تاند- د افغانستان حکومت او د سولې عالي شورا د طالبانو له لوري د درو ورځو لپاره د اوربند د رعایتولو د اعلان هرکلی وکړ.
د ولسمشر غني یوه ویندوی محمد هارون چخانسوري نن /شنبه/ په یوه خبري غونډه کې وویل چې د افغانستان حکومت د طالبانو له لوري د اختر په ورځو کې د اوربند د رعایت کېدو د اعلان هرکلی کوي.
چخانسوري په عین حال کې له طالبانو وغوښتل چې د اوربند په عملي کېدو کې پر خپلې ژمنې ودرېږي.
ده هیله څرګنده کړه چې د طالبانو له لوري اعلان شوی درې ورځینی اوربند اوږد شي.
له بلې خوا د افغانستان د سولې عالي شورا هم د طالبانو له لوري د اختر په ورځو کې د افغانستان د حکومت د اوربند اعلان ته د مثبت ځواب هرکلی وکړ.
د سولې شورا وايي، هیله لري چې دا اوربند به په هیواد کې دایمي سولې ته لار هواره کړي.
وسله والو طالبانو نن د اختر په درو ورځو کې اوربند اعلان کړ.
دې ډلې ویلي چې پر افغان امنیتي خواکونو به بریدونه نه کوي خو په دې اوربند کې بهرني پوځیان نه شاملېږي.