السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته
د متعال خدای څخه مو روغ صحت او په چارو کې برياليتوب غواړو.
د عدالت او بدلون د شعار ولسمشره!
تاسې خبر ياست چې تېره پنجشنبه د مارچ په ۱۹مه د ارګ او امنيه قومندانۍ په څو مترۍ کې څو تنو اوباشانو او د شاه دو شمشېره کوډګرو او تاويزګرو په يوې متدينې مسلمانې مېرمنې د ظلم نوی تاريخ جوړ کړ. دا پر يوه بې وسه او بې ګناه انسان د وحشت بې سارې بېلګه وه. دا په داسې حال کې چې د کابل امنيه قومندانۍ د پېښې د ځای په څو مترو کې پرته ده، په لسګونو پوليس د پېښې په ځای کې حاضر او ننداره ېې کوله. دا پېښه په څو ثانيو او دقيقو کې نه ده شوې بلکې له شواهدو معلومېږي چې څو ساعته وخت يې اخيستی دی. د امنيتې چارواکو په وړاندې يو څو تنو غلو او جنايت کارانو قانون په خپل لاس کې واخيست خو قانون ساتونکيو يې ننداره کوله.
د وحشت دې بدترينې پېښې د افغانستان نړېوال پريسټيج او وقار ته سخته صدمه رسولې ده. نړۍ مونږ له آره افراطيان او خونړي ګڼلي يو. دا هر څه يواځې د څو تنو بدکرداره انسانانو له امله وشول. تر ټولو بده يې لا دا چې د وزير اکبرخان د جامع جومات خطيب ډاکټر اياز نيازي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت ايران پلوې معينې سيمين غزل او د سناتور زلمي زابلي تر څنګ ډېرو نورو دغه ډول وژنې توجيه کړې دي.
د عدالت په شعار ټاکنې ګټونکيه!
نور د دې وخت را رسېدلی چې تاسې له ملت سره خپلې ژمنې پوره کړئ. د عدالت او د وګړو د حقوقو په تامين کې د عاجلو اقداماتو تر څنګ ټول هغه مفسد، جنايتکار او قاتلين او د دې پيښې ټول مرتکبين محاکمه کړئ. همدا راز ژر تر ژره د معينې سيمين غزل او د کابل د امنيه قومندانۍ تر څنګ د ټولو هغو امنيتي چارواکو د محاکمې او له دندې څخه د ګوښه کولو غوښتنه کوو چې له غفلت څخه يې کار اخيستی دی.
د عدالت په هيله،
افغان ځوانان -پېښور