کمونستانو، چې د ۱۳۵۷ کال د غويي د اوومې د خونړۍ کودتا په ترسره کولو واک ترلاسه کړ، غوښتل چې د اولس دیني او کلتوري ارزښتونه تر پښو لاندې او افغانستان سمدلاسه په یو کمونستي هېواد بدل کړي. دوی په دغه لار کې بریا د خپلو اډیالانو لکه لېلېن او ستالین د کړنو په تکرار کې لیده. لېلېن چې په شوروي اتحاد کی د کمونست ګوند بنسټ اېښودونکی و، د خپلې واکمنۍ په بهیر کې يې په سلګونو زره خلک د خپل ګوند د کړنلارو د پلي کولو په موخه ووژل او ستالین په ډېره بې رحمۍ په میلیونو روسان د کمونستي واک د مظبوطولو په موخه له منځه يووړل. خلقي نظام هم د خپلې کمونستي کړنلارې د پلې کولو لپاره، د لمړۍ ورځې څخه په وژلو لاس پورې کړ. پر ډېری هغه خلکو، چې په غربي نړۍ کې یې زده کړې کړې وې، د امپرياليزم ټاپه ووهل شوه او سمدلاسه پرته له محاکمې تري تام کړل شول. په همدې توګه يې، ځینې د اخوان شیاطین، ځینې د انقلاب! ضد او ځینې نور یې د امپریالیزم د ګوډاګیانو په نامه ونیول چې تر نن پورې يې د ډېرو مړی او ژوندی مالوم نه دی. دوی نه ملا پرېښود او نه عامي، نه جوالي، نه والي، نه هټۍ وال، نه سوداګر، نه ډاکتر نه افسر، نه ښوونکی نه زده کونکی، نه بزګر نه کارګر. دوی ته د ټولنې هر پوړ د دوی د لارې خنډ او د انقلاب ! ضد برېښېد، نو په هېچا يې رحم ونکړ. د خلقي کمونستانو دغه افراط حتې خپل روسي کمونست ملګري ولړزول. د روسيې د بهرنیو چارو وزارت اړ شو چې افغان حکومت ته لارښونه وکړي چې په خپلو پالیسو کې د نرمښت څخه کار واخلي او د بېځایه وژنو څخه لاس واخلي، خو د حکومت جابر واکمن، امین، په ځواب کې ورته وویل چې آیا ستالین په سپينو لاسپېلو انقلاب بريالی کړ؟ (۱) د اسلام سپېڅلی دین د دوی د ایدیالوژی سره په تناقض کې و. د پاک قران پر ځای يې کورونه او بیا دفترونه د لېلېنیزم او مارکسیزم د کتابونو څخه ډک و حال دا چې په ظاهر کې يې ځانونه مسلمان ښودل خو په باطن کې یې د اسلام د سپیڅلي دين سپکاوی کړو او ملنډې يې پرې وهلې. د بېلګې په توګه، د یوې تلویزوني وينا د ثبت په بهیر کې، امین لمړی بسم الله الرحمن الرحیم وايې او بیا په کړس خپلو ملګرو سره خاندې او وايي چې څنګه ښه بسم الله وايي (۲). په دغه نظام کې ډېر ديني عالمان بندي او ورپسې ووژل شول. په زندانونو کې د بندیانو تر مرګه راز راز شکنجې روانې وې، او حتې بندیان په ډله ییزه توګه ژوندې ښخ کړل شول. دغه خلقیانو عامه وژنې نیوازې په زنداننو کې په پټه ترسره کولې، بلکې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې یې په ښکاره ظالمانه ټول وژنې وکړې. د بېلګې په توګه، د ۱۳۸۵ کال د وري په یودېرشمه، خلقي حکومت د کنړ په کېراله کې ۱۲۶۰ هېوادوال په ډله یزه توګه په شهادت ورسول. همدې ته ورته، د ۱۳۸۵ کال د وږي په پینځلسمه، خلقیانو د لغمان عليشنګ په قلعه نجيل کې ۶۵۰ هېوادول په ډله یزه توګه شهېدان کړل. دوی نیوازې د بېلابېلو ولایتونو په ملکي سیمو کې دغسې ظالمانه کړنې وکړې بلکې په نظامي اډو کې يې هم ډېر بېګناه افسران په ډله ییزه بڼه په شهادت ورسول، د ۱۳۷۵ کال د روژې په میاشت کې د بګرام په هوايي ډګر کې د ۲۰۰ افسرانو وژنه، د همدغه کال د کب په میاشت کې، د خوست په پینځه ویشتمه فرقه کې د ۱۳۳ افسرانو ټول وژنه او په ۱۳۸۵ کال کې د کودتا په تور د ۲۰۰۰ پوځیانو ډله ییزه اعدام يې بېلګې دي. (۳) په عین وخت کې، خلقیانو پرله پسې داسې فرمانونه صادر او په زور پلي کول چې له یو اړخه د افغانانو د دود او دستور سره په ټکر کې وو او له بله اړخه يې د وخت سره سمون نه درلود. د ښځو آزادي او مساوي حقوق يې د دوی په بې سترۍ، نڅا او سندرو کې لیده. په دغه وخت کې چې تلویزوني خپرونې د لمړي ځل لپاره په افغانستان کې پیل شوې وې، د ښونځي نجونې نڅا او سندرو ته اړ ایستل کېدې او پخپله د افغان نجنو داسې بربڼډه نڅاوي يې خپرولې چې د شوروي تلویزوني خپرونو سره یې سیالي کوله.
د روسانو د تېري او نظامي مرستې په وسیله، د ۱۳۵۸ کال د سلواغې په شپږمه پرچميانو د خلقیانو نظام نسکور کړ او د واک چارې يې تر خپل کنترول لاندې راوستې. که څه هم په انفردي توګه د افغانانو ناڅاپي تري تام کېدل په دغه نظام کې لږ شول، خو پرچميان د کمونستي ایدیالوژۍ په پلې کولو کې د خلقيانو په څېر هوډمن او افراطي وو او سمدستي يې د خپلو مخالفینو په وژنه پیل وکړ. د ۱۳۵۸ کال د سلواغې په پینځه ویشتمه، سمدلاسه وروسته له دې چې واک ته ورسېد، پرچمي نظام د کندز په چار دره کې ۷۵۰ هېوادوال شهیدان کړل او ورپسې، یوازې یوویشت ورځې وروسته یې د همدغه ولایت په امام صاحب کې ۷۰۰ نور هېوادوال په شهادت ورسول. د خپل حکومت په دوهم کال، د ۱۳۵۹ کال د زمري په دوهمه، پرچمیانو د وردګ په چک او سیدآباد ولسوالۍ کې د ۸۰۰ څخه ډېر هېوادوال ووژل. د پرچمیانو په حکومت کې دغسې ظالمانه ټول وژنې د هېواد په ګوټ ګوټ کې ترسره شوې. د ۱۳۶۴ کال د وري په پینځه ویشتمه، د لغمان په قرغه يو کې د ۳۰۰۰ وطنوالو ټول وژنه، د ۱۳۶۳ کال د کب په دوه ویشتمه، په قره باغ او شکردره کې د پینځه سوه هېوادوالو ډله ييزه وژنې يې یوازې دوه بېلګې دي. (۴) که څه هم دوی د ټول ولس د مخالفت سره مخ وو، خو بیا هم پرچمي کمونستان دومره افراطي مخته روان وو چې د راز راز ظلم او استبداد او حتې د ډله ییزه وژنو کمیاوي وسلو څخه په کار اخيستنې يې غوښتل لېننیزم او کمونست سیستم په هېواد کې پلی کړي. د روسانو په ملاتړ، د پرچمیانو راز راز جنایتونو په میلیونو افغانان مهاجرت ته اړ ايستل. دوی په ښکاره د دغه ایدیالوژۍ په لرلو ویاړ کړلو او هر هغه پرچمی چې تر ټولو ظالم، بې رحمه او له اسلامیت څخه لیرې و، ښه او کلک کمونست يې بللو. کارمل هم په دې اړه په وضاحت خپلو ملګرو ته ویلي: ” اګر اعتقاد عمېق راسخ به ایدیالوژي طبقه کارګر ، به مارکسیزم، لېننیزم ندارید، هېچ اجبارې بالای شما نیست که حتما حزبي شوید، مېتوانېد با جرأت بګوید که من هنوز مطالعه مېکنم.” (۵) د روسانو په لاس د افغانانو په وژنه د پرچميانو تنده نه ماتېده او په دې اړه د روسانو سخت منندوی وو. که څه هم په ظاهر کې يې خپل حکومت خپلواک بللو، خو په باطن کې د شاه شجاع په څېر چې ویلې یې و چې د مېکناټن له اجازې پرته حتې یوه پیاله اوبه یې هم نه څښلي، کارمل هم د روسانو ګوډاګی و. نوموړی په خپله عقیده کې دومره سخت دریزه او د روسانو دومره مینوال و چې انسان او افغان يې هغه څوک بلل چې شوروي ته وفادار اوسي. ببرک په يوه وینا کې داسې برغزووې ويلې دي: ” رفقا باید به صراحت برای شما خاطر نشان بسازم، کي کیست؟ چګونه باید شناخت؟ افغان وطنپرست کیست؟ وطنپرست آتشین، افغانستان، انسان، افغان نوین، انسان افغان نوین کیست؟ که وفادار به دوستي افغان شوروي باشد.” (۶) د پرچمیانو حکومت په خپله د ځینو ‘آتشین’ پرچمي افغان کمونستانو او مسعود او دوستم تر منځ د یوې توطئې په ترسره کولو کې د ۱۳۷۱ کال د غويي په اتمه پای ته ورسېد.
د تاريخ په تکرار سره بیا د سقاوي حکومت! رامنځته شو او د لمړۍ سقاوۍ په څېر، دوهمه سقاوي هم د غلو، هېواد پلورونکو، خاینانو او اوباشانو یوه غدۍ وه. په دغه پېر کې د حکومتولۍ څرک نه لېدل کېده، نو په بڼه او اېديالوژۍ يې د خبرو لپاره څه نشته، خو د لمړۍ ورځې څخه د دغه غدۍ جنایتونه چې نیوازې د عامه وګړو بلکې د هېواد او ملي ګټو په ضد يې ترسره کړل، بېشمېره او نه جبرانېدونکي دي. مسعود او رباني چې د غدۍ مشري کوله، تر هر څه لمړی يې د افغانستان د امنیتي ځواکونو په انحلال لاس پورې کړ. په دې اړه، د نجیب د حکومت له زوال څخه مخکې، رباني په وضاحت خپله غوښتنه په پاکستان کې د امريکا سفیر ته څرګنده کړې وه او ورته ویلې يې و چې افغان وسلوال ځواک باید منحل شي. (۷) د ملګرو ملتونو د سولې د پلان په شڼډولو، د کارملي پرچميانو په مرسته، مسعود د بگرام، چاریکار او نورو شمالي ولایتونو لکه کندز او تخار ټوله درنه او سپکه اسلحه د سکاټ او مهماتو د زېرمو په گډون پنجشیر ته ولېږدولې او د امنیتي قواوو پرسونل یې خلع سلاح او قدرت کړ. وروسته یې په کابل کی د سقیله سلاح او مهماتو په چور پیل وکړ. خپله ملېشه یې پدغه اسلحو پوره تجهیز کړه او پاتې اسلحه یې پنجشیر ته ولیږدوله.
مسعود ( د روسانو او غربیانو له خوا مصنوعی جوړ شوی افسانوی قومندان) سره له دې چې ملېشې یې په راز راز پرمختللو وسلو سمبال وې، د طالبانو سره یې په کابل کی د جګړې جرئت ونکړ او د ۱۳۷۵ کال د تلې په پينځمه د پنجشیر په لور یې د درنو وسلو سره تېښته وکړه او بیا، تر څو یی چې وس و په کابل او د کابل په پاتې اوسېدونکو رحم ونکړ او د شمال نه یی کابل په توغندیو ویشتو.
د کابل څخه د مسعود له شړلو وروسته، طالبانو د واک چارې په لاس کې واخیستې او د اسلامي امارت اعلان يې وکړ. په دغه پېر کې د وګړو ناموس، مال او ژوند خوندي شو او په هغه سیمو کې چې دوی واکمن وو بشپړ امنیت راوستل شو، غلا، لوټماري، غصب، فساد او ملوک الطوايفۍ ته پای ورکړل شو، خو دوی د اسلام په نوم دومره افراطي چلند کو چې ساری يې په هېڅ اسلامي هېواد کې نشته و. طالبانو د هېواد ښځینه وګړو ته د زده کړې حق ورنکړ حال دا چې نه په پاک قران او نه په احاديثو کې داسې څه شته چې د دوی د زده کړې مخنیوی وکړي، برعکس، په قران مجید کې په مستقیم او غیر مستقیم ډول څه د پاسه پینځه سوه ځله د پوهې او زده ګړې د ارزښت یادونه شوې او د پوهې خاوندانو، نارینه او ښځينه، ته ترجېح ورکړل شوې. (۱۲) نه په قران مجید کې او نه په احادیثو کې داسې څه شته چې یوازې نارینه دې علم او پوهه ترلاسه کړي. خو طالبانو د هېواد څه ناڅه پنځوس سلنه وګړي د خپل مشروع حق څخه محروم کړي وو حال دا چې علم د یو هېواد په وټه ییز، ټولنیز، او سیاسي او کلتوري پرمختګ کې حیاتي دی.
د طالبانو د حکومت ځای ناستي د دموکراسۍ ډنډورې پیل کړې او ځان يې د دموکراسۍ اصولو ته ژمن وبللو خو په دغه برخه کې، په تېره بیا د بیان او مطبوعاتو په آزادۍ کې یې دومره افراط ته مخ کړ چې د دموکراسې نوم يې بد کړ. د بیان او مطبوعاتو آزادي د دموکراسۍ یو مهم اصل دی، خو په هر دموکراتيک هېواد کې دغه آزادیو ته پولې ټاکل شوي او که څوک د دغه پولو څخه ها خوا ګام واخلي، د قانون سره سم مجازات کېږي. د بېلګې په توګه، په انګلېستان کې، د ملي مسلو په ضد سربېره، داسې خبرې او خپرونې چې خلک پاروي، ګډوډي رامنځته کوي، عامه نظم خرابوي، چا ته په کې ګواښ کېږي او یا مذهبي او یا توکمي تعصب پکې نغښتی وي غېر قانوني دي. په امريکا کې د چا د بدنامۍ په موخه خبرې او لیکنې، خپلې موخې ته د رسېدو لپاره درواغ ویل، داسې خبرې چې بلوا رامنځته کوي او د جګړې په وخت کې داسې خبرې چې عسکري خدمت ته د خلکو نه ورتګ ډوماري، منع دي. همدې ته ورته په ټولو هېوادونو کې د بیان او مطبوعاتو آزادي خپل حد لري. خو په افغانستان کې د ۱۳۸۰ کال راپدیخوا، دغه آزادي په بشپړ ډول، د هېواد د ملي ګټو په بیه، مطلقه او بې پولې ده. د ملي یووالي په ضد په لویه کچه ښکاره خبرې کېږي، داسې خبرې چې د هېواد ځمکنۍ بشپړتيا ګواښي، هره ورځ اورېدل کېږي، د قوم او توکم په ضد د تعصب څخه ډکې ویناوې کېږي، داسې ویناوې او لیکنې چې ملي ارزښتونه زيانموي په تلویزونونو او ورځپاڼو کې خپرېږي. ملی څېرو ته سپکاوی کېږي، زموږ د فرهنګ او کلتور د کمزورېدو په بیه، پردۍ ژبو او فرهنګ ته وده ورکول کېږي.
مجیب رحيمي د افغانستان نوم نه مني او وايي چې د غه نوم د انګلیس استمار اېښی دی. په دې اړه د خپلې ادعا د ثبوت لپاره د کابل د پاچاهي بیان په نوم يو کتاب، چې یو انګرېز لیکلی، یادوي. نوموړی که څه هم ځانته ډاکتر ووايي، خو حتې د یو نالوستي اخلاق ورسره نشته. نوموړی په ډېره بېشرمۍ نیوازې دروغ وايي بلکې د دغه کتاب منځپانګه تحريفوي او د لیکوال د ماموريت موخې په اړه هم سوچ درواغ وايي. کچېرې په یو بل دموکرات هېواد کې دغسې تنګ نظره سړی د عامه اذهانو د مغشوشولو لپاره درواغ ووايي، سمدلاسه به محاکمه شي.
همدې ته ورته يو شمېر نور کسان لکه احمد بهزاد، حفیظ منصور، همایون همایون د ملي ګټو په زیان په وار وار خبرې کړې، خو حکومت ټولو ته چوپ پاتې دی.
(۱) https://youtu.be/2EZpP2hFbP4
(۲) https://youtu.be/SmQ0Hh5ZUy0
(۳) ، (۴) https://m.facebook.com/story.
(۵) https://youtu.be/z29T5rFkJwY
(۶) https://youtu.be/n4ec4kBzpNA
(۷) Doomed In Afghanistan: A UN Officer’s Memoir of the Fall of Kabul and Najibullah’s Failed Escape; Phillip Corwin, Rutgers University Press, New Jersey 2002, ۴۳۱ پاڼه
(۸)،(۹)،(۱۰) Human Rights Watch. “Blood Stained Hands: Past atrocities in Kabul and Afghanistan’s Legacy of Impunity.” 2005. Accessed at: www.hrw.org/
reports/2005/afghanistan0605/
(۱۱) Afghanistan’s is intoxicated with violence’, Swiss Review of World Affairs, Mustafa Danech, ۳۷،۳۸پاڼه
(۱۳) https://www.minhaj.org/
(۱۳) قران شريف: د الاحزب سوره، ۵۹ آیت
(۱۴) https://en.m.wikipedia.org/
(۱۵) http://rohi.af/fullstory.php?
(۱۶) https://youtu.be/1vwUm13rEZc
(۱۷) https://youtu.be/djuBvvq9m5M
(۱۸) https://youtu.be/Ti0iZW70VOo