امریکا په پاکستان کې د افغان طالبانو او د حقاني د بی رحمه ډلې سره د پاکستان د اوږدې مودې د همکارۍ او په خپل حریم کې خوندي ځای ورکولو نه ډیره ستومانه ده.

یادې دواړه ډلې په افغانستان کې د کمزورې حکومتدارۍ نه ګټه پورته کوي، خو د پاکستان مرستې ورسره ډير کمک کوي.

ترټولو بدتر یي دا چې پاکستان دواړو وسله والو یاغي ډلو ته مستقیم نظامي او استخباراتي کمکونه ورکوي او په نتیجه کې يي په افغانستان کې ګڼ شمیر ملکي خلک وژل کیږي او امریکايي او افغان پوځیان قرباني کیږي.

پاکستان، د جوړیدو له ورځې د افغانستان سره ښه ګاونډیتوب نه لري. لمړی خو يي کوشش کاوه چې په افغانستان کې د هندوستان نفوذ کم کړي، بیايي د افغانستان دننه د افراطي ډلو په جوړولو نیابتي جګړې پیلې کړې.

د پاکستان لخوا د حقاني شبکې او طالبانو ته د اطلاعاتي همکاریو او نظامي امکاناتو برابرولو، افغانستان د اوږدې مودې دپاره نا امنه کړې دی. خو په اسلام اباد او راولپنډۍ چې دواړو کې ملکي او نظامي حاکمیت د پاکستان اصلي حکومت بلل کیږي، د ډيرې مودې پرله پسې فشار راوړلو له امله په پاکستان نظامي همکاري او ملکي کمکونه پدې نیت کم کړل که صادقانه ستراتیژیکه همکاري وکړي، خو تراوسه امریکا د پاکستان د دا ډول همکارۍ ترلاسه کولو کې هم ناکامه شوې.

د ۲۰۱۳ کال په فبروري میاشت کې د هغه وخت د بریتانیې صدراعظم ډیویډ کامیرون په خپل شخصي میلمستون کې د افغانستان او پاکستان د وخت جمهور رئیسانو، حامدکرزي او آصف علي زرداري ته بلنه ورکړه ترڅو د افغانستان د جګړې ختمولو ته یوه ثابته لار پیدا کړي.

دری واړو ژمنه وکړه چې همکاري به ګړندۍ کړي او په شپږو میاشتو کې به د طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره د سولې پروسه عملي کړي. پدې غونډه کې د اوږدو بحثونو او چنو وهلو وروسته، صدارعظم کامیرون رسنیو ته ښکاره شو او د طالبانو يي وغوښتل چې د افغانستان د امن کیدو په خاطر د سوله ایزه لارې خبرو ته رامخکې شي.

دا ژبنۍ موافقه دومره هیله بخښونکې شوه چې دری واړو مشرانو یوه موافقه لاسلیک کړه چې اقتصادي او امنیتي همکاري به پیلوي او په ۲۰۱۴ کال کې به سرحدي مدیرت او تجارت زیاتوي.

هماغه اونۍ په لندن کې د بریتانیې په کوربه توب د افغان او پاکستان د مشرانو ترمنځ د لیدنې او موافقو وروسته، د پاکستان د دیني علماؤ شورا رئیس طاهراشرافي وویل دا ممکن ندي چې ټوله نړۍ کې د طالبانو سره خبرې کیږي، خو کابل ورسره نشي کولې؟ ملا اشرافي ویلي وو چې طالبان په سولې خبرې کول غواړي خو دا نا ممکن دي چې په جګړې به خبرې کیږي او یو مهم اړخ به پکې نه بلل کیږي.

د طالبانو تحریک د ملا اشرافي ددی بیانونو په مقابل کې هیڅ تبصره ونکړه. اکثریت افغان پالیسي جوړونکي او سیاستوالو هغه شکونه په یقین بدل کړل چې طالبان یوه ایډیالوژي ده چې د پاکستان استخبارات يي د خپلو ستراتیژیکو هدفونو دپاره د یوې وسیلې په توګه کاروي.

ترټولو ناهیلې کوونکې ورته دا وه چې طالبانو د سولې د مذاکرو په نیت قطر، جرمني، فرانسې، روسیې، جاپان او ډيرو نورو ځایونو ته استازي ولیږل، خو په افغانستان کې د هیڅ ډول غونډې او کنفرانس کې يي د ګډون أراده ونه ښودله.

د ۲۰۱۵ کال په مارچ کې، چې کله جمهور رئیس اشرف غني واشنګټن ته په رسمي سفر راغلی و، د سولې انستیتوت په غونډه کې وویل چې سوله باید لمړی د أفغانستان او پاکستان ترمنځ وشي. ښاغلي غني داسی څرګنده کړه چې د طالبانو سره خبرې کول اصلي ستونزه نده، بلکې د پاکستان سره باید واضح خبرې وشي چې د أفغانستان په وړاندې يي نا اعلان شوی جنګ پیل کړې.

وروسته د سولې کوششونه پیل شوو. د ۲۰۱۸ کال په می میاشت کې اندونیزیا د پاکستان او أفغانستان دیني علماؤ ته بلنه ورکړه چې په أفغانستان کې انتحاري حملې او وژنې ناروا اعلان کړي او د جګړې د ختمولو دپاره د حل یوه چاره مطرح کړي.

خو د پاکستان اصلي اندیښنې پدې هڅو له منځه نه ځي. پاکستان په افغانستان کې د ټولو ناخوالو او مداخلو ترڅنګ یوازی د یوې ډلې سره ښه روابط لري چې هغه مسلح طالبان او د دولت وسله وال مخالفین دي.

پاکستان لدې هم ډيره ویره لري چې یو ځواکمن أفغان حکومت به کیدلې شي د هند سره متحد شي او پاکستان انزوا ته کړي.

د پاکستان د همدې اندیښنو په وخت کې د امریکا جمهور رئیس د ۲۰۱۷ کال په اګست میاشت کې په پاکستان د فشار زیاتولو په هدف، هند ته بلنه ورکړه چې په افغانستان کې خپل نقش پراخ کړي او په ځانګړې توګه اقتصادي همکاري وکړي.

د امریکا د سولې د انستیتوت د یوې څیړنې څرګندیږي چې پاکستان به کیدلی شي په دری امکاناتو صورت کې د طالبانو او حقاني شبکې په څير وسله والو ډلو سره خپله همکاري او نظامي ملاتړ بند کړي او یا حتی د پاکستان دننه په همدې ډلو بریدونه پیل کړي.

لمړی امکان دا مطرح شوې چې که چیرته د هند او پاکستان په روابطو کې د پام وړ پرمختګ وشي.

دویم د پاکستان په حکومتي حاکمیت کې د نظامي استخباراتو نفوذ او قوت کم کړل شي او په یو توانمند او مسؤل ملکي حکومت رامنځ ته شي.

دریم پاکستان داسی سیاسي او عملي منابع برابرې کړي چې خپلې ټولې داخلي ترهګرې ډلې لکه  د پنجابي طالبانو ډله لشکری جنګوي، سپاه صحابه، او په پاکستان کې د داعش ډله وځپي.

ددی ارزونې ښکاري چې امریکا په پاکستان کې د یو لوي سیستماتیک سیاسي بدلون راوړلو پوره قابلیت لا نلري. خو امریکا باید بیاهم د پاکستان مدني ټولنې، سیاسي کتلې او عدلي ارګانونو سره د پرمختګ دپاره مرستو ته دوام ورکړي. امریکا یو بل امکان هم لري چې په پاکستان کې داسی اقتصادي حضور پراخ کړي چې پاکستان د هند او أفغانستان سره د سولې ایزه روابطو له لارې ګټه ترلاسه کړي. دا ټول امکانات هغه وخت عملي بڼه موندلې شي چې پاکستان د داخلي قدرت ویشلو او د خپلو ستراتیژیکو هدفونو تیر شي.  

One thought on “د افغانستان جګړه، که د پاکستان ملي ګټې؟| سید سلیمان اشنا”
  1. ASHNA SAHIB SALAMOALIKUM;
    THE BEST WAY TO SOLVE THIS ISSUE;
    AFGHAN PASHTOONS MUST TOGETHER START PHYSICAL FIGHT FOR FREEDOM OF PASHTOONISTAN,
    BALOOCH ALSO WANT FREEDOM.
    PAKISTAN MUST BECOME BUSY IN HOME.FROM 1947 BY NOW PAKISTAN SUPPORTED BY BRITISH&USA.
    BUT NOW IS DIFFERENT.
    IF IN THIS SENSITIVE TIME ALL PASHTOON MOMENTS LIKE
    PSDP/GAM ANP KHYBERPUSHTUNKHWA AWAMI PARTY/
    BALOOCHI/WAZIR/MASSEED/ACHEKZAI TOGETHER STANDUP
    AGAINST PAKARMY.
    MASHALKHAN TAKKAR IS START SOME ACTIVITY.
    INSHALLAH VICTORY WITH US.
    FOR EVER PAKISTAN WILL FINISH,THANKS FROM TAAND

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *