د افغانستان قدرمن ولسمشره، تر سلامونو او نيکو هيلو وروسته هيله من يم چې ته کورنۍ دې بچيان دي خورا سوکالي ژوند ولرۍ، دا خو به لرۍ ، ځکه د هيواد لومړنی کس ياست، موږ غوندې نه ياست.ولسمشره!په وروستيو ورځو کې ستاسو دريځ او د خلکو ابهام ډير خلک هک پک کړي دي، موږ رنګي چې نه سر لرو نه سيوری، تر ډيره مو سترګې ستاسو لور ته پاتې دي، ځکه موږ هره ورځ له يو عالم غم سره بيده کيږو، او سهار وختي بيا له يو پنډ غم سره را پوره کيږو.
ولسمشره! زه ډاډه يم چې ستا ډوډۍ توده او اوبو دې يخې دي، ښه په مزو کې يي، د ديويانو په کلا کې د اوو ديوالونو تر شاه ناست يي، لسګونو او سلګونو چاکران او نوکران به لرې، خو ګرانه مشره، ستا د دفتر مخې ته، د پښتونستان په څلور لارې کې ستا د ميرويس زوی همزولي، ګدايي کوي، په پنځه روپۍ نورو ته موټر ډکوي، سره لمر ته په قير سړک پراته وي.ولسمشره!ته پوهيږې چې نن سبا په بازار کې يوه بوجۍ وړه له دولس سوو افغانيو څخه ۱۴۰۰ ته پورته شوي دي، آيا خبر يي چې يو من کچالو تر دوو سوو پورته دي، او آیا خبر يي چې يوه کيلو ګاز اوس په شپيته افغانۍ دی، کيدای شي خبر به نه يي،ځکه تاسره ټول ناست کسان په خيالي دنيا کې ژوند کوي، د هره يوه په جيب کې ډالرې پرتې دي، هر يو د بل هيواد پاسپورت لري، بچيان يي په بهر کې دی او دی په داسې يو خوار وطن کې په زرګونو او لکونو ډالر ګټي.ولسمشره!پوهيږې له نن څخه يوه ورځ مخکې به هم موږ فکر کاوو، چې ته به د افغانستان په معاصر تاريخ کې موږ ته تر ټولو ډير د زړه سوي وړ، پر وطن مين، او د پاک زړه سړی يي، خو نن سبا مو په خپل فکر شک پيدا شوی دی، موږ اوس فکر کوو، چې که خدای مه کړه، ته چيرې تور زړی مشر شې، تر وطنه شخصي ګټې درته لومړيتوب ولري موږ به څه کوو.ولسمشره! يو بل دوست درته ليکلي و، چې په څلور لارو کې خلکو ته ډيرې ورځې کيږي کار نشته، ډير نور ودونه نکوي، ځکه پر حالاتو او تاسو بې باوره شوي دي، دا خبره رښتيا ده، په ښار کې په څلور لارو کې ولاړ ځوانان چې ټول ستا وروڼه او زامن دي، له سختې بيکارۍ رنځ وړي، په دې ځوانانو کې ډير داسې شته دي چې ګوتې يي لا هم د ټاکنو د ورځې په تور رنګ ښکلې دي، خو نن دوی هم وايي چې ناهيلي يو.ولسمشره!له ارګه را و وزه، په خيالي کابينه، رييسانو، مشاور وزيرانو،ښاروالانو، ولسوالانو، او…. دې باور مه کوه، ځکه دوی ستا په شتون کې زور او زر پيدا کړي دي او ټوله دنيا ورته له زور او زره ډکه ښکاري، د همدوی په شتون کې افغانستان د نړۍ لومړۍ درجه فاسد هيواد شو، د دوی په شتون کې افغانستان څو برغنډه شو، راشه ملت ته مراجعه وکړه، ملت نور له جګړې، بدبختۍ، شخصي معاملو ستړی دی، راشه مشره، د شخصي ګټو پر ځای ملي ګټو ته لومړيتوب ورکړه، پر غوڅ اکثريت رحم وکړه، له روانې استخباراتي، قومي، سمتي او….. جګړې يي وژغوره، پلان او تدبیر ونيسه، وجدان قاضي کړه او د ملت په ګټه پريکړه وکړه.مشره پوهيږې، ملت تا قهرمان بولي، بابا درته وايي، ډيرو دې انځورونه په جيب کې ساتلي دي، راځه دا مينه په خپله رييښتونولي وپاله، پوهيږې ته د پښتنې مور زوی يي، د پښتنې مور شيدې دې رودلي دي، د پښتنې مور غږ واوره، پر خپل ولس لږ رحم وکړه.مشره ملت له تا څو غوښتنې لري:تر خپلو ګټو ملي ګټو ته لومړيتوب ورکړه.د نورو تر خوشالۍ، د ملت او ځوريدلي افغان خوشالۍ ښه وبوله.
په شويو ټاکنو کې کار اهل کار ته وسپاره، منم چې تاته د ارګ پريښودل ګران دي،خو خير دی ستا د سر دښمن دې واک ته ورسيږي خو چې وطن را جوړ کړي.مشره ډير وخت به نلرې، ځکه اوس شکر دی د څو ديرش ميليونه ملت تر څنګ درې بچيان هم لرې، راشه د ميرويس او نازو پر سر قسم درکړم چې مه کوه نور، ځکه د ملت هر بچی چې مري مور يي د خپل زوی په غم په کيدونکې ژړا کې ستا بچي ته مرګ غواړي، د وطن هر مشر چې بې عزته کيږي، په ښيراوو کې تا هم بې عزته غواړي، راشه مشره، نور بس ده، ۱۳ کاله ډير وخت دی، وطن ته دې ډير څه وکړل، خو اوس يو څه وکړه جرأت وکړه، را پورته شه، او د خلکو رايو ته درناوی وکړه، نور د ارګ له پټو ناستو، معاملو، سهامي شرکتونو، ځان پالو، سمتپالو، قوم پالو، حزب پالو تير شه، ملت درسره دی، خو که ته له ملت سره شې.په درنښتستا کړيدلی، بيکاره، فقير، د استخباراتي ، قومي، مذهبي او تپل شوې جګړې ښکار ولس د ليک ليکوال صمدخان غر
صمدخان غر صیب سلامونه او نیکې هیلې مې و منه. نور څه به نه وایم خو یوازې د پيرمحمد کاکړ د شعر مقطع به در واوروم چې وایي
نصیحت پر سنګین دلو اثر نه کا بیهوده پیرمحمد در وهي په سنګ
په درنښت
ګرانه وروره خوا مه بدوه خو اوس زموږ د نورو د شرم وړ عادتونو تر څنګ دا هم یو عادت ګرځیدلی دی چی همیشه مو د ملامتی ګوته ولس مشر ته وی او ځان مو را څخه هیر وی. دا خو په زغرده وایو چی ولس مشره تا دا دوولس کاله څه وکړه خو هیڅکله مو دا ونه ویل چی دا ما بدبخته د خپل وطن، خلکو او ټولنی لپاره دا دولس کاله څه وکړه؟ که یو څو روپی یو څوک راکړی نو حتی د یوه مسلمان وینه هم ځانته حلالوو نو پدی کی ولس مشر څه وکړی چی ما او تا د یو څو روپیو لپاره خپل وروڼه قتلوو؟ رشوت ورکول او رشوت اخستل خو ما او تا کوو، که څوک له موږ څخه رشوت نه اخلی په زور یی ورکوو ورته وایو چی هه! واخله دا شرینی ده! نو که ولس مشر موږ ګرفتاروی او بندی کوی مو نو بیا سل واسطی کوو هغه په فساد ککړ نماینده ګان چی مو ولسی جرګی ته استولی هغه را ننګوو او ځان پری خلاصوو، دا نماینده ګان چا ټاکلی؟ چا لیږلی؟ ولی دغو نمایندګانو ته یو سر خلاس لیک نه لیږی؟؟ ناری مو وهلی چی ولسمشر به داسی وکړی او داسی به وکړی آخر هیڅ ونه شول انتخابات هم په خیر تیر شول او لویه جرګی کی هم ولسمشر هغسی چی خلکو ویل ونه کړل. دا خو ماته پوره تجربه ده چی ددی وطن خلکو ته (ځینی خلک) چی د زړه وینی هم په وڅښی بیا به هم دی احسان ونه منی. درواغ خو داسی وایو چی اوس د رشتیا څرک هم نه لیدل کیږی. کله مو خپل وجدان ته کوم بند یا پرانیستی لیک وا نستاوه! ولسمشر نو څه وکړی چی زموږ د درواغو ویلو عادت را واړوی؟؟ یوه روپی مالیه مو نه زړه کیږی چی دولت ته یی ورکړو خو که مو بچی په کانکور کی بی نتیجی کیږی بیا خو مو لکه د پلار پور چی پر دولت باندی وی د پارلمان مخی ته دډوډی نه خوړلو اعتصاب کوو. هیڅکله مو خپل قومی مشرانو، د پارلمان نمایدنګانو ته کوم لیک وانستاوه چی ورته ووایو چی دغه د ټمبل، نا لایقه شاګردانو او محصلینو شا ته ولی دریږی کوم چی ددولت ډوډی خوری او پیسی یی اخلی خو درس نه وایی او په وکیلانو او نمایندګانو ځانونه کامیابوی او د پوهنتون چارواکی په عزابوی. خو دغه نمایندګان زموږ تاسی د قوم او قبیلی خلک دی او موږ یی ټاکو او وراستوو یی. پدی کابینه کی خو زموږ تاسی خلک او نمایندګان دی. وایی په یوه ګل نه پسرلی کیږی خو ته غواړی چی په یوه ګل پسرلی شی، ته وایی چی دا ټول خلک دی بد وی خو یو ریس جمهور دی ښه وی تر څو ټول کارونه ښه شی، نه هیڅکله نه! تر څو موږ خپل ځانونه اصلاح نه کړو ریس جمهور یی نه شی اصلاح کولای. د شیانو د قیمتونو د زیاتوالی څخه شکایت کوی خو دا زموږ دوست، زموږ قریب، زموږ د ماما زوی او د کاکا زوی دی چی دغه پټاټی واردوی او احتکار کوی، یا بی کیفیته اجناس واردوی یایی د بل سره په ګډه ګران پلوری خو دا زموږ د کلی تجار دی، ولی دوی ته څه نه شی ویلای؟؟ کله دی د کوم تجار په نامه لیک استولی؟؟ زموږ د بی کاری عامل هم دا زموږ تجاران صاحبان دی چی خپلی سرمایی د هیواد دباندی باسی او اساسی پانګونه نه کوی تر څو خلکو ته کار پیدا شی. او که ته وایی چی دولت دی کار ورته پیدا کړی نو دولت یی په کوم ځای کی وګماری؟ سواد خو دوی نه لری دا ځکه چی ددوی پلرونو ټول عمر دوی له تعلیمه لیری ساتلی او دوی هم خپل بچی تعلیم ته نه لیږی. او دولت خو دومره پیسی نه لری چی دوی ته یی مفت ورکړی ځکه چی دولت ته موږ تاسی مالیه نه ورکوو نو بیا ولسمشر څه وکړی چی موږ تعلیم نه لرو او نه هم دولت ته مالیه ورکوو؟؟ همدا موږ یو چی له شخصی ګټو نه تیریږو او پر ولسمشر فشار راوړو تر څو د یوه ځانګړی قوم شخص په کابینه کی و ګماری او یا یو ځانګړی وزارت دی و ځانګړی قوم ته ورکړی، دا ټول موږ یو!! همدا موږ یو چی د پلار په ګناه زوی نیسو او ولسمشر ته د هغه د بی ګناه اولاد په سر قسمونه ورکوو او بیا د پردی تر شا خپل خلک وراستوو او فشار پر راوړو او اړکوو یی تر څو سیاسی معاملی ته غاړه کښیږدی او موږ ته کومه چوکی را پخه کړی. که دا کار وکړی نو بیا لیک نه وراستوو. زما په اند ښه به داوی چی اول ځان اصلاح کړو او د ځان د اصلاح په نتیجه کی مو ټولنه اصلاح کیږی او بالاخره ټول هیواد به اصلاح او ژوند به مو سم شی. ان شا الله.
صمد خان غر صاحب ښکلیه لیکنه دی د هیواد ولسمشر ته وراستولی ده ، هیله ده چی جلالتماب جمهور ریس لږ وخت پیداکړی او ستاوړاندیزونه ولولی. که څه هم اوس ډیره ناوخته ده او په وروستیو شیبو کی ملت ته نجات ورکول کومه آسانه خبره نه ده خو حد اقل خپله میړانه وښیه چی ته هم د یوه پښتون ، مسلمان افغان زوی یی. نور دا هیواد د غلو او چپاولګرانو ولکی ته مه ور اچوه او خپله لار تری بیله کړه.
صمد غر صاحب ته سلام
زه د شمشیرالدین ورور له څرګندونو سره په پوره توګه موافقی یم د ولسمشر کی به نمګړتیاوی وی چی هغه یی پخپله هم منی خو د ټولو ستوزو پړه پرهغه وراچول او پری بیځایه تورونه پوری کول له انصافه لری خبره ده ولس باید ویښ شی قانون ماتونه او له نامشروع لاری ګټی لاس ته راوړنه پریږدی او علم او تعلیم ته مخه کړی درنښت
ه
دصمد خان ليكنه بي خايه نه بلكه بر خاي ليكنه ده.
دشمسيرالدين خان ليكنه هغه وخت داعتبار ور ده جه رئيس جمهور باك لأسونه لرل
كارداهل ، أنظباط اودسبلين ءي درلوده ، ،يوه بوهه اوبادنشه مسلكي كأبينهء درلوده ،بررسي او بوشتنهءدرلوده ،مكافآت او مجازاتدرلوده ، كار داهل كارته سبارل به كار وه ، ،د مسلكي قدرونو خاي به خاي كول ،رشوت خور اورشوتوركونكو ته جزا وركول ،اوبالاخره دقانونى تطبيقول او جا جه قانون تر بشو لأندي كول هغه ته جزا وركول أودنورو عبرت بيدا كول ، تنزيل رتبه ،تنزيل مقام ، اوكه جا شه كار كاره ،تقديرول او داسي. نو به سلهاووء مسايل
زه ءءءصمدخان حق به جانب بولم
كه جيري اولسمشر دا بؤرته كارونه ي كري وه بيا دشمسيرالدين خان خبره درسته وهء زه صرف يو مثال راورم
وزارت أب وبرق بايد يو مسلكي سري أوسي تاسي وليد جه وزير اب و برق خوك وو دولتي او شخصي خمكي او جايدادونهءي جور أوجباولكره ولسمشرخه وكره هيخ داولي جه هغه تنظيمي وو، تنظيميان معاف دي ه هر خه جه كوي هغه معاف دي