تاند- د افغانستان حکومت نن /چهارشنبه/ وویل، د هغو راپورونو په اړه پلټنه کوي چې پر اساس یې ادعا کېږي د طالبانو مشر ملا محمد عمر مړ شوی دی.
طالبانو د ملاعمر د مړینې د دې تازه ادعا په اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي.
د ملا عمر د مړینې خبرونه تر دې پخوا هم څو ځلي خپاره شوي خو طالبانو رد کړي دي.
د ولسمشر غني د ویاند مرستیال ظفر هاشمي نن په بیړه یوې ورغوښتلې خبري غونډې ته وویل:«موږ له هغو راپورونو خبر شوي یوو چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر مړ شوی دی. موږ لا هم د دغو راپورونو څېړنه کوو، او که مو هرکله مو د راپور کره والی تایید کړ، افغانان او رسنۍ به پرې خبرې کړو.»
پرون او نن د ارګ او د ملي امنیت شورا ځینو سرچینو د نوم د نه څرګندولو په شرط وویل چې پاکستاني چارواکو خبر ورکړی چې ملا محمد عمر دوه کاله پخوا مړی شوی دی.
له بلې خوا د لوېدیځو رسنیو د راپور له مخې، د پاکستان یوه امنیتي چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي، خبریالانو ته د ملا عمر د مړینې د خبر په اړه وویل چې دا اوازې د دې لپاره خپرې شوي چې د سولې خبرې سبوتاژ شي.
ډېر افغان کتونکي هم باور لري چې په اوسني وخت کې، چې طالبان د سولې خبرو ته حاضر شوي د ملا عمر د مړینې د خبر خپرېدا د سولې بهیر زیانمنولی شي.
پاکستاني چارواکو ویلي چې د راروانې جمعې /جولای ۳۱/ په ورځ د افغانستان د حکومت او طالبانو بل پړاو خبرې په مري کې کېږي.
په دې ځل خبرو کې به د افغانستان د ښځو په استازیتوب د سولې د عالي شورا غړې صدیقه بلخي هم برخه ولري.
یوه لوېدیځ دیپلومات، چې له طالبانو سره تماسونه لري، د ملا عمر ژوند او مرګ دواړه مهم وبلل، ویې ویل چې ملاعمر د طالبانو د یووالي عنصر دی. که مړ شوی وي، له طالبانو سره د سولې خبرې به خورا سختې شي ځکه چې بیا به د طالبانو په منځ کې یوداسي مشر نه وي چې ټول یې خبره مني او یا د ټولو استازیتوب وکړي.
دغه دیپلومات، چې له خبریالانو سره ږغېده، له هغوی وغوښتل چې نوم یې پټ وساتي.
وروستی خبر:
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د طالبانو د مشر ملا محمد عمر اخوند د مړینې راپورونه رد کړل او هغه یې بې اساسه وبلل.
سلام عليکم
نه چا د ملا عمر په ژوند کي دملا عمر کوم عکس وليد نه يي کوم خپلوان وليد.
وايي ملا عمر ۴ ښزي درلود دا خو ۸ خواښي خسر شو څو کسه به نور دا کورني غړي درلود داهيڅ چا ونه ليد ماته ملا عمر ډير تخيلي ښکاري دسي ماته ښکاري چي دا يوه دسيسه ده او مونږ افغانان ساده ياستو ددوي تاريخ وګرۍ دوي زر کاله پخوا داسي دسيسي پخپل قام بانديعملي کولي اوس په مونږ باندي باداران دي.
او وروره دا دوه عکسونه توپير لري په يوه کي ددي سړي ښي سترګه او بل عکس کي ګينه سترګه ړنده ده.
په درناوي وسلام