له نیوزویک څخه د لورین واکر د لیکنې ژباړه:
ژباړن: سړبنی افغان –
د امریکا دولت د۲۰۱۴کال په ډیسامبر کي اعلان وکړ چي په افغانستان کي د دوی جګړه ختمه سوه. خو اوس هم د امریکا د خاصو قواوو د بې پېلوټه الوتکو په ذریعه افغاني طالبان ویشتل کېږي او شخړې لا روانې دي.
د بریتانیا د ژورنالیزم د څارنې مرکز(BIJ) په افغانستان کې د دې کال هوایي بریدونه درجوي. د دغه ګروپ د سې شنبې د ورځي د رپورټ له مخي په ۲۰۱۵ کال کي پنځه هوایي بریدونه سوي دي، چي په هغه کي له ۳۵ څخه تر ۴۴ کسه وژل سوي دي.
د فبرورۍ د اتمي په هوایي برید کي د شپږو څخه تر اته کسه وژل سوي دي، چي د دوی په منځ کي د طالبانو د پخوانیو مشرانو څخه ملا عبدالروف خادم هم وو. هغه چي په وروستیو کي یې د طالبانو له لیکو څخه اړیکي پرې کړي او د اسلامي دولت سره یوځای سوی وو.
هغسي چي په افغانستان کي د امریکا بې پېلوټه هوایي بریدونه دوام لري، په ګاونډي ملک پاکستان (پښتونستان) کي هم جاري دي. د ۲۰۱۴ کال د می د میاشتي راهیسي فبرورۍ لومړنۍ میاشت ده، چي په هغه کي هوایي بریدونه نه دي سوي. دا کوم غیر مترقبه کار نه دی. د پاکستان دولت د پولې د ها خوا د طالبانو سره د سولې په مذاکرو اخته دی او له امریکا څخه یې د سولي د خبرو په خاطر د هوایي حملو د نه کولو غوښتنه کړې ده. حملې د یو میاشتني مسلسل بمبارد او درنو تلفاتو وروسته په داسي حال کي ودرېدې چي د (BIJ) د معلوماتو له مخې یې معلومي هوايي حملې پنځه او د وژل سویو تعداد یې د ۲۶ څخه تر ۳۷ کسانو پوري رسېږي.