تاند- د افغانستان حکومت د امنیتي موافقې د ژر لاسلیکولو په باب د امریکا د متحدو ایالتونو غوښتنه رد کړه، ویې ویل چې دا موافقه باید د راتلونکي کال تر انتخاباتو وروسته وخت ته وځنډول شي.
امریکا پرون /پنجشنبه/ د کرزي حکومت ته خبرداری ورکړ چې امنیتي موافقه ژر تر ژره لاسلیک کړي او که یې د سږ کال تر پایه پوري لاسلیک نه کړي معنا به یې دا وي چې امریکايي پوځیان له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې نه شي پاتې کېدای.
کرزي پرون مشورتي لویې جرګې ته د وینا په پای کې وویل چې که دا جرګه او ورپسې ملي شورا هم دا تړون تایید کړي، دی به یې تر هغو لاسلیک نه کړي چې امریکا په انتخاباتو کې د همکاري ژمنه نه وي ورکړې.
څرګنده نه ده چې کرزی له امریکا څخه په انتخاباتو کې ولي ضمانت غواړي. دا په داسي حال کې ده چې کرزي په انتخاباتي کمیسونونو کې د بهرنیانولاس لنډ کړی دی.
امریکايي چارواکو د کرزي په دې خبره په قار شوي ښکاري، وايي دا تړون چې له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د تروریزم پرضد د امریکا له جګړې او د افغان امنیتي ځواکونو د روزلو په باب دی، باید د سږکال تر پای ته رسېدا مخکې لاسلیک شي.
سپینې ماڼۍ وویل پکار ده چې کابل ژر پرېکړه وکړي او خبرداری یې ورکړ، اوباما لا فیصله نه ده کړې چې په افغانستان کې ځواکونه پرېږدي او که یې نه پرېږدي.
د سپینې ماڼۍ ویندوی جوش ارنیست وویل:«د سږ کال تر پایه د تړون د نه لاسلیکېدو په صورت کې به امریکا او زموږ متحدان ونه کړای شي چې له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د پاتې کېدو پلان تنظیم کړي.»
د کرزي ویندوی ایمل فیضي رسنیو ته ویلي:«امنیت، سوله او ښه انتخابات د دوه اړخیز امنیتي تړون د لاسلیکولو کیلي ده.»
ده همداراز وویل، پرېږدئ چې ولیدل شي لویه جرګه د دې سند په اړه څه پرېکړه کوي.
هاهاهاهاهاهاها دیوآزاد خپل واک هیواد پر سر چومره درامی دی داسی معلومیزی چی زور زیاتی شروع دی هر یو خپلو شخصی گتو ته گوری
دا دکرزي هوښیاري ده چي له دي دروند بار څخه اوږي سپکي کړي
Mr. Karzai wants the US to agree that he can stay in the palace for one more term.
The things he says do not make any sense.
دا دوطن د گتو په خاطر نه بلكه دهـغه كانديد دپاره هـلي جلي دي كوم چي د كرزي صاحب دنظره مناسب معلوميژي او غواري چي په أمريكا هـم هـغه ومني كه نه كله چي لويه جرگه او ملي شوراي خپله داعتماد رأيه ددهـغه ترون په هـكله وركري بيا خو حتمي د چي سند هـم لاسليك شئ