تاند- په افغانستان کې د دې ترڅنګ چې له ښوونځیو او معارف سره طالبان او داعش دښمني کوي، دولت نه دی توانېدلی چې لږترلږه ۶ زره ښوونځیو ته ودانۍ جوړې کړي.

د طالبانو د رژیم له پرزېدو راوروسته په افغانستان کې له ښوونې او روزنې سره د خلکو بې سارې مینه پیدا شوې او په دې برخه کې د کمیت له نظره ډېر پرمختګ شوی دی، خو له دې سره سره د پوهنې وزارت د سرچینو په وینا ۶ زره ښوونځي ودانۍ نه لري.

یوازې په ننګرهار ولایت کې په سلو کې له ۶۰ تر ۷۰ ښوونځي ودانۍ نه لري.

د افغانستان د ولسمشرۍ سرچینې وايي چې د ښارجوړونې، د کلیو د پراخیتا او بیارغونې وزارتونو ته امر شوی چې د ښوونځیو لپاره د ودانیو په جوړولو کې مرسته وکړي.

افغان دیني عالمانو او قومي مشرانو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د ۴۲۰ ملیون افغانیو په ارزښت ۱۳۳۰ ایکړه مځکه د ښوونځیو لپاره وقف کړې ده.

د افغانستان د پوهنې وزارت د لیک لوست زده کړې معین محمد رحیمي وايي چې ناامنۍ او د جګړې دوام حکومت اړ ایستلی چې د ښوونځیو یو شمېر ودانۍ امنیتي ځواکونو ته پرېږدي.

د دولت د وسله والو مخالفانو له لوري تر ټولو ډېر ښوونځي په جنوبي او ختیځو ولایتونو کې سوځول شوي یا نړول شوي دي.

په وروستیو کلونو کې امنیتي ځواکونو هم په همدغو ولایتونو کې ډېر ښوونځي ځان ته ځانګړي کړي دي.

اوس ۳ ملیونه او ۵ لکه افغان ماشومان ښوونځیو ته له تګه بې برخې دي او تر ۱۳ سوه ډېر ښوونځي بند دي.

4 thoughts on “د افغانستان تر ۶ زره ډېر ښوونځي ودانۍ نه لري”
  1. چې دا ایکړه به لا څه شی وي؟
    دا خو نه پښتو شوه او نه زمونږ منل شوي جریب او یا نړیوال متر ، هکتار او کیلومتر مربع سیستم.
    هيله ده زمونږ هېواد وال زاړه ، تاریخ تېر شوي او استعماري اصطلاح او نومونه نور هېر کړي او پرځای یې نړیوال منل شوي واحدونه چې ټولو ته د پوهېدلو وړ دي ، استعمال کړي.

  2. د فوټ ایکر او میل د طول او مساحت واحدونه یواځې د انګلیس په مستعمرو کې مروج دي . خوپه ټوله نړۍ کې ندي منل شوي . د نورم او ستندرد په نړیوالو منل شویو واحدونو کې بیا متر ، هکتار او کیلومتر د طول او ارتفاع د اندازه کولو لپاره قبول شوي دي. د وزن لپاره ګرام ، کیلو ګرام او ټن او د مایعاتو لپاره لیتر په افغانستان کې هم رسمي واحدونه دي .
    چې البته دا فرانسوي سیستم نستبا معقول ، آسانه او ټولې نړۍ کې منل شوي دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *