ملا آغا جان معتصم

تاند- د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په متحده عربي اماراتو کې د طالبانو د یوه مشر اغا جا�� معتصم بې درکه کېدا تایید کړه.

تر دې مخکې ځینو رسنیو ویلي و چې اغا جان معتصم بې درکه شوی دی خو د رسنیو د ادعاوو په اړه رسمي سرچینو څه نه و ویلي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وازت ویندوی شکیب مستغني نن په یوه خبري غونډه کې تایید کړه چې مولوي معتصم بې درکه شوی او د افغانستان حکومت په دې اړه د متحده عربي اماراتو له حکومت سره خبرې پیل کړي دي.

اغا جان معتصم د طالبانو له لوري د افغانستان د سولې د عالي شورا له غړیو سره په وروستیو کې په دوبۍ کې خبرې وکړې او ټاکل شوې وه چې د دواړو خواوو ترمنځ خبرې دوام وکړي.

سره له دې چې د طالبانو یوه ویاند د افغانستان د سولې له عالي شورا سره د مولوي معتصم خبرې د طالبانو له تحریکه سره بې ارتباطه بللي دي خو ویل شوي چې اغا جان معتصم یو شمېر مهم طالب مشران او قومندانان په ځان راټول کړي دي.

د ده یو پلوی طالب مشر مولوي ثاقب په پېښور کې ترور شو.

مولوي معتصم د طالبانو په منځ کې یو متعدل شخصیت دی چې د خبرو له لارې د افغانستان د لانجې د حل کولو غوښتونکی دی او باور لري چې که افغانان د بهرنیو په تېره بیا ګاونډیو له اغېزه خلاص شي په خپل منځ کې روغه کولی شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی ښاغلي مستغني وویل:«د افغانستان حکومت هڅه کوي چې د ښاغلي معتصم د برخلیک د څرګندېدو په هکله د متحده عربي اماراتو له چارواکو سره تماسونه زیات کړي.»

ځینو سرچینو ویلي چې اغا جان معتصم په داسي حال کې چې له یوې بهرنۍ خبریالې سره یې په خپل هوټل کې مرکه کوله د ناپېژندل شویو کسانو له لوري نیول شوی او بل ځای ته بېول شوی دی خو د متحده عربي اماراتو په پولیسي حکومت کې له دولتي ځواکونو او پولیسو پرته ګومان نه کېږي چې بل څوک دې داسي کار وکړای شي.

0 thoughts on “د افغانستان حکومت د اغا جان معتصم بې درکي تایید کړه”
  1. طالبان د ای ایس ای غواګانې دی، دوی چې کله هم شنډی او یا هم شیدی کول پریږی نو بیا یې مالک چې ډیر بی غیرته دی یایې په امریکایانو د تیروریست په نوم خرڅوی او یایې پخپله د قصابانو پشان حلالوی. الله دی په پښتنو ورحمیږی !

  2. مولوی صاحب الله دی خوشحاله اوره الله دی هرمشکیل اسان کړه دابوډاګی اوبیوسه افغان حکومت والله که هیڅ هم وکړی چی څوک یی خزی هم بوزی لایی والله که غم وخوری الله دی عزت وساته ستاسوخدمت صرف ایک الله ته معلوم

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *