زموږ ننۍ ستونزې له څه شي ریښه اخلي؟ ولې کړاوونه له موږ ګرد-چاپېر دي؟ لوست کدرونه ولې ستونزې زېږوي؟ عامه پوهاوي ته ولې تر بل هر وخته ډېره اړتیا لیدل کېږي؟ فرهنګ، اقتصاد، سیاست، نړیوالې او خپلمنځي اړیکې ولې پېچلې دي؟ ولې په نامه سره یو؛ خو حقیقت سره بېل یو؟ دې او د دې په څېر نورو پوښتنو ته به دلته ځوابونه په ګوته شي.
په کلام او لیکنه کې منطقي تسلسل؛ مخاطبینو ته د خپل فکر د سمې پوهونې لامل کېږي.
د افغانستان ښوونیز (تعلیمي) نصاب له پیله تر پایه همغږی تسلسل نه لري، د ښوونیز نصاب په بند-بند کې بې شمېره پرېکون ښکاري، زده کوونکو ته ځینې داسې مضمونونه ښوول کېږي؛ چې ښکاره اړتیا یې نه لیدل کېږي، استعدادونه د اصلي مسیر او موخې بدلون ته اړ کېږي، نن به د یو شي مسوولیت درکول کېږي؛ خو سبا ته یې ارزونه له یاده وزي، وخت وژنه، استعداد وژنه او په ټوله کې تعلیمي ناورین ته لاره هوارېږي، چې تعلیمي ناورین بیا د ستونزو د زېږون زېرمتون دی.

زه به استعداد وژنه، وخت وژنه او له اصلي مسیره اړول د خپل ژوند په یوې ژوندۍ بېلګه کې تشریح کړم.
ښوونځی مې لوستو، له لیک-لوست سره مې بې سارې مینه وه، ښوونځي کې هم په درجه کې وم او ډېری وخت اول نمره وم، د ځینو نورو پر خلاف له ساینسي مضمونونو سره مې ډېره مینه وه. په الجبر، هندسه، مثلثاتو، کېمیا او فېزیک کې مې پوره نمرې اخیستې او د ډېریو چې له دې مضمونونو سره مینه وي نو انتخاب یې هم تر ډېره انجنیري وي او زه هم همداسې وم. د ژوند له ډېرو کږلېچونو سره مې ټټر ووهو؛ قسمت پر خپل ځای خو د تعلیمي نصاب کمزورتیا، له استعدادونو سره سم پوهنځیو ته د زده کوونکو نه بریالي کېدل او په دې برخه کې د یوې روښانې ستراتېژۍ نشتون هغه لاملونه دي چې دلته استعدادونه ووژل شي او له اصلي مسیر یې واړول شي.
سره له دې چې د ښوونځي په دوره کې مې هم له وسې سره سم زیار ایسته، خو د ښوونځي په درېيو وروستیو کلونو کې مې شپه-ورځ په ځان یوه کړه او له هر ډول تګ-راتګ، تفریح، خوشګذرانۍ او ګرځېدنې مې ډډه وکړه؛ ځکه ما د خپل ژوند لپاره موخې ټاکلې وې، چې موخو ته رسېدل مې له دې ځایه پیلېدل. ما مې په خپلو زیارونو پوره باور درلود، له وسې سره سم مې پر ځان فشار راوست او یو ځل بیا دا یادوم چې قسمت پر خپل ځای؛ خو له بده مرغه دلته موږ له پوهنیزو او کدري ناورینونو سره مخ یو، چې په پوهنیز ډګر کې سمې او منظمې ستراتېژۍ جوړې کړي.
بلاخره د کانکور ازموینه راغله، ازموینه مې ورکړه او د کابل پوهنتون ژورنالېزم پوهنځۍ ته مې لاره پیدا کړه؛ که څه هم زما او د ژورنالېزم ترمنځ د پېژندګلوي ډېر ګډ ټکي نه لیدل کېدل، خو هو تر دې دمخه مې لیکوالي کوله او له لیکوالۍ سره مې مینه وه، زه د ښوونځي په اتم ټولګي کې وم چې له اړتیا سره سم مې له انګرېزي ژبې دري ته یو کتاب وژباړه. ورځ تر بلې د عمر پاڼې رژېدې او ما هم د ناچارۍ له امله دې پوهنځۍ ته دوام ورکړ. نن ورځ له خپل لوست او دندې خوشاله یم؛ خو دا هر څه مې ځکه دلته یاد کړ چې د استعدادونو وژنې ته مې اشاره وکړه، که چېرې د لوړو زده کړو وزارت کې سمه ستراتېژي وی، فساد نه وی او کار اهل کار ته سپارل شوی وی، نو شاید ما د ژورنالېزم په پرتله په انجنیرۍ کې بې سارې وړتیا ښودلې وی؛ خو زه اوس هم په دې مسلک او کاروبار کې کې خوشاله یم او د باري تعالی شکر ادا کوم.
یو څه به بې پرده او په عامه اصطلاح پوست کنده ووایم. موږ چې هر سهار له خوبه پاڅو بې له دې چې کوم مشخص ورځنی مهال وېش ولرو، توکل په خدای حرکت کوو. په دې کې هېڅ شک نشته چې هر کار باید پیل او توکل مو پر خدای کړو؛ ځکه له خدای سره نږدې اړیکې تینګول، ژوند کې د منطقي، مستدللې او ریښتینې لارې غوره کول دي. موږ مسلمانان یو او اسلامي-دیني ارزښتونو ته درناوی او ځان سپارنه مو فرض او مسوولیت دی. حقیقت خبره بیا کومه ده؟ حقیقت خبره دا ده چې د ځان لپاره د یو منظم پلان او موخې جوړول او وروسته بیا د هغې د پلې والي لپاره توکل په خدای کول د ځان لپاره د لارې هوارول دي.
دا ټکی مې ځکه یاد کړ چې زموږ ټول نه؛ خو ځینې چارواکي همداسې پر مخ روان دي، بې له دې چې خپل مسوولیت درک کړي، د کور-کلي-ولس پرمختګ ته پام وکړي، خپله دینې او وجداني دنده سرته ورسوي؛ همداسې توکل په خدای روان دي. هېڅ ډول لنډمهاله، منځ مهاله او اوږد مهاله طرحه نه لري، پر ځان فشار نه مني او د یو لوی ولس ژوند ته پام نه کوي. چارواکي دلته د بې وزله، له کړاوونو ډکې تولنې او هیله منو پېغلو او ځوانانو غوښتنې او خوبونه په اوبو لاهو کوي، د وخت ارزښت ورسره نشته او په خپل لاس زر خړو اوبو ته اچوي.
د تعلیمي نصاب بدلون یادوم؛ زده کوونکو ته د قرآنکریم له منځه ریښتینې او د پیغمبرانو کیسې باید واورول شي، د ملي سندرې په اړه باید ذهنیت خلق شي، زده کوونکو ته باید ملي ارزښتونه وروپېژندل شي، د زده کوونکي-ښوونکي ترمنځ اړیکه باید د سمو اصولو پر بنسټ ټینګه شي، د کورنۍ ترڅنګ ښوونکي هم باید د زده کوونکو د معاشرتي آدابو د ودې او تربیې په برخه کې ونډه واخلي، زده کوونکو ته باید مثبت فکر او انګېزه ورکړل شي، د عامه نظم او ډسپلین لپاره باید لارې-چارې رامنځته شي، د اړتیا وړ مضمونونو پر محتوا ژوره کتنه او کار وشي، علمي-تعلیمي نصاب رامنځته شي، د پاکو او خړو اوبو توپیر وشي، د استعدادونو سره سمې طبقه بندۍ رامنځته شي، د امکاناتو د برابرولو هڅه وشي؛ نه دا چې شته امکانات په خپل لاس له منځه یوړل شي، ورځ تر بلې د پرمختګ سوچ او فکر رامنځته او پلی شي.
ښوونځي کې موږ ان تر ۱۶ مضمونونه لوستل، پداسې حال کې چې ډېریو ته یې هېڅ اړتیا نه وه.
یو مضمون به دلته یاد کړم هغه هم د حرفې مضمون. دا مضمون د هغه کسانو لپاره ګټور وه چې تخنیکي او مسلکي زده کړو سره یې مینه وه، هغه کسان چې غوښتل یې د یوه کسب زده کړه ترلاسه کړي؛ خو له بده مرغه په ټولو ټپل شوی و. دا مضمون مې ځکه یاد کړ چې د ښوونې او روزنې په برخه کې باید بنسټیز او له اړتیا سره سم بدلونونه رامنځته شي، کره او له سلیقو سره سم وېش او مضمونونو باید جوړ شي؛ هغه څه چې هېواد کې یې اړتیا لیدل کېږي او له وخت وژنې مخنیوی کېږي، له استعدادونو سره همغږی ښوونیز وېش باید رامنځته او هر څوک د خپلې خوښې ډیپارتمنت ته باید واستول شي.
نن که هره ستونزه نشو په نښه کولای، خو ډېری ستونزې مو له نالوستۍ او هغه کسان چې بیا لوستي دي، دوی ته د سم نصاب د نشتون له امله دي. نصاب کې له اړتیا سره سم بدلون په پوهنې او پوهونې کې سم بدلون دی؛ کاري چاپېریال کې د ګټې تله درنولی شي او د پرمختګ پر لور مو بېولای شي.
سلامونه مې ومنه جناب رحیم زی صیب!
ښه ټکي ته مو اشاره کړې خو یو څه غواړم زه هم پکې ور اضافه کړم:
لکه څرنګه چې ټولوته جوته ده چې د افغانستان په ښوونځېو کې معمولاً د معلم محورۍ څخه استفاده کېږي، مازې په لويو ښارونو کې يو څو ښوونکي دي چې ځينو سمينارونو ته معرفي شوي چې په مټ يې د شاګرد محورۍ ميتودونو څخه استفاده او د زده کوونکو د ښې زده کړي د پاره يې لاره حواره کړې ده. بناءً د ښه تدريس په خاطر لازمه ده چې ښوونکې په هغه مدرنوميتودونو چې په نړۍ کې فعلاً مروج دي سنبال کړو
که سپينه خبره وکړو نو پدې به اعتراف وکړو چې اساسي ستونزه په تعليمي نصاب کې نه بلکه د ښوونکو د تدريس په طريقي کې ده. که يو ښوونکې په خپل درس حاکم وي او کوم مضمون چې تدريسوي ترې پوره اګاهي ولري، پدې صورت کې که د هر ميتود څخه استفاده وکړي نو موفق به وي، پدې شرط چې د زده کوونکو او دندې په وړاندې د مسؤليت احساس وکړي، او د پوره آمادګۍ او د پوره مطالعې سره ټولګي ته داخل شي. او د روحي او رواني آرامتيا احساس وکړي نو پدې صورت کې به مربوطه درس مفيد او مثمر وي.
بل ټکې ځما په نظر د زده کوونکو رشته بندي د متوسطې څخه وروسته وشي پدې صورت کې ښوونکې کولائ شي چې په خپله رشته کې تدريس وکړي او زده کوونکي د هدف څخه ډکه زده کړه ترلاسه کړي. فعلاً په اکثره ښوونځيوکې دغه شان ستونزې موجودي دي چې ښوونکي د ځينو ستونزو پر بنا خپل تخصصي مضامين نه تدريسوي او په عوض يې داسې مضمون تدريسوي چې دده د رشتي په خلاف وي.
دريمه نقطه څوک چې د ښوونځيو کتابونه تدوين او تاليف کوي بايد د ښوونې او روزنې متخصصين وي ترڅو وتوانيږي هغه مسايل چې د ورځني ژوند پورې تړلي وي او هغه مسايل چې د ټولنې او چاپيرال پورې مربوط وي درج کړي او هغه موضوعات چې د زده کوونکو د ژوند پورې مربوط نه وي او همدارنګه ددوئ د فهم او درک څخه لرې وي لرې کړي. او همدارنګه د زده کوونکو سن و سال په نظر کې ونيول شي، بلخصوص په ديني مضامينو کې دغه موضوع په نظر کې نده نيول شوې. او دکتابونو مؤلفان بايد داسې خلک وي چې د ښوونکو د حال او احول، سويې او اقتصادي شرايطو نه خبر وي، ترڅو داسې درسي کتابونه تاليف کړي چې زده کوونکو او ښوونکو دواړو لپاره د فهم وړ او دلچسپ واقع شي.
مننه