تاند- د افغانستان حکومت وايي چې پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه د خپلو ژمنو خلاف د افغان طالبانو نه یوازې ملاتړ کوي بلکې د طالبانو په لیکو کې یې د خپلو پوځیانو او سلاکارانو شمېر زیات کړی دی.
د ارګ له خبرپاڼې سره سم د افغانستان د ملي امنیت شورا په غونډه کې د ملي امنیتي اورګانونو له لوري اسناد او شواهد وړاندې شول چې د طالبانو په منځ کې د پاکستاني پوځیانو او پوځي سلاکارانو د شمېر زیاتوالی ښيي.
په غونډه کې وویل شول د پاکستان پوځ د دوو هیوادونو ترمنځ د مخکینیو موافقو، د نړیوالو قوانینو او اصولو او د ښه ګاونډیتوب د ارزښتونو خلاف د ورانکارو فعالیتونو د زیاتولو او د تروریزم د ملاتړ ترڅنګ په وروستیو څو ورځو کې د کونړ ولایت پر دانګام او شیګل ولسوالیو د توپونو او راکټونو حملې زیاتې کړي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د افغانستان د ملي امنیت شورا د پاکستان د پوځ دا اقدام د افغانستان پر مځکنۍ بشپړتیا ښکاره تېری بولی او پر دې ټینګار کوي چې د دوو هیوادونو د خلکو ترمنځ پر نژدې اړیکو له باور لرلو سره سره به د پاکستان دا ډول نورې حملې بې ځوابه پرېنږدي.
په کونړ کې خلک او چارواکي وايي چې له پرون راهیسي پر دغه ولایت د پاکستان له لوري تر ۲۳۵ زیات توغندي ویشتل شوي دي چې له کبله یې لږترلږه یو تن وژل شوی او یو هم ټپي دی. (نور)
د افغانستان د ملي امنیت شورا د ننګرهار ولایت پر حصارک ولسوالۍ د شاوخوا زرو کورنیو او بهرنیو طالبانو د وروستیو بریدونو په اړه وویل چې دا حملې د پاکستاني سلاکارانو په ملاتړ تنظیم شوې وې.
د ملي امنیت شورا د طالبانو او بهرنیانو په وړاندې د ملي امنیتي ځواکونو او د حصارک د خلکو مقاومت وستایه او ویې ویل چې د حصارک ولسوالۍ په جګړو کې ۱۳۴ ترهګر وژل شوي دي.
ګرانه ریس جمهور صاحب
قسم بخدا کی هیڅ لا وکړی ځکه ستا درک موږ ته معلوم شویدی دی او ستا دغه نرمښت و چی هزاره ګان ، اوزبکان او تاجکان اوس پرپښتنو باندی سترګی سری کوی او تا محترم خو لس کاله مخکی له پاکستانیانو ته سلامی کړیده نو ګرانه ریس جمهور بی ځایه غوریی مه وهه او اصلآ تا په افغانانو باندی اعتبار نه لری تو خو یو ځلی پر دی غیرتی ولس باندی ژغ وکړه او غضب خو دغه دی چی اولس ستا د ویره څه نه شی کولای که یی وکړی نو په دی ښه باور لرو چی په لاس به مو ورکړی او یا به دالقاعده نوم ورته ورکړی
ګل
دامنیت شورا یعنی څه ؟ اوریدل اوتباهی مخه نه نیول ولی ؟ ستاسو دریڅ څه دی ددجنایاتو څه مقابل کی ؟ تنها سیل بین او تماشه کول هله به دخوبه بیدارشی چه پنجابی مو په سر در ودریږی اوبی عزتی درواړوی دیته وای شورای امنیت ملی دیوه خبر نګار په شان درویدادو په ارتباط خپرونی کوی او بس دوام ورکړی او دملک دتباهی څانونه بی خبره وساتی ستاسو پکی تاوان دی .