تاند- د افغانستان حکومت به د سولې د روانو هلوځلو په لړ کې د طالبانو استازو ته بلنه ورکړي چې کابل ته ورشي.
د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشا ريیس عمرداوودزي نن /پنجشنبه/ د ترکیې انادولي خبري اژانس ته وویل«موږ به طالب استازي د سولې مشورتي لویې جرګې ته په راتلونکو ورځو کې رسماً راوبولو.»
داوودزي وویل چې د سولې په مشورتي لویه جرګه کې به شاوخوا ۲ زره افغان استازي ګډون وکړي او دی هیله لري چې که طالبان هم په دې جرګه کې ګډون وکړي، ښې پایلې به ولري.
ده همداراز د مسکو د غونډې په دوام په قطر کې له افغان سیاستوالو او د مدني ټولنې له غړیو سره د طالبانو د بلې غونډې یادونه وکړه، ویې ویل چې دا غونډه به روانه میاشت جوړه شي.
ټاکل شوې ده چې دا غونډه د روان اپریل په نیمايي کې جوړه شي.
تراوسه څرګنده نه ده چې د افغانستان حکومت په دې غونډه کې ګډون کوي او که نه کوي خو داوودزی هیله ښيي چې د افغانستان حکومت هم د قطر غونډې ته استازي واستوي.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي یوه ویندوی محمد یوسف سها وویل، د قطر غونډه به د اپریل په ۱۴ او ۱۵ مه د یوه غښتلي پلاوي په ګډون، چې سیاستوال او د مدني ټولنې غړي به پکې شامل وي، جوړه شي.
د افغانستان د سولې د دارالانشا ريیس په قطر کې د طالبانو او امریکایانو د خبرو په اړه وویل چې افغان ملت ته په شفاف ډول د دوی د خبرو په اړه معلومات نه و ورکړل شوي او ډېرې پوښتنې بې ځوابه پاتې وې.
دا مشورتي جرګه نه ده، (شوړتي) جرګه ده، د سولې مولې غم کې هیڅ اړخ هم ندی غیر له جنګ وهلی ولس شوی ولس. خو دې جرګه کې به ډالرزي ته ښي غوړې شوړې برابرې شي ههههه ډالرزی نور څه غواړي
د سولې اڼدستري همدې ته وایي