبره دا ده چې د مدني معلوماتو کتاب په تیر کې لوستل کیده اوس يي هغه له مهالوېش ایستلی دی.
د غزني اوسیدونکی ذاکرالله دا هم وايي،چې په خواجه عمري ولسوالي کې چې کوم استادان مقرریږي، باید د طالبانو معارف ته ورشي او امتحان ورکړي.
د غزني د پوهنې رییس محب الله انصار په دې باور دی چې د طالبانو له خوا دا ډول مقرراتو رامنځ ته کول، به په غزني کې د پوهنې په بهیر کوم منفی اغیز ونه کړي:
هغه لباس چې د طالبانو له لورې يي وړاندیز شوی دی. اسلامي او افغاني لباس دی. چې د افغانستان په کلیوالو سیمو کې يي اغوستل دود دي.
انصار د طالبانو د تعلیمي نصاب خبره نه مني، خو وايي، په جغتو ولسوالۍ کې د هلکانو او نجونو مختلط ټولګي تر دولسمو ټولګیو پوري موجود و. طالبانو ورته ویلي دي. چې دا ټولګې سره بیل کړي.
د غزني په زیاتره ولسوالیو کې لا هم ځینې داسې باورونه او دودونه واکمن دي، چې خلک نه پریږدي خپلې لوڼه ښوونځیو ته ولیږي او که يي بیا اجازه هم ور کوي یوازې تر دریم ټولګې پوري وي.
په تیر کې هم د غزني د پوهنې رییس محب انصار ویلې چې د ۱۵ کلونو په موده کې له کابو څوارلسو ولسوالیو یوه نجلۍ هم نه ده فارغه شوي»
دا واقعاً د ژړا وړ ده چې دا خلک څه وکړي، چا ته ورچغې کړي او له چا نه مرسته وغواړي؟ دغو ستونزو ته په کتو سره، سړی دې هک حیران شي چې زموږ نوی نسل، زموږ ښونځي ته تلونکي گلالي کوچنیان او د هغوی میندې پلرونه څه وکړي، سیمې او ولسوالۍ او ولایتونه خو هره ورځ، هره اونۍ او هره میاشت لاس په لاس کېږي؛ کله د دولت تر ولکې لاندې او کله یې هم د مخالفینو تر ولکې لاندې، کوچنیان او ښونکي څه وکړي د چا ومني، یو ورته وايي فزیک او کیمیا علم دي، د علم په زدکړې سره پرمختګ او د ښه ژوند زمینه برابرېدای شي؛ بل ورته وايي چې ساینسي مضامین کفر دی، تدریس یې منع دی.
زموږ کوچنیان او زموږ نوی نسل او د هغوی کورنۍ زدکړو ته دومره لیواله دي چې که په وچ ډاګ تر سره لمر لاندې او په سپیرو خاورو کې هم درسي ټولګی او ښوونکی وي، د زدکړو له پاره حاضر دي، خو که یې زموږ نا اهله، ناپوه ځانغوښتونکي جگړمار په کرار پرېږدي چې د نوي ژوند «الف» او «ب» زده کړي، هغوی یې ځکه نه غواړي چې دا کوچنیان که په څه باندې پوه شي، بیا به ټوپکیان خپل جنګیالي له کومه راولي، په پوهه سمبال نوی نسل خو د هغوی جګړو او وژنو ته «نه» وايي.
اوس چې بیا د افغانستان د جګړې تنور په تودېدو او لا سره کېدو دی، د دوښمنو هېوادونو او ټوپکي ډلو د لا نا وړه استفادو زمینه ښه برابره ده، نو هر څوک، هره ډله ، هر هېواد او لا هر مذهب هڅه کوي چې زموږ معصومو کوچنیانو ته په ذهن کې خپلې عقیدې او خپلې غوښتنې او خپل عقیدوي او لا نظامي پروګرانونه ترزیق کړي.
د کرکې اور ته نور سونتوکي مه ور اچوئ!