تاند- د افغانستان حکومت د طالبانو له لوري د پسرلنیو عملیاتو اعلان وغانده او د طالبانو دا ادعا یې رد کړه چې ګنې دې ډلې دا اعلان د افغانستان د حکومت د عملیاتو د اعلان په ځواب کې کړی دی.
ارګ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي«د طالبانو دغه ادعا چې د جګړې اعلان یې د افغانستان د حکومت د اعلان په ځواب کې کړی، هم ناسمه ده. د افغانستان حکومت نه یوازې دا چې د جګړې د پیلولو اعلان نه دی کړی، بلکې هغه خنډونه یي چې د سولې پر وړاندې وو له منځه وړي او د جګړې دوام د هیڅ لوري په ګټه نه بولي.»
په همدې حال کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د طالبانو له لوري د پسرلنیو عملیاتو اعلان غندلی او له پاکستان، قطر او نورو هیوادونو څخه یې غوښتي چې د طالبانو دا اعلان محکوم کړي.
خلیلزاد همداراز ویلي چې طالبانو په دې اعلان وښوده چې د افغانانو د غوښتنو خلاف دي او دا یو بې معنا او غیرمسوولانه اقدام دی.
خلیلزاد په یوه بل ټویټ کې کښلي:
«په داسې وخت کې چې ټول افغانان باید د خپلې ګډې راتلونکې د ټاکلو په اړه سره رایوځای شي، د طالبانو له لوري د جګړې اعلان ښيي چې دا ډله د پخوا په شان ده او تغییر یې نه دی کړی. د طالبانو د مشرانو په شمول ګڼ جنګي کسان یې د دې اعلان مخالف دي.»
ارګ هم ویلي «د افغانستان خلک او حکومت د طالبانو د ډلې د هغو مشرانو او غړيو څخه چې د افغانستان د خلکو پر وړاندې د دغې جګړې له اعلان سره مخالف دي غواړي چې د خپلو مسلمانو خلکو ترڅنګ دې ودرېږي او د دغه نامشروع اقدام پر وړاندې دې خپل غږ پورته کړي.»
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په یوه لنډ بیان کې ویلي چې د افغانستان ستونزه د جګړې له لارې نه حل کېږي.
د قریشي له لوري د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ټولې افغان خواوې باید د سولې پروسې ته ځان بشپړ ژمن وګڼي.